ملي لوبډلې روزونکی ګراهام تارپ وروسته له سختې ناروغۍ بستر شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69375

دخبریدو نیټه : 2022-05-11

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی ګراهام تارپ وروسته له سختې ناروغۍ بستر شو.

دوه پنځوس کلن تارپ چې د انګلستان د ملي لوبډلې لپاره یې سل ټېسټ لوبې او دوه اتیا یو ورځنۍ لوبې کړې دي، تېره میاشت د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه وټاکل شو.

د حرفه اي کرکټ لوبغاړو ټولنې پرون وویل چې ښاغلی تارپ سخت ناروغه شوی دی خو د ده او د ده د کورنۍ د دې راز د ساتنې په هدف نه شي کولی چې د دې ناروغي په اړه له رسنیو سره نور معلومات شریک کړي