د افغانستان روزګان ولایت د نورو ولایاتو څخه زیات شمیر سیلانیان او میله کوونکي دغه ولایت ته ورمات سوی دی
روزګان چي په ښکلو درو ،ښایسته دښتو،باغونو،غرونو،رواني اوبواوطبعي چینو مشهوره دي دې ورځو کي د افغانستان د نورو سیمو د خلکو پام ځانته را اړولی دی
ددغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي وائې چي د پخوا په پرته اوس د میله کوونکو شمیر په دې ولایت کي زیات سوی
د پام وړ ده چي د خلج او چارچینو د ښکلو درو ترڅنګ روزګان نور داسي ډیری طبعي سیمي لري چي انسان ته روحی تسکین وربخښلای سی