د کويټ سياسي تاريخ !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69258
شننه: عبدالله لغمانی
دخبریدو نیټه : 2021-07-04


منځنی ختيڅ له سياسي، اقتصادي او اجتماعي لحاظه يوه ډېره پېچلې او مغلقه جغرافيا ده. په دې جفرافيا کې د اسیا د شتمن او د نړۍ د نفتو بډای هېوادونه پراته دي  ددې سيمې د نفتو ستر هېوادونه سعودي، کوېټ، ايران، عراق، قطر او نور هېوادونه شتون لري چې د نړي د انرژي غټه منبع تشکيلوي.
کويټ  ددې پراخې سيمې ډېر کوچنی خو بډايه هېواد دی چې د عرب نشين شېخانو لخوا اداره کېږي او  له عراق او سعودي سره د خاورې له لارې سرحد لري او له ايران سره د فارس خليج له لارې وصل کېږي. نفوس یې څه باندې ۴ ميليونه دی، چې يوه غټه اندازه یې د اسيايي هېوادونوهغه کارګر تشکيلوي چې په دې هېواد کې کاروبار لري.
کويټ له ۱۷۶۰ زېږدي کال څخه د صباح بن امير د کورنۍ لخوا اداره کېږي او ل ۱۸۹۹ زېږي کال څخه تر ۱۹۶۱ زېږدي کال پورې د برتانيا تر مستقيمې سلطې لاندې و په ۱۹۳۸ ميلادي کال کې نفت پکې کشف شول او په ۱۹۴۶ ميلادي کال په سوداګريزه بڼه پکې د نفتو پلور پيل شو.
په ۱۹۶۱ زېږدي کال عراق د کويټ د نيولو اراده وکړه خو برتانوي ځواکونه چې هلته مېشت و د عراق د تهاجم مخه ونيوه او په ۱۹۹۰ زېږدي کال کې د عراق ولسمشر کويټ د خپل هېواد نولسم ولايت ګاڼه او په هغه يې حمله وکړه چې د امريکا په مستقيمې نظامي مداخلې او هوايي حملو عراق د کويټ له نيولو څخه په شا شو.
 دوه پېړۍ د مخه د اتلسمې پېړۍ په اوايلو کې دری مهمې کورنۍ چې (ال صباح، ال خليفه او ال جلاهم) نومېدې د منځني ختيځ بېلابېلو ځايونو ته له کوچ کولو وروسته بالاخره د کويټ په نامه سيمه کې مېشتې شوې او د دوی له ۱۶۷۲ څخه تر ۱۷۱۳ پورې هلته د منابعو او سرچينو د پيدا کېدو لپاره يو له بل سره کله په سوله ييز حالت او کله اخ و ډب کې قرار درلود.
دغو دریو کورنيو له ۱۷۱۶ څخه تر ۱۷۵۶ زېږدي کال پورې ددې سېمې د ادارې پر سر دری ګونی اتحاد جوړ کړ او په دې هوکړې ته ورسېدل چې هره کورنۍ دې د قدرت يوه جلا څانګه په لاس کې ونيسي. له دې کشمکشونو وروسته په ۱۷۵۶ زېږدي کال کې د صباح بن جابر کورنۍ د کويټ خلکو په شريکه د امير په توګه وټآکله او سياسي واک یې دوی ته وسپاره او له هغې ورځې ددې کورنۍ پر واک په ګدۍ ناسته ده.
 لومړی څل چې د برتانوي دولت کويټ ته ور پام شو هغه ۱۷۵۵ ميلادي کال و چې د شرقي هند سوداګري د عراق د بصرې پرځای کويټ ته انتقال کړه. کرار کرار له دې سره د خلکو او سوداګرو پام دې کوچنۍ سيمې ته را وګرځېد  او د شرق و غرب په يو مهم تم ځای او بندرګاه باندې یې بدله کړه. په ۱۸۸۵ ميلادي کال کې د کويټ شيخ نشين دولت د عثمانيانو څخه د ډار له امله د برتانويانو غېږې ته ځان ور واچاوه او د برتانويانو په مرسته یې له عثماني امپراتوري څخه د جدايي اعلان وکړ.
 په ۱۸۹۹ زېږدي کال د کويټ د هغه وخت د امير شيخ مبارک چې د (دويم صباح) زوی او د کويټ پنځم شيخ و او د کويټ په تاريخ کې د (مبارک الکبير) په نامه هم مشهور دی له انګلستان سره يې يوه معاهده لاسليک کړه چې له هغه وروسته کويټ د برتانيې تحت الحمايه شو او د هغه تر استعمار لاندې راغی او له مخې یې دوی مجبور و چې د برتانيې په مشوره به له خارجي هېوادونو سره ارتباط ټينګوي او که د هغو خوښه نه وه بايد له هيچا سره هم باندنۍ اړيکې ونه ساتي او نه به هم د بل چا او بله کورنۍ ته واک پرېږدي.
په ۱۹۶۱ ميلادي کال کې عبدالله سالم بالاخره له برتانيې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او د کلونو کلونو برتانوي استعمار څخه يې يوڅه ځان وژغوره او تقريبا په ځينو پرېکړو کې خپلواک شو.
کويټ تقريبا نيمه پېړۍ کېږي چې د يوه ازاد هېواد په توګه د نړۍ په نقشه کې ځان تثبيت کړی دی  له هغه مخکې د برتانوي استعمارګرو په لاس کې و او ددې هېواد کومې سرچينې یې چې وې هغه یې په کار اچولې وې او ګټې یې ترې برتانيا ته انتقالولې او هم یې د شاوخوا  هېوادونو لپاره د يوه ستراتيژيکې سيمې په توګه نيولی وې.او ددې خلکو بدوي کوچيانو ته هيچا هم پام نه کاوه.
خو له  برتانيا څخه له خپلواکي دوه لسيزې وروسته کویټ د نړۍ د بډايه هېوادونو په ليست کې شامل شو ، او ويې کولای شوای چې له خپلو طبيعي سرچينو څخه په خپلواک او پراخ ډول ګټه واخلي، که څه هم د برتانيا سره له اړيکې او د هغه له استغمار وروسته هم کويټ په ښه حالت کې و خو له هغه وروسته چې د برتانيا تر استعمار لاندې راغی د نړۍ په غريبو او خوارو سيمو کې شمېرل کېده او هم په سياسي لحاظ د سيمه ييزو کشمکشونو مرکز و.
په کویټ کې د بریتانیا ټوله استعماري پالیسي د وینو، دوکې او فريب  په اساس وه.  د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې ، انګلیسانو یوه کودتا وکړه د کودتا په ترڅ کې شیخ محمد ووژل شو. او له هغه وروسته یې د کويټ د بل ځای ناستي امير شیخ مبارک کنټرول  په لاس کې واخیست. شيخ مبارک  چې د پیسو په بدل کې پلورل شوی و د برتانيا هرې پرېکړې او خبرې ته لاس په نامه ولاړ و.  د مبارک کورنۍ د انګلیسي چارواکو لخوا په کال کې  لسهاوو زره ډالر ترلاسه کول چې په هغه وخت کې خورا ډېرې پیسې وې. 
او له دې وروسته کويټ د برتانيا يوه نظامي اډه شوه چې له دې لارې او اډې څخه یې د شاوخوا نور عربي هېوادونه تر ولکې او استعمار لاندې راوستي و او د جرمني، سعوديانو او نورو هېوادونو او د اروپا او اسيا د ځينو حکومتونو ګټې سره يوڅای شوي وې او په دې سره یې د کويټ اقتصاد ټول د برتانيا په واک کې و.
لومړۍ نړيواله جګړې څخه مخکې جنجال په کويټ کې رامنځته شو او جرمني اراده لرله چې له بغداد څخه تر کويټ پورې د اوسپنې پټلۍ وغڅوي خو انګليسانو له هغه سره کلک مخالفت وښود. او جرمني د ترکيې، فرانسې او نورو لخوا ملاتړ وشو خو هغو د انګليسانو د جنګي کښتيو پر وړاندې مقاومت نه درلود او له جګړې تېر شول.
په همدې وخت کې په کويټ کې د ځمکې د کانونو د پلټلو او معدنونو د معلومولو لړۍ پيل شوه چې د نفتو له موندلو وروسته د نفتو صنعت د انګليس تر انحصار لاندې راغی او بيا وروسته امريکايان هم د کویټ د نفتو واک تر لاسه کړ چې تر اوسه پورې د امريکايي کمپنيو لخوا استخارج کېږي او د هغو په خوښه په نړۍ کې پلورل کېږي.
کله چې برتانويان او امريکايان پوه شول چې نفت د نړۍ د هېوادونو ستر ضرورت او د هېوادونو د پرمخ بيولو لپاره لکه اکسيجن ضروري دی نو یې د کويټ په سياسي مشري زور راوړ چې د نفتو د پلټنې، استخراج او پلور برخه به یې ټوله د دوی په لاس کې وي او همداسې یې وهم کړل. د انګليس تر استعمار په وخت کې کويټينانو هيڅ واک اواختيار نه درلود د تحقير او ستيز لاندې یې ژوند درلود او هرې ډلې به چې هڅه  کوله چې له انګليس څخه ځان خلاص کړي له ناکامي او سرکوب کولو سره مخ کېده ، څو ځلې ځايي کويټيانو د برتانويانو پر ضد قيام وکړ او د هېواد د ازادي لپاره یې په هغه وخت کې خوځښتونه جوړ کړل خو سرکوب او د په وينو کې غرق شول.
په ۱۹۳۸ زېږدي کال کې چې د کويټ د بېرقان يا بېرګان په سيمه کې د نفتو يو تر ټولو غني سرچينه کشف شوه او له دويم نړيوال جنګ وروسته یې استخراج او پلور پيل شو، ګټې یې برتانيا او د دوی سره مشترکو او همګټو هېوادنو وړلې. کويټيانو بدوي ژوند درلود له لوږې او ساري ناروغيو کړېدل، شګلنو او سوزنده دښتو کې یې د ماشومانو او مېرمنو مړينه اوج ته رسېدلې وه، صحي خدمات په نشت حساب او هرڅه د انګليس  او د هغو د خدمتګارانو په خدمت کې و.
  ځوان کویت د یو خوځښت  نوم و چې د کوېټ د خپلواکۍ مبارزه یې د ژوند د بدلولو په کار بدله کړه ، دوی وکولای شول چې په وضعیت اغیزه وکړي.  د دوی يو شمېر مظاهرو، اعتصابونو او پاڅونونو چارواکي اړ کړل چې امتیازات ترلاسه کړي او يو کم شمېرغوښتنې يې ومنل شي دبې وزله  خلکو ګروپ ورسره يوځای شو او وروسته له ډېرو هلو ځلو د انګليسانو لخوا په سرکوب کولو سره د کویټ د ځوانانو تنظیم ناکام شو.  د ۱۹۶۱ په دوبي کې بالاخره بریتانیا کویت پریښود.  د کوېټ هیواد خلکو ازادي او نوي فرصتونه احساس کړل او د ښه او خپلواک ژوند شروع پيل شوه.
  له هغه وروسته ۶۰ کاله تیریږي ، مګر په کویټ کې د برتانیا استعمار او ظلم نه دی هیر شوی. او دا درک هغو کويټيانو ته کېږي ددې هېواد اصلي اوسېدونکي دي او د دوی پلرونو او نېکونو د برتانوي استعمار او استثمار لاندې ژوند کړی.  د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایې کې د کویټ اقتصاد ته زیان د حساب ورکولو وړ دی.  په هرصورت اوسنی کويټ دولت له سياسي او سوداګريز لحاظه مجبور دی چې خوله پټه ونيسي او د هغو کارونو حساب او کتاب له برتانيا سره وکړي چې کلونه پخوا یې لسګونه کاله تر ښکېلاک او زبېښاک لاندې نيولي و او د هرډول ظلم او ستم لاندې یې ژوند تېر کړی دی.