امریکا ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69246
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2021-03-15

امریکا ته پخلپسر وې راغلی که ځي ځه پر مخ دې ښه موږ نه وې رابللی که ځي ځه پر مخ دې ښه په نوم د خدمت راغلې، د بشر حقوق په لاپو په دواړو شرمېدلی که ځي ځه پر مخ دې ښه توبه داسې دوستۍ نه چې تر شا يي بردګي وي موږ تل ژوند ازادکړی که ځي ځه پرمخ دې ښه شعار دې د ترهګرو تروریستو یو پلمه وه لادین دې وو ملګری که ځي ځه په مخ دې ښه (۱) داعش، طالب ترهګر دې ټول پخپل اخور لوی کړي دښمن يي زموږ غلی که ځي ځه پر مخ دې ښه ټلواله د شمال دې هم واکمنه پر کابل کړه چټله وې، ناولی که ځې ځه پر مخ دې ښه موږ پریږده په ارامه چې خپل کور کې سره ټول شوو موږ اوس يي پېژندلی که ځي ځه پر مخ دې ښه ماهیت د درواغجنې پیاوړتیا دې هم بربنډ شو په دروغو وې پیاوړی که ځي ځه پرمخ دې ښه حساب به د قتلونو، ویجاړۍ زموږ تصفیه کړې بې دې نه شي وتلی که ځي ځه پر مخ دې ښه زموږ د خوار غریب ملت به بله چاره وشي اسمان نه شي لوېدلی که ځي ځه پر مخ دې ښه جهاد او مجاهد دې خپل تارتق ځان سره یوسه دې سپو ته وې منلی که ځي ځه پر مخ دې ښه یادونه: (۱ ) لادین څخه موخه بن لادین دی. د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۰ مه