امرالله صالح: په بګرام هوایي اډه کې بهرني ځواکونه مېشت شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69376

دخبریدو نیټه : 2022-05-11

د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بهرني ځواکونه د بګرام هوایي اډې په ځینو داخلي برخو کې میشت شوي او د حقاني ډلې غړو ته پوځي روزنه ورکوي
ښاغلي صالح لیکلي، چې دا موضوع به ډېره وخته پټه پاتې نه شي.

که څه هم نوموړي د دغو ځواکونو د هویت په اړه څه نه دي لیکلي خو د تېر جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت یو پخواني مرستیال تمیم عاصي پر ټویټر لیکلي، په بګرام هوایي ډګر کې چینایي او پوځي پوځیان د طالبانو پر روزنې بوخت دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې په بګرام هوایي اډه کې پاکستاني او چینايي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي