د محمد علیم بسمل په حضورکې زما عرض

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69369
رڼاګل اریوبزی
دخبریدو نیټه : 2022-04-25

د محترم لیکوال، شاعر او مولوي صاحب  محمد علیم بسمل په حضورکې زما عرض


 قدرمن مولوي صاحب!
دروان عیسوي کال دجنوري میاشتې په دریمه اونۍ کې دکابل ښار ځینو میرمنوداسلامي امارت دروان سیاست دځینو برخو په خلاف یو لار یون کړی وچې بلا بیل غبرګونونه يې را وپارول. ما دروان عیسوي کال د جنوري میاشتې په ۱۷ نیټه په « نن ټکی اسیا » کې ستاسې دغبرګون په هکله دا لاندې کرښې ولوستې:« ليکوال او شاعر مولوي محمد عليم بسمل ليکلي کومو ښځو چې نن د حجاب بې حرمتي وکړه سبا به د اسلام د نورو اوامرو بي حرمتي هم کوي، نوموړي د اسلامي امارت په مشرانو غږ کړی دی چې د عمر په لاره تلونکي ځيږ پښتانه دومره پڅ مه اموخته کوئ چې د هرې نادودې په وړاندې خاموش پاتې شي، دوی ته اجازه ورکړئ چې د اسلامي نظام توهينونکي وځپي چې بيا څوک دا ډول جرئت ونه کړي.» غوښتل مې چې په دې هکله دا لاندې کرښې په خپل وخت ولیکم، خورنځورۍ پرې نه ښودم. له دې امله پوهیږم چې لیکنه مې یو څه نا وخته یا بې  وخته ده، خو بې اهمیته ځکه نه ده چې ستاسې لیکنې اوڅرګندونې زما په شان دیوه عادي وګړي لیکنې اوڅرګندونې نه دي بلکې ترشا يې ادیب، شاعر اوروحاني شخصیت ولاړدی، نوځکه ګمان کیږي چې ډیرلوستونکي او اوریدونکي به لرې او اغیزې به شندې. له د امله مې لازم وګڼله چې ستاسې د پورتنیو کرښو په هکله خپل نظر درته وړاندې کړم.
محترم مولوي بسمل صاحب که رښتیا در ته ووایم زه په خپله نه شاعر یم اونه ادیب. خود لوی خدای په فضل زموږ په تاریخ کې دا سې کسان تیرشوي دي چې هم وتلي او منل شوي شاعران او ادیبان وواوهم لوی لوی دیني عالمان وو، چې موږ ورڅخه ډیر څه زده کولی شو. یوله هغوی نه خدای بخښلی ګل پاچا الفت و. الفت صاحب لیکي چې:« مسلمانان دایمان او عقیدې ځای ته زړه وايي. صبر، رحم، کرم، شجاعت، سخاوت د زړه کار دی. عشق او مینه په زړه کې وي. شعر له زړه الهام اخلي او د زړه سره سرو کار لري.» مانا دا چې شعر او ادب له مینې ډک د زړه له تله را پور ته کیږې، دزړونو په لورځي، د زړه نه زړه ته د مینې پیغام رسوي. نو ځکه شعر او ادب او په همدې ډول شاعر او اد یب په مینه کې سرشار وې، کینه دښمني او غوسه نه پیژنې، زور، جنګ، شور اوشر اوپه همدې ډول د ځپلو، وهلو او ډ بولو نه له سره کرکه کوي. شاعر او اد یب د صبر، رحم، عدل، کرم اوزغم خاوند وي اودانسان دا اوصاف شجاعت اودایمان بنسټ بولي اوخپرول يې ایماني او حرفوي د نده ګڼي.
محترم مولوي بسمل صاحب! که خپل ایمان خوار نه کړم او رښتیا ووایم نو ستا په دې پورتنۍ څرګندونه کې درحم، کرم، دمینې او ورورۍ او په همدې ډول د شعري او اد بي خیال اوارمان کومه نښه او نښانه نه لیدل کیږي، هلته په ځپلوبیدریغه ټینګار شوی دی او ځپل، وهل، ډبول اونا بودول له مینې څخه نه بلکې له کینې، د رحم او کرم څخه نه بلکې دغضب اوغوسې څخه را پورته کیږي او داسلام په مبین د ین کې دهیڅ سیاسي او ټولنیز نظام د ټینګښت او پایښت اغیزناکه وسیله نه ګڼل کیږې. حضرت عمر فاروق(ض) فرمايي چې:« دهر دولتي نظام بریالیتوب او قوت د چلوونکو په عدالت، صداقت او انصاف پورې تړلی دی.» حضرت عمر (ض) د حکومتولۍ په هکله نورې څرګند ونې هم لري او فکر کوم چې مولوي صاحب بسمل په ترې خبر وي او که په رښتیا او د زړه له کومې د اسلامې نظام داستحکام او دوام سره مینه لرې، نو « دعمر په لاره تلونکي زیږ پښتانه» به د یو څو اعتراض کوونکو میر منو ځپلو ته نه هڅوي بلکې دحضرت عمر فاروق (ض) سیاسي اخلاق او دهغه دحکومتولۍ عملي اصول ( عدالت، صداقت او انصاف ) به ور زده کوي.
مولوې صاحب، متاسفانه دوخت په تیریدو سره ورو ورو دي بایلې ته رسیږم چې زموږ طالبان  په ځان اوخپل اسلامي امارت ترپولې زیات مین دي، په خپل اسلا مي امارت او په خپل علم اوعمل کې له سره عیب او نیمګړتیا نه ویني، ځانونه ورته د نړۍ تر ټولو مسلمانانولوړ اوسوچه مسلمانان اوخپل حکو مت اوسیاسي نطام ورته د ټولې اسلامي نړۍ ترحکومتونو سوچه او بې عیبه اسلامۍ نظام ښکا ري، نو ځکه افغان ولس باید په زرګونو شوکرونه وباسي چې طالبان لري او داسلا مي امارت په شان سیاسي نظام لري اوڅوک چې د دې سوچه او بې عیبه اسلامي نظام د بې عیبه اوسوچه مسلمانو آمرانو له امرونو یوه کوچنۍ سرغړونه هم کوي، نو دوی به يې داسې ځپي چې بل څوک بیا د داسې سرغړونې جرأت ونه کړي. مانا دا چې داسلامي امارت چلوونکې دنور بشریت او د ټول عالم اسلام په خلاف دهر عیب او هر ډول سهوې او خطا نه مبرا دي، هر امر چې کوي، نور به يي په پټو سترګو مني.
محترم مولوي صاحب بسمل! هیله مې داده چې تاسې به داسلامي زده کړو په رڼا او دشعر او ادب په خیالونو کې دا ښکاره وي چې د نړۍ دټولو ښیګڼو انحصارول یانې په ځان کې دټولو ښیګڼو لیدل او په بل د ټولو بد یو ور تپل، ځان له نورو لوړ اوبل له ځانه ټیټ بلل، ځپل فکر او خپلې ارا دې ته د مطلق حقیقت په سترګه کتل او په نورو يې په زور تحمیلول او د بل فکر او ارادې ته هیڅ ارزښت نه ورکول د یني اوعقلي بنسټ نه لري، یوازې غروراو تکبر دی. له هر څه دمخه باید په دې پوه شوچې هر انسان که له یوې خوا د ښو کړنو خاوند دی، نوله بلې خواتیروتنې هم لري، که په دې یا هغه  برخه کې دپراخې او ژورې پوهې خاوند هم وی، خو بیاهم دانسان پوهه نسبي یانې دزمان اومکان په چوکاټ کې بنده ده، دوخت په تیریدو وده او پر مختګ کوي، خود زمان او مکان چوکاټ نشي ماتولی اومطلقې بشپړتیا ته نه شي رسیدلی، نو ځکه هیڅ انسان له انساني تیروتنو او اشتباهاتو مستثنا کید لی نه شۍ. داسلام په مبین دین کې یوازې او یوزې لوی پرورد ګار بې عیبه، مطلق عاقل او کامل ذات دی، نوځکه هیڅ مسلمان، عاقل او هوښیار انسان ته ځان کامل او بې عیببه نه ښکاري. خوشال خټک چې، دپښتون په تاریخ کې تراوسه په دیني اوعقلي علو مو کې ساری نه لري، لیکي:
صحبت چې نه وي له ښه احباب سره       عمر تیریږي له ډیر عذاب سره
هوښیار هیڅ چـېرې بې غلطې نه وي       خـطا تړلې ده اهـل صواب سره
هوښایر اواهل صواب مسلمان ځان له غرور اوتکبر نه ساتي، ځکه په دې پو هیږي چې خطاوې، غلطۍ او تیروتنې انساني اوصاف دي، دا په دې مانا چې هیڅوک، که لوی عالم، روحاني اوحتی که دطالبانود خوځښت غړی هم وي، انسان پاتې کیږي او هر عاقل انسان په دې پوهیږي چې چې خطا اوتیر وتنې له هر انسانه سر وهي، یوازې دعقل نه بې برخې وګړي په دې حقیقت نه پو هیږي، د حضرت لقمان (ع) نه ځان لوړ بولي، د فرعون په لور روان وي، نیغ نیغ کیږي، له وهلو، ټکولو او ځپلو، په بل څه نه پوهیږي. خوشال خټک ټینګار کوي چې:
 
که عــقل لاړ شــي لـه دې جهــانـه       هیــڅ پاتې نــه شــي ای زما جــانه
هیڅوک به نه وايي چې زه نادان یم       هرڅوک به ښه ګڼي ځان تر لقمانه
محترم مولوي صاحب بسمل، لوی پروردګاردې موږ اوتاسې له داسې علمیته وساتي چې د سر په کپړۍ کې منفور غرور اوتکبر راپیداکوي اوځانونه دلقمان (ع) نه لوی عالمانراښکاره کوي. موږ ځانونه دخپل پروردګار (ج) ساده اوګنا کار بند ګان بولواو په دې پوهیږو چې دلوی پر ور دګار په دې پراخه جهان کې اوحتی په خپل ټا ټو بي اومکان کې د ډیرو حقایقو د پیژندلو نه بې برخې پاتې یو، نو ځکه ضرور دي چې دا سپین څادرونه لږ څه له سر اوسترګو پورته کړو اودا خپل هیواد په رڼا ورځ په رڼو سترګو ووینو، بیا به د نورو تر څنګ دا هم راښکاره شي چې اوږد او بې رحمه جنګ په زرګونو ځوانان په شها دت رسولي دي او په زرګونو تور سرۍ کونډې ترې پاتې شوې دی. د دې کونډو یوه برخه - زیاته برخه يې په ښارونوکې ـ په کار لګیا وه او له دې لارې يې اولادونو ته روزي پیدا کوله. په اسلامي امارت کې يې نه یوازې کار او ورسره سم داولادونو روزي له لاسه ورکړه بلکې په ژوند کې د نورو غیر ضروري بندیزونو سره هم مخامخ شوې. حقیقت خو دادی چې زموږ ملا او مولوې صاحبان د دنیوي کسب یا حرفې او کار سره چندان علاقه او هيڅ ډول رابطه نه لري. که څه هم دحضرت محمد(ص) څر کند حدیث دی چې کسبګر د الله تعلی (ج) دوست دی، خو دوی دخپل خالق سره دوستي د کار او کسب په ځای په مستحبو نفلونو کې لټوي. وینو چې دکار او کسب تر ټولو لویه ګټه دپاک الله تعلی دوستي ده، څوک چې د خپلو مټواومغزونو په ستومانه کولو د ځان او اولاد ژوند تأ مینوي د بنده له بندګۍ ازادوي، د چا ذکات، شکرانې یا سقات ته تمه نه کوې او یوازې خپل خدای ته عبادت کوي. کسبګر روحاني د خپل کار او کسب له لارې دخپل ولس سره هم په اړیکو کې وي، هم يې په کار کې په ستونځو پوهيږي او هم په دې پو هیږي چې که کار ترې واخیستل شي نو اولا دونه يې دلوږې سره مخامخ کیږي. بیا نو دبیکارې په ضد داعتراض کوونکو میر منو د ځپلو غوښتنه نه کوي بلکې دهغوی سره په ګډه د ستونځو د حل لارې چارې لټوي. حضرت عمر فاروق ( ض ) فرمايي چې:« دیو چا لمانځه او روزې ته نه بلکې دهغه ښو معاملو، انساني خواخوږۍ، پوهې او رښتین ولۍ ته ګوری.» منم چې دا لار له ستونځو ډکه ده، ډیر کار، زیار اوخواري غواړي، خو دهیواد نوم یالی روحاني شخصیت، وتلی او منل شوی شاعر او ادیب خدا بخښلي ګل پاچا الفت لیکلي دي چې:
څو رکاته نفل کول شیخه دومره کران نه دي       خدای خوشالول جنت ګټل دومره اسان نه دي
قدر من مولوي صاحب، تاسې داعتراض کونکو میرمنود ځپلو له له پاره « د عمر په لاره تلونکي ځيږ پښتانه » کې مناسب ضربتي ځواک وینی. هو ! پښتانه دعلومو او فنونو په زده کړه کې تر نورو ولسونو وروسته ( ځیږ ) پا تې دي او تر ټولو مهم علت يې هم دا وچې يوه بشپړه پیړۍ ور ته ویل شوي دي چې که څوک، لور خو لا پریږده، خپل زوی هم ښوونځي ته ولیږي، نو تر اوه نسلونو پورې به د دوزخ په سرو لمبو کې سوزي. د دوزخ دسرو لمبو له ویرې يې خبل بچیان ښوونځیو ته نه لیږل، نو ځکه دنورو ولسونوپرتله دعلومو، فنونو، حرفو او کسبونو د زده کړو نه بې برخې پاتې شول اوزر غولیږي. سره له دې هم موږ پښتانه د نړۍ د نورو ولسونو په شان ځانګړی کلتور لرو چې پښتونولي ورته وايې. په پښتونولۍ کې میرمنې ته د ښځینه جنس له زاويې نه کتل کیږي بلکې د هر څه د مخه يې دخدای مخلوق ګڼي چې کله نوې دنیا ته راشي، نو یوه لور وي او که خدای ورو ورکړي نو خور هم شي، کله چې واده وکړي، بیا نو میرمن شي او که خدای او لاد ور کړي د مور عالي مقام تر لاسه کوي. پښتانه د لور، خور، میرمنې او مور د پت اوعزت دساتلو په لارکې سراو مال قربانوي، خو دساتنې تر ټولو ښه لار يې د بل چآ لور، خور میرمنې او مور پت اوعزت ته په درنه سترګه کتل ګڼي. له دې امله که « د عمر په لاره تلونکي ځيږ پښتانه » په بد ن کې د پښتونولۍ یو کوچنی څاڅکی هم پاتې وی، د بل په تورسرۍ به لاس پورته نه کړي. دا « ځیږ پښتانه » دا هم ویني چې دپېښې نه څو ورځې وروسته په همدې کابل کې څلورزره افغاني میرمنو په ګډه په امریکا کې دافغانستان بانک داسعاري زیرمو دکنګل کولوله امله دامریکا حکومت په ضد لیکل شوي اعتراض وکړ. بیايې تکراروم چې دا اعتراض افغاني نارینه وو یا افغاني طالبانو نه بلکې افغاني میرمنووکړ. منم چې دا میرمنې به هغه جامې نه خوښوي چې تاسې يې ورته مجبوروي، خو دوې په تن جامې لري او په سرټکري. په تن جامې او په سر ټکری بې حجابي نه دی، بلکې داډول لباس چې سر او تن پټوي هم اسلا مي دی.په افغا نستاه کې بیلابیل قومونه اوسیږې او دهر قوم جامو تر زیاتې اندازې خپل قومي او سیمه ئيز هویت ساتلی دی، خوټولې پیا په خپل وار په اسلامي اصل او دستوربرابرې دي. ملاله په پښتني لباس کې د اسلام او هیواد نه د دفاع له پاره دغازیانو سره دهغوې د خور په توګه دمیوند جبهې ته ولاړه او دغازیانود بیرغچي دشهادت په وخت کې يې ملي اواسلامي بیرغ وچت وساته او یوې نارې يې دغازیانو شهامت دا سې وهڅاوه چې په دې جبهه کې يې دانګریزانو لښکر تیښتې ته مجبورکړ. ملالې دغز او دهیواد نه د دفاع په دې جبهه نه چاد ري او نه يې دتورې خیمې په شان دابل شی، چې مايې په رښتیا نوم نه دی زده، په سر کړې وې، هغې افغاني دو دیز ټکری په سر، د دین او هیواد نه دفاع کوله. په همدې ډول نازو انا، رابعه بلخي اوعایشه درانې او داسې نورې هغه افغاني میرمنې وي چې په پوهه، شعر او اد ب کې تر نارینه هم مسلکانو کمې نه وې.
قدرمن مولوي صاحب! فکر کوم چې دځینو ملا صاحبانوستونځه داده چې میر منو ته یوازې او یوازې دجنسیت له زاويې ګوري او دا لید له سره دجنسي غریزې نه سر چینه اخلي. که دخپلې جنسي غریزې په ضد بې امانه جهاد، چې دنفس په ضد جهاد اوجهاد اکبر هم ورته ویل کیږي، اعلا کړواو په دې جهاد کې تر یوې اندازې بری هم ترلاسه کړو، بیا نو په دې حقیقت باندې دپو هیدو امکان هم شته دی چې میرمن هم د نارینه په شان دخدای ( ج ) بنده دی اودهغه لوی ذات په دربار کې د ده ټول بند ګان سره یو شان دي او د دوی ترمنځ د ښه او بد ټوپیرپه جنس پورې نه بلکې دهغوی په اعمالو پورې اړه لري. له همدې امله افغانان دشاشجاع، کارمل، حامد کرزي او داسې نورو په نومونواو کړو وړو شرمیږي او د میوند ملالې په نوم او اعمالو ویاړیږي. په پای کې په ډیره خواشینۍ باید و وایم چې دطالبانو نظريې او کړه وړه ( دښځو دځپلو په هکله دبسمل صاحب غوښتنه، د پوهنتونو استادانو ته د لوړو او مسلکي تحصلاتو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني توهینوونکې بیانې او د ټولو کړو وعدو په خلاف دجونوو په مخ د ښوونځیو در وازو بیا تړل ) او داسې نور مې ورو ورو دې پایلې ته رسوي، چې په دې لیکنو د میرمنو، علم او پوهې او دملي دود اورواج په وړاندې دطالبانو ژوره کینه او کلکه عقده نرمولی نه شم، خو دنظر څرګندول دځان حق ګڼم او له دې حق څخه تیریدلی نه شم. په درناوي ‎