داسلام اساسات ، تشریعي نظام !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69056
مفتي فضل هادي (سالک )
دخبریدو نیټه : 2020-07-04

 

 

په لومړنۍ څیړنه کې مو د تشریعي او فقهي څیړنې څخه وړاندې دحج ځینې کثیرالضرورة مسایل وشنل، داځکه چې دا دحج موسم میاشتې دي ،او همدا یې اړتیا وه، اوس به کوښښ وکړو، چې داسلامي تشریع موازین او فقهي مفاهیم ، دڅه وضاحتونو سره مله وڅیړو،اوداسلامي شریعت لومړني څلور مبادي او اصول یې ړومبی او بیا پسي له اسلامي اساساتو نه مستبط شوي فروعات یا جزئیات ، حسب ضرورت دلوستونکیودمطالعه لپاره چمتو کړو !
اسلامي فقه
شک نشته چې فقه داسلامي شریعت مسایل او ورځني ضروري فروعات تشریح کړي دي،داصول فقه علم چې دفروعي مسایلو مصادر او منابع توضیح کوي، دفقهي مسایلوداستنباط دلومړي اصل په توګه کتاب الله ،دویم سنة الرسول ،دریم اجماع امت او دڅلورم اصل په توګه قیاس معرفي کوي ،علامه خالد الاتاسي رح دهغې مشهورې شرحې چې په (المجلة الاحکام العدلیة ) باندې یې لیکلې ده ، داسې کاږې چې : ...ولما کانت مسایل الفقه بعضها قطعیا ً وبعضها ظنیاً اراد صاحب المرآة بالعلم هنا التصدیق بمعنی الاعتقاد الراجح الشامل للظن والتقلید، لکن مسایله الظنیة، حیث کانت العمل بها واجباً تعبداً فما المانع من ان یکون المراد من العلم المتعلق بها هو الادراک القطعی وان کانت ظنیة ً فی نفسها تأمل ! (شرح المجلة /ج۱/ص۸ .
دې عبارت کې علامه خالد الاتاسي رح وایې چې فقه کې قطعیات او ظنیات دواړه شته ،هغه چې دلیل یې قطعي وي، هغه قطعیات شول او هغه چې په ظني دلیل ثابت وي ،هغې ته ظنیات ویل کیږي ،چې پر هغې هم عمل واجب دی، یا په بل عبارت :کوم مسایل چې په قطعي نص ثابت وي ،هغه قطعیات اوکوم چې مجتهد فیها اوپه ظني دلیل جوت وي، هغې ته ظنیات ویل کیږي، خو پردې ظنیاتو هم عمل واجب دی، صرف ددې اثبات په ظني دلیل سره شوی وي ، علامه زین بن نجیم رح په خپله نوموتي شرحې البحرالرایق کې لیکي چې : ،وَيَدُلُّ عَلَى أَنَّ مُرَادَهُ مَا ذَكَرْنَا أَنَّهُ صَرَّحَ بَعْدَهُ بِأَنَّ الْأَحْكَامَ الْمَظْنُونَةَ لَيْسَتْ مِنْ الْفِقْهِ إلَّا عَلَى الِاصْطِلَاحِ بِأَنَّهُ كُلَّهُ ظَنِّيٌّ أَوْ الِاصْطِلَاحِ بِأَنَّ مِنْهُ مَا هُوَ قَطْعِيٌّ وَمِنْهُ مَا هُوَظَنِّيٌّ )البحرالرائق)علامه ابن نجیم رح په بحرالرایق کې کاږې ،چې مظنون احکام فقه کې ندې شامل اونه منظونو احکاموته فقه وایې ،بلکې دایوه داسې اصطلاح ده ،چې وایې فقه ټول ظنیات دي، یا فقه کې هم قطعیات شته هم ظنیات ........ چې همدا دخبر واحدپه دلیل یا اجتهادي مسایلوکې په نظر راځي ،منصوصي مسایل په قطعیاتو کې او غیر منصوصي هغه په ظنیاتو کې شمیرل کیږي ،چیرته چې قطعي نص شتون لري ،نو هلته دمجتهد استنباط پر یوه قطعي دلیل استوار دی ،او چیرته چې قطعي نص نه تر سترګوکیږي ، نوهلته خبره تر اجتهاد پورې اړه پیدا کوي ،ځکه که دمجتهد اجتهاد نوي ،نو ډیر ې مسئلې به دتعطیل سره مخامخ او لا ینحل به پاتې شي ،اوډیری پوښتنې به بې ځوابه وي ،خو کله چې کوم مجتهد ورته په نص کې کوم (مقیس علیه ) دکوم مشترکه علت له امله ومومي ، نو داستنباط لاره ورته خلاصه او ډیرو ورځنیو مسئلوته به دحل لاره وموندل شي ،امید دی چې دا تحقیقات به وروستنیو مباحثوکې پر خپل خپل ځای وشي او دځینو خلکو سره به پدې اړه پیدا شوي شبهات او شکوک هم ورک شي ،خو دلته به دومره په لنډه ووایو:چې داکابرو علماوواجتهادي هڅې او استخراجات داعتماد او باور وړ دي ،او دوئ ددین په رڼولواو خپرولوکې نه هیردونکي هڅې کړي ،چې ننی اسلامي امت یې دکوششونو او زحمتونو مرهون منت دی ،اوامت ته یې دالله  ددین هغه تشریح کړي ،چې کومه له صحابه کرامو سلفو څخه متوارث او دیوه دیني میراث په بڼه پاتې وه ،دلایل یې معقول اوثقه دي اواستخراجات یې دادی نږدي دیارلس څوارلس پیړۍ وروسته هم دیوه دیني اصل په حیث په سینو او کتابونوکې له ضیاع څخه محفوظ او مصئون دي .چې دادی دخپل بحث پیل له فقه پیژندنې څخه کوو!
په قاموس او مصباح المنیرکې دفقه دعلم معنی داسې شوي :
1 - الْفِقْهُ لُغَةً : الْفَهْمُ مُطْلَقًا ، سَوَاءٌ مَا ظَهَرَ أَوْ خَفِيَ . وَهَذَا ظَاهِرُ عِبَارَةِ الْقَامُوسِ وَالْمِصْبَاحِ الْمُنِيرِ . وَاسْتَدَلُّوا عَلَى ذَلِكَ بِقَوْلِهِ تَعَالَى - حِكَايَةً عَنْ قَوْمِ شُعَيْبٍ - : { قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ } ((1)سورة هود / 91 .
) وقَوْله تَعَالَى : { وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ } (سورة الإسراء / 44 .) فَالآيَتَانِ تَدُلانِ عَلَى نَفْيِ الْفَهْمِ مُطْلَقًا .
وَذَهَبَ بَعْضُ الْعُلَمَاءِ إِلَى أَنَّ الْفِقْهَ لُغَةً هُوَ فَهْمُ الشَّيْءِ الدَّقِيقِ ، يُقَالُ : فَقِهْتُ كَلامَكَ ، أَيْ مَا يَرْمِي إِلَيْهِ مِنْ أَغْرَاضٍ وَأَسْرَارٍ ، وَلا يُقَالُ : فَقِهْتُ السَّمَاءَ وَالأَرْضَ . وَالْمُتَتَبِّعُ لآيَاتِ الْقُرْآنِ الْكَرِيمِ يُدْرِكُ أَنَّ لَفْظَ الْفِقْهِ لا يَأْتِي إِلا لِلدَّلالَةِ عَلَى إِدْرَاكِ -الشَّيْءِ الدَّقِيقِ ، كَمَا فِي قَوْله تَعَالَى : { وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ } (سورة الأنعام / 98) وَأَمَّا الآيَتَانِ السَّابِقَتَانِ فَلَيْسَ الْمَنْفِيُّ فِيهِمَا مُطْلَقَ الْفَهْمِ ، وَإِنَّمَا الْمَنْفِيُّ فِي قَوْلِ قَوْمِ شُعَيْبٍ - عَلَيْهِ السَّلَامُ - إِدْرَاكُ أَسْرَارِ دَعْوَتِهِ ، وَإِلا فَهُمْ فَاهِمُونَ لِظَاهِرِ قَوْلِهِ ، وَالْمَنْفِيُّ فِي آيَةِ الإِسْرَاءِ إِدْرَاكُ أَسْرَارِ تَسْبِيحِ كُلِّ شَيْءٍ لِلَّهِ تَعَالَى ، وَإِلا فَإِنَّ أَبْسَطَ الْعُقُولِ تُدْرِكُ أَنَّ كُلَّ شَيْءٍ يُسَبِّحُ بِحَمْدِ اللَّهِ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا ؛ لأَنَّهَا مُسَخَّرَةٌ لَهُ . وَأَيًّا مَا كَانَ فَالَّذِي يَعْنِينَا إِنَّمَا هُوَ مَعْنَى الْفِقْهِ فِي اصْطِلاحِ الأُصُولِيِّينَ وَالْفُقَهَاءِ ؛ لأَنَّ هَذَا هُوَ الَّذِي يَتَّصِلُ بِبَحْثِنَا .
لنډه ژباړه او خلص مطلب :دقاموس او مصباح المنیردتحقیق له مخې فقه په لغت کې مطلقاً پوهېدواو درک کولو ته وایې، چې هغه ظاهري وي که باطني، خو چې فهم پکې وشي، پروتني آیتونوکې همدا معنی پرته دی ،خو ځینې نور علماء فقه بیا دداسې پوهې او ادارک په معنی اخلي، چې هغې کې دقت اوله عمق اوژورتیا سره غاړه غړۍ وي ،یعنې دفقه په علم سره به اسرار او رموز پیژندل کیږي ،لکه دسورت انعام په ۹۸ نمبر آیت کې چې (قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ)د یفقهون له کلمې نه همدا معنی مراعات کیږای شي .
په الموسوعة الفقیة کې چې دڅلورګونو مذاهبو غوندې دحنفي مذهب له متونو ،شروحو اوفتاواوو څخه اعظمي استفاده شوي، پیل کې یې داصولینو او دفقهاووهغه تعریفات رانقل کړي ،چې دعلم فقه شرعي یا اصطلاحي جهت پکې روښانه کیږي، هغه داسې چې :
تَعْرِيفُ الْفِقْهِ عِنْدَ الأُصُولِيِّينَ :
الْفِقْهُ فِي اصْطِلاحِ الأُصُولِيِّينَ أَخَذَ أَطْوَارًا ثَلاثَةً الطَّوْرُ الأَوَّلُ : أَنَّ الْفِقْهَ مُرَادِفٌ لِلَفْظِ الشَّرْعِ ، فَهُوَ مَعْرِفَةُ كُلِّ مَا جَاءَ عَنِ اللَّهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى ، سَوَاءٌ مَا يَتَّصِلُ بِالْعَقِيدَةِ أَوِ الأَخْلاقِ أَوْ أَفْعَالِ الْجَوَارِحِ . وَمِنْ ذَلِكَ مَا عَرَّفَهُ الإِمَامُ أَبُو حَنِيفَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - : " هُوَ مَعْرِفَةُ النَّفْسِ مَا لَهَا وَمَا عَلَيْهَا " . وَلِهَذَا سَمَّى كِتَابَهُ فِي الْعَقَائِدِ : " الْفِقْهَ الأَكْبَرَ ".........
ژباړه او خلص مفهوم :دعلم اصول دپوهانو له نظره علم فقه له دریو مرحلونه تیره شوي ،لومړۍ مرحله یا حالت : دې پړاوکې علم فقه دشریعت سره مرادفه بلل کیده ،چې له الله له لورې ټولومنزلاتوته به ویل کیده ،عام لدې نه چې هغه به عقایدوو،که به اخلاق وو اوکه افعال بالجوارح به وو،همدا دلیل دی، چې امام ابوحنیفه رح دفقه تعریف داسې کړی چې :داد (ما لها او ما علیها) په اعتبار سره دنفس ،ځان پیژندل دي ،یعنې دده دتکلیفي امورواودده ګټورواو تاواني چارو په اعتبار سره، دځان پیژندنه ده ،اوهمداسې وجه وه چې امام صیب دعقایدو خپل یو کتاب هم د(الفقه الاکبر)په نوم ونوماوه ،نوڅرکنده شوه چې دا مهال فقه دشریعت مترادفه وه !
دوهمه مرحله :دې مرحله کې فقه کې څه تخصیص ورننوت ،علم عقاید ترې بیل شول او یو ځانګړی علم وبلل شو ،نودا په علم توحید،علم کلا م او علم عقاید سره ونومول شو،دې مرحله کې علم فقه داسې تعریف شوه، چې :دادتفیصیلي دلایلو په مرسته په فرعي اوشرعي احکامو باندې یوعلم دی ،چې دې سره ترې عقاید جلا شول او عملي احکاموته شامل شول ،هغه چې له جوارحو سره تړاو لري ،دې مرحله کې دعملي احکامو یا جوارحو په څیرهغو احکاموته هم شامل شو چې قلبي فرعي شرعي احکام دي ،لکه حسد ،ریاء ،کبر،دتواضع حل دبل لپاره دخیر محبت او نور هغو احکاموته چې اخلاقي اړخولري ..
دریمه مرحله :داهغه مرحله یا پړاو دی، چې تر نن پورې پرې دعلماوو رایه مستقره او تلپاتي ده ،چې علم فقه دې وخت کې داسې تعریف شوي چې :داپه شرعي ،فرعي ،عملي احکامو سره یوداسې علم دی ،چې له تفصیلي دلایلو څخه مستنبط شوی وي ،چې دې تعریف سره ترې هغه شرعي فرعي احکام مستثنی شول ،چې له قلبي اعمالو سره اړیکه لري او دهغې لپاره یو مستقل علم دتصوف په نوم منځته راغی .
په الموسوعة الفقهیة کې لیکي چې :
3 - يَتَّضِحُ مِنَ التَّعْرِيفِ الأَخِيرِ أُمُورٌ لا بُدَّ مِنَ التَّنْبِيهِ عَلَيْهَا وَهِيَ :
أ - أَنَّ الْعِلْمَ بِالذَّوَاتِ أَوِ الصِّفَاتِ لَيْسَ فِقْهًا ؛ لأَنَّهُ لَيْسَ عِلْمًا بِالأَحْكَامِ .
ب - وَالْعِلْمُ بِالأَحْكَامِ الْعَقْلِيَّةِ وَالْحِسِّيَّةِ وَاللُّغَوِيَّةِ وَالْوَضْعِيَّةِ ( أَيِ الَّتِي تَوَاضَعَ أَهْلُ كُلِّ عِلْمٍ أَوْ فَنٍّ عَلَيْهَا ) لَيْسَ فِقْهًا أَيْضًا ؛ لأَنَّهَا لَيْسَتْ عِلْمًا بِالأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ .
ج - وَالْعِلْمُ بِالأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ الاعْتِقَادِيَّةِ الَّتِي هِيَ أُصُولُ الدِّينِ ، أَوِ الأَحْكَامُ الشَّرْعِيَّةُ الْقَلْبِيَّةُ الَّتِي تَرْجِعُ إِلَى أَعْمَالِ الْقُلُوبِ ، كَحُرْمَةِ الْحِقْدِ وَالْحَسَدِ وَالرِّيَاءِ وَالْكِبْرِ وَوُجُوبِ مَحَبَّةِ الْخَيْرِ لِلْغَيْرِ - لَيْسَتْ مِنَ الْفِقْهِ فِي اصْطِلاحِ هَؤُلاءِ ، وَكَذَا الْعِلْمُ بِالأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ الَّتِي يَشْتَمِلُ عَلَيْهَا عِلْمُ أُصُولِ الْفِقْهِ كَوُجُوبِ الْعَمَلِ بِخَبَرِ الآحَادِ ..................
لنډمطلب او ژباړه : دفقه ددې ورستني تعریف څخه دا توکي په لاس راځي، چې په ذواتواو صفاتو باندې علم ته فقه نه وایي ،همداسې په عقلي ،حسي ،لغوي او وضعي احکامو باندې هم دعلم فقه اطلاق نشي کیدای ،په اعتقادي او قلبي احکامو هم دعلم فقه اطلاق نشي کیدای ،همداسې په احادو باندې دعلم اصول دفیصلي پر اساس دوحوب اطلاق او وجوب دتقیید په قیاس او نورداسې هغې ته فقه نه ویل کیږي ،پدې توګه دحضرت جبرایل علیه السلام او حضرت محمد هغه علم ته چې په وحی سره وي ،هم فقه نه ویل کیږي، ځکه دې کې استنباط نشته او فقه کې استنباط وي ،بلکې دا په کشف یا وحی سره دی ،هوکه چیرته دحضرت محمد علم دده پر اجتهاد بناء و،نو بیا ورته فقه ویل کیږي ،همداسې د دین ټول هغه احکام چې بالضرورت ثابت شوي وي ، فقه نه شمیرل کیږي ،لکه دلمونځ، روژې ،زکات حج وجوب یا دزنا ،غلا ،شرابو وغیره ......منهیاتو حرمت ،چې بالاستنباط ثابت ندي ،بلکې بالضروة ثابت دي، نو فقه ورته نشي ویل کیدای ،همداسې چې کوم مسایل دتقلید په سبب معلوم شي، هم فقه نه بلل کیږي، ځکه استنباط پکې نوي راغلی، لکه دحنفي لپاره دربع الرأس مسح ،دوترو او اخترونو دلمانځه وجوب ،دوینې په سیلان د اوداسه ماتیدل ،اوداسې نور......همداسې دشافعي مذهبه لپاره دسر دبعضي برخې مسحباندې بسنه ،دښځې په لمس داوداسه ماتیدل اوداسې نور................همداسې ددې تعریف څخه معلومیږي، چې داصولیانو په عقیده فقیه مقلد نشي کیدای ،بلکې فقیه هغه څوک دی، چې داستنباط دمسایلو ملکه او قوه لري ،او داورته ضروري نده ،چې دفقه په ټولو مسایلو دې دده علم محیط وي .
تَعْرِيفُ الْفِقْهِ عِنْدَ الْفُقَهَاءِ :
4 - يُطْلَقُ الْفِقْهُ عِنْدَهُمْ عَلَى أَحَدِ مَعْنَيَيْنِ :
أَوَّلُهُمَا : حِفْظُ طَائِفَةٍ مِنَ الأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ الْعَمَلِيَّةِ الْوَارِدَةِ فِي الْكِتَابِ أَوِ السُّنَّةِ ، أَوْ وَقَعَ الإِجْمَاعُ عَلَيْهَا ، أَوِ اسْتُنْبِطَتْ بِطَرِيقِ الْقِيَاسِ الْمُعْتَبَرِ شَرْعًا ، أَوْ بِأَيِّ دَلِيلٍ آخَرَ يَرْجِعُ إِلَى هَذِهِ الأَدِلَّةِ ، سَوَاءٌ أَحُفِظَتْ هَذِهِ الأَحْكَامُ بِأَدِلَّتِهَا أَمْ بِدُونِهَا . فَالْفَقِيهُ عِنْدَهُمْ لا يَجِبُ أَنْ يَكُونَ مُجْتَهِدًا كَمَا هُوَ رَأْيُ الأُصُولِيِّينَ .
وَتَكَلَّمُوا فِي الْمِقْدَارِ الأَدْنَى الَّذِي يَجِبُ أَنْ يَحْفَظَهُ الشَّخْصُ حَتَّى يُطْلَقَ عَلَيْهِ لَقَبُ فَقِيهٍ . وَانْتَهَوْا إِلَى أَنَّ هَذَا مَتْرُوكٌ لِلْعُرْفِ . وَنَسْتَطِيعُ أَنْ نُقَرِّرَ أَنَّ عُرْفَنَا - الآنَ - لا يُطْلِقُ لَقَبَ " فَقِيهٍ " إِلا عَلَى مَنْ يَعْرِفُ مَوْطِنَ الْحُكْمِ مِنْ أَبْوَابِ الْفِقْهِ الْمُتَنَاثِرَةِ بِحَيْثُ يَسْهُلُ عَلَيْهِ الرُّجُوعُ إِلَيْهِ . وَقَدْ شَاعَ بَيْنَ عَوَامِّ بَعْضِ الْبِلادِ الإِسْلامِيَّةِ إِطْلاقُ لَفْظِ فَقِيهٍ عَلَى مَنْ حَفِظَ الْقُرْآنَ وَإِنْ لَمْ يَعْرِفْ لَهُ مَعْنًى .
وَاتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ " فَقِيهَ النَّفْسِ " لا يُطْلَقُ إِلا عَلَى مَنْ كَانَ وَاسِعَ الاطِّلاعِ قَوِيَّ النَّفْسِ وَالإِدْرَاكِ ، ذَا ذَوْقٍ فِقْهِيٍّ سَلِيمٍ وَإِنْ كَانَ مُقَلِّدًا .
وَثَانِيهِمَا : أَنَّ الْفِقْهَ يُطْلَقُ عَلَى مَجْمُوعَةِ الأَحْكَامِ وَالْمَسَائِلِ الشَّرْعِيَّةِ الْعَمَلِيَّةِ . وَهَذَا الإِطْلاقُ مِنْ قَبِيلِ إِطْلاقِ الْمَصْدَرِ وَإِرَادَةِ الْحَاصِلِ بِهِ ، كَقَوْلِهِ تَعَالَى : { هَذَا خَلْقُ اللَّهِ } (سورة لقمان / 11) أَيْ مَخْلُوقُهُ .
مخکینی خو هغه تعریف و،چې دعلم اصول علماوو دفقه لپاره کښلی و،اوس هغه تعریف رانقلوو،چې پخپله فقهاوو ورته کړی دی چې هغه په لاندې ډول دی .
ژباړه :دفقهاووپه نزد دفقه اطلاق په دوو معانیو کیږي ،لومړۍ معنی یې داده، چې یوشمیرداسې احکام یاد کړي، چې له کتاب الله یا سنة الرسول څخه ثابت وي ، یا پرې اجماع واقع شوي وي او یا دشرعي قیاس له لارې استنباط شوي وي ،او یا هم چې په یوه داسې دلیل ثابت وي ،چې رجع یې دې مذکورودلایلو ته وشي ،عام ددې څخه چې دا احکام له دلایلو سره یاد کړای شي ،یا بې له دلایلو ،خو دفقهاوو له نظره داصولیانو غوندې فقیه لپاره دالاز مي نده ،چې خامخا به دا مجتهد وي ،دهغه احکامو په یوه ټیټ شمیرکې فقهاووکلام کړی ،چې یو شخص یې یاد کړي او دفقیه لقب ورکړل شي ،او دې پایلې ته پکې رسیدلی وي ، چې دا موضوع به عرف ته پاتي شي ،چې (چې دڅومره مسایلوپه حفظ یوه چاته دفقیه خطاب کیدای شي )اودا مونږ کولای شو چې جوته کړو، چې زمونږ ننی عرف پر هغه چا دفقیه اطلاق کوي ،چې هغه دفقه له خورو ورو بابونو څخه دحکم ځای ځایږی معلومولای شي، ترڅو ورته داړتیا پر وخت رجوع اسانه وي ،اوپه ځینو اسلامي هیوادونوکې عوام یا ولسي وګړي حتی هغه چاته هم فقیه وایې، چې دقرآنکریم حافظ وي ،پداسې حال کې چې په معنی یې هم نه پوهیږي .فقهاء پدې متفق دي چې فقیه النفس هغه چاته ویل کیږي چې که هغه مقلد هم وي، خو بایدچې معلومات او اطلاع یې زیاته ،نفس او ادارک یې غښتلی او دسلیم فقهي ذوق خاوند وي ،
.دفقه دویم تعریف :دشرعي او عملي مسایلو او احکامو په مجموعه یا ټولګه یې اطلاق کیږي ،اودا اطلاق دهغې قبیلې نه دی چې اطلاق دمصدر وي او اراده ترې حاصل بالمصدر وي لکه پدې آیت کریمه کې چې : هَذَا خَلْقُ اللَّهِ } (1) أَيْ مَخْلُوقُهُ .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه الفاظ چې دفقه سره مرادف وي :
الأَلْفَاظُ ذَاتُ الصِّلَةِ بِلَفْظِ فِقْهٍ :
لَفْظُ " الدِّينِ " :
5 - يُطْلَقُ لَفْظُ الدِّينِ لُغَةً عَلَى مَعَانٍ شَتَّى ، فَهُوَ مِنْ قَبِيلِ الأَلْفَاظِ الْمُشْتَرَكَةِ . وَالَّذِي يُهِمُّنَا فِي هَذَا الْمَقَامِ هُوَ بَعْضُ هَذِهِ الْمَعَانِي الَّتِي تَتَّصِلُ بِمَوْضُوعِنَا ، وَهِيَ الْجَزَاءُ ، كَمَا فِي قَوْله تَعَالَى { مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ } (سورة الفاتحة / 4) وَمِنْ ذَلِكَ قَوْلُهُ - جَلَّ شَأْنُهُ - : { قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ } (سورة الصافات / 51 ـ 53) أَيْ لَمَجْزِيُّونَ . وَمِنْهَا الطَّرِيقَةُ ، وَمِنْ ذَلِكَ قَوْله تَعَالَى : { لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينٌ } (سورة الكافرون / 6) وَمِنْهَا الْحَاكِمِيَّةُ كَقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ } (سورة الأنفال / 39) أَيْ حَاكِمِيَّتُهُ وَانْفِرَادُهُ بِالتَّشْرِيعِ . وَمِنْهَا الْقَوَاعِدُ وَالتَّقْنِينُ وَمِنْ ذَلِكَ قَوْله تَعَالَى : { قَاتِلُوا الَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلا بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ } (سورة التوبة / 29) وقَوْله تَعَالَى : { شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ } (سورة الشورى / 13) فَهَاتَانِ الآيَتَانِ تَدُلانِ عَلَى أَنَّ الدِّينَ هُوَ الْقَانُونُ الَّذِي ارْتَضَاهُ اللَّهُ لِعِبَادِهِ .
أَمَّا الدِّينُ اصْطِلاحًا فَإِنَّهُ - عِنْدَ الإِطْلاقِ - يُرَادُ بِهِ مَا شَرَعَهُ اللَّهُ لِعِبَادِهِ مِنْ أَحْكَامٍ ، سَوَاءٌ مَا يَتَّصِلُ مِنْهَا بِالْعَقِيدَةِ أَوِ الأَخْلاقِ أَوِ الأَحْكَامِ الْعَمَلِيَّةِ . وَهَذَا الْمَعْنَى يَتَّفِقُ مَعَ مَدْلُولِ لَفْظِ الْفِقْهِ فِي أَوَّلِ الأَمْرِ كَمَا تَقَدَّمَ ، فَيَكُونَانِ - بِهَذَا الاعْتِبَارِ - لَفْظَيْنِ مُتَرَادِفَيْنِ .
پدې عبارت کې دفقهي مترادف کلمات ذکرشول ،چې فقه ددین او شریعت سره په اصطلاحي معنی دیوه مفهوم افاده کوي ،بیا ددین لغوي معنی ولیکل شوه، چې دین په لغت کې په ډیرو معناووراځي ،لکه چې څو یې دادي سزا،طریقې ،حاکمیت قواعدو او تقنین داسې نور......خوپه اصطلاحي معنی سره دین چې دفقه سره مرادف دی ،پدې تعریف سره یې ترادف راځي، چې دین عبارت دی له هغواحکامو څخه چې څښتن تعالی دخپلو بندګانو لپاره شریعت ګرځولی وي ،عام له دې څخه چې هغه چې له عقیدې سره اړه پیدا کوي ،که له اخلاقو سره اوکه له عملي احکامو سره وي ،چې پدې اعتبار بیا دفقه سره ترادف لري ،
لَفْظُ " الشَّرِيعَةِ ، وَالشِّرْعَةِ " .
7 - الشَّرِيعَةُ فِي اللُّغَةِ : الْعَتَبَةُ وَمَوْرِدُ الشَّارِبَةِ ، وَمِثْلُهَا شِرْعَةٌ . وَعِنْدَ عُلَمَاءِ الإِسْلامِ تُطْلَقُ عَلَى مَا يُطْلَقُ عَلَيْهِ اسْمُ الشَّرْعِ . وَمِنْ ذَلِكَ قَوْله تَعَالَى : { ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنْ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ) سورة الجاثية / 18 وقَوْله تَعَالَى : { شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ } (سورة الشورى / 13) فَهَاتَانِ الآيَتَانِ تَدُلانِ عَلَى أَنَّ الدِّينَ هُوَ الْقَانُونُ الَّذِي ارْتَضَاهُ اللَّهُ لِعِبَادِهِ .
لنډ مطلب :شریعت په لغت کې د دروازې درشل ((العَتَبَةُ ( مُحَرَّكَةً ) : أُسْكُفَّةُ البابِ أو العُلْيا منهُما))او داوبو دڅښونکیوځای یاداوبو چېنې (ويكون ظاهِراً مَعيناً لا يُستَقى بالرِّشاءِ/تاج العروس)ته وایي ،او دعلماوو له نظره هغه څه ته ویل کیږي ،چې دشریعت اطلاق په هغه باندې کیږي ،لکه په مذکوره آیت شریف کې کې همدا مفهوم پروت دی ......
لَفْظُ " الشَّرْعِ " :
6 - أَمَّا لَفْظُ شَرْعٍ فَهُوَ مَصْدَرُ شَرَعَ لِلنَّاسِ كَذَا ؛ أَيْ سَنَّ لَهُمْ كَذَا ، ثُمَّ اسْتُعْمِلَ هَذَا اللَّفْظُ فِي الْمَشْرُوعِ ، فَيُقَالُ : هَذَا شَرْعُ اللَّهِ ؛ أَيْ مَا شَرَعَهُ اللَّهُ وَسَنَّهُ لِعِبَادِهِ . وَمِنْهُ قَوْله تَعَالَى : { شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ } (3) وَالشَّرْعُ فِي اصْطِلاحِ عُلَمَاءِ الإِسْلامِ : هُوَ مَا سَنَّهُ اللَّهُ لِعِبَادِهِ مِنْ أَحْكَامٍ عَقَائِدِيَّةٍ أَوْ عَمَلِيَّةٍ أَوْ خُلُقِيَّةٍ . وَبِهَذَا يَتَبَيَّنُ لَنَا أَنَّ لَفْظَ " شَرْعٍ " مُرَادِفٌ لِلَفْظَيِ الدِّينِ وَالْفِقْهِ بِالاعْتِبَارِ السَّابِقِ ، وَإِنْ كَانَ لَفْظُ " شَرْعٍ وَدِينٍ " يُعْتَبَرَانِ لَفْظَيْنِ عَامَّيْنِ بِالنِّسْبَةِ لِلْمَعْنَى الَّذِي اسْتَقَرَّ عَلَيْهِ رَأْيُ الْمُتَأَخِّرِينَ مِنَ الأُصُولِيِّينَ وَالْفُقَهَاءِ .
خلص مطلب :دشرع لفظ مصدر دی ،چې دیوې طریقې او منهج په معنی سره راځي ،اوپه اصطلاح کې هغه اعتقادي ،اخلاقي او عملي احکام دي ،چې الله خپلو بندګانو ته دیوه شریعت او قانون په بڼه وضع کړي وي ،نوددې څخه په ډاګه شوه ،چې دشرع لفظ دمخکیني اعتبارله مخې دفقه او دین له الفاظوسره مرادف دی ......
لَفْظُ " التَّشْرِيعِ " :
8 - التَّشْرِيعُ لُغَةً مَصْدَرُ شَرَعَ ، أَيْ وَضَعَ قَانُونًا وَقَوَاعِدَ . وَفِي الاصْطِلاحِ هُوَ خِطَابُ اللَّهِ تَعَالَى الْمُتَعَلِّقُ بِالْعِبَادِ طَلَبًا أَوْ تَخْيِيرًا أَوْ وَضْعًا وَمِنْ هُنَا يَنْبَغِي أَنْ يُعْلَمَ أَنَّهُ لا حَقَّ فِي التَّشْرِيعِ إِلا لِلَّهِ وَحْدَهُ ، كَقَوْلِهِ تَعَالَى : { إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ } (سورة الأنعام / 57) فَلَيْسَ لأَحَدٍ - كَائِنًا مَنْ كَانَ - أَنْ يَشْرَعَ حُكْمًا ، سَوَاءٌ مَا يَتَّصِلُ بِحُقُوقِ اللَّهِ أَوْ حُقُوقِ الْعِبَادِ ؛ لأَنَّ هَذَا افْتِرَاءٌ عَلَى اللَّهِ ، وَسَلْبٌ لِمَا اخْتَصَّ بِهِ نَفْسَهُ : { وَلا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لا يُفْلِحُونَ مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ } (سورة النحل / 116 ، 117)
وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - مَعَ عُلُوِّ مَكَانَتِهِ - لَيْسَ لَهُ حَقُّ التَّشْرِيعِ وَإِنَّمَا لَهُ حَقُّ الْبَيَانِ ، وَعَلَيْهِ وَاجِبُ التَّبْلِيغِ : { يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ } (سورة المائدة / 67) وَيَقُولُ تَعَالَى : { وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ } () وَكَقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ } (سورة النحل / 44)
وَهَذَا مَا أَجْمَعَ عَلَيْهِ الْمُسْلِمُونَ قَاطِبَةً ، بَلْ أَجْمَعَتْ عَلَيْهِ الشَّرَائِعُ السَّمَاوِيَّةُ كُلُّهَا ، وَلَمْ يَشِذَّ عَنْ ذَلِكَ إِلا الَّذِينَ رَفَضُوا الانْصِيَاعَ إِلَى شَرَائِعِ اللَّهِ جُمْلَةً وَتَفْصِيلا .
وَسَنُبَيِّنُ - إِنْ شَاءَ اللَّهُ - ذَلِكَ بِالتَّفْصِيلِ فِي الْمُلْحَقِ الأُصُولِيِّ ، مُبَيِّنِينَ الْمَذَاهِبَ وَالأَدِلَّةَ الَّتِي لا تَدَعُ مَجَالا لِلشَّكِّ فِي أَنَّ الْحُكْمَ لِلَّهِ وَحْدَهُ .
. لنډمطلب :تشریع دشرع مصدر دی ،دقانون او قواعدو وضع اوتدوین ته وایي اوپه اصطلاح کې دا دالله هغه خطاب دی ،چې دبنده ګانو سره اړه لري، دطلب ،وضع او تخییر له حیثه ،نوددې ځایه مناسب داده ،چې معلومه کړای شي ،چې په تشریع کې دالله نه په غیر دبل چا حق نشته ،لکه الله چې هم فرمایي ژباړه :حکم به نوي مګر یوازې الله ته به وي حق بیانوي اوهغه ښه فیصله کوونکی ذات دی)نوهیچاته ددې حق نشته چې کوم حکم تشریع کړي، عام ددې نه چې په حقوق الله پورې اړه لري ،که حقوق العباد پورې ،ځکه دا الله پورې افتراء ده ،اودهغه څه سلب دی ،چې هغه ځان ته مختص کړی د ی،دحضرت پیغمبر دلوړ شان اوستر مقام سربیره بیا هم ورته دتشریع حق نه و حاصل ،بلکې دبیان حق ورته حاصل و،او دتبلیغ کولونه دتشریع ،دا هغه خبره ده چې ټولومسلمانانوپرې اجماع کړي، بلکې پردې دټولواسماني شرایعومتفقه اجماع ده ،مګر هغه خلک به دا اجماع نه مني چې دالله دشرایعو دالتزام رفض کوي تفصیلا ً یې نه مني یا اجمالا ً....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اجْتهاد
9 - الاجْتِهَادُ لُغَةً مَأْخُوذٌ مِنَ الْجَهْدِ ، وَهُوَ الْمَشَقَّةُ أَوِ الْوُسْعُ أَوِ الطَّاقَةُ . قَالَ فِي الْقَامُوسِ : الْجَهْدُ : الطَّاقَةُ وَالْمَشَقَّةُ . . . إِلَى أَنْ قَالَ : وَالتَّجَاهُدُ بَذْلُ الْجَهْدِ كَالاجْتِهَادِ .
وَسَوَاءٌ كَانَ ذَلِكَ فِي مَعْرِفَةِ حُكْمٍ شَرْعِيٍّ اعْتِقَادِيٍّ أَوْ عَمَلِيٍّ ، أَوْ مَعْرِفَةِ حُكْمٍ لُغَوِيٍّ أَوْ مَسْأَلَةٍ عَقْلِيَّةٍ ، أَوْ كَانَ فِي أَمْرٍ مَحْسُوسٍ كَحَمْلِ شَيْءٍ ، وَلا يُقَالُ : اجْتَهَدَ فِي حَمْلِ وَرْدَةٍ
وَأَمَّا الاجْتِهَادُ عِنْدَ عُلَمَاءِ الْفِقْهِ أَوِ الأُصُولِ فَقَدْ عَرَّفُوهُ بِتَعَارِيفَ مُتَقَارِبَةٍ فِي أَلْفَاظِهَا وَمَعَانِيهَا . وَإِذَا كَانَ قَدْ أُورِدَ عَلَى بَعْضِ هَذِهِ التَّعَارِيفِ اعْتِرَاضَاتٌ تَرْجِعُ إِلَى الصِّنَاعَةِ اللَّفْظِيَّةِ ، فَكُلُّهَا تَدُورُ حَوْلَ بَذْلِ الْجَهْدِ وَالطَّاقَةِ لِمَعْرِفَةِ الْحُكْمِ الشَّرْعِيِّ-مِنْ دَلِيلِهِ . وَأَدَقُّ مَا قِيلَ فِي تَعْرِيفِهِ مَا ذَهَبَ إِلَيْهِ صَاحِبُ مُسَلَّمِ الثُّبُوتِ : (1) " إِنَّ الاجْتِهَادَ هُوَ بَذْلُ الطَّاقَةِ مِنَ الْفَقِيهِ فِي تَحْصِيلِ حُكْمٍ شَرْعِيٍّ ظَنِّيٍّ " . (۱)هو محب الله بن عبد الشكور البهاري ، من علماء الهند المتوفى سنة 1119 هـ وسنة 1707 م . ويعتبر هذا الكتاب خاتمة ما كتب قديما في علم أصول الفقه . وقد جمع بين الطريقتين المشهورتين في تدوين هذا العلم ، وهما طريقة المتكلمين وطريقة الحنفية 2 / 362 .))
وَمِنْ هُنَا يَتَبَيَّنُ لَنَا أَنَّ الاجْتِهَادَ لا يَكُونُ إِلا فِي الْمَسَائِلِ الظَّنِّيَّةِ . وَهُوَ بِهَذَا الْمَعْنَى يَتَّفِقُ مَعَ الْفِقْهِ فِي أَكْثَرِ مَسَائِلِهِ ، وَإِنْ كَانَ الْفِقْهُ يَتَنَاوَلُ بِالْمَعْنَى الَّذِي ذَهَبَ إِلَيْهِ الْفُقَهَاءُ الأَحْكَامَ الْقَطْعِيَّةَ الَّتِي تَتَنَاوَلُ الأَفْعَالَ ، كَقَوْلِهِمْ : الصَّلاةُ وَاجِبَةٌ ، إِلَى غَيْرِ ذَلِكَ . وَبَيَانُ مَسَائِلِ الاجْتِهَادِ بِالتَّفْصِيلِ سَتَكُونُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ فِي الْمُلْحَقِ الأُصُولِيِّ لِهَذِهِ الْمَوْسُوعَةِ .
دپورتني عبارت لنډه شرح :اجتهادلغت کې له جهدنه مشتق شوی دی ،او دا تکلیف ،مشقت ،وسع او طاقت ته وایي ،عام ددې نه چې دامشقت دکوم اعتقادي او عملي حکم په پیژندنه کې وي ،که دلغوي حکم یاعقلي مسئلې په معرفت کې وي ،یا که دکوم محسوس امر په باب وي ،اواجتهاد دعلم فقه او اصولودعلماووله نظره ددلیل څخه دیوه شرعي حکم دمعرفت لپاره خپل کوشش اودطاقت دځواک مصروفول دي ،خود (مسلم الثبوت) مصنف یې یو ښه تعریف داسې کړی دی، چې اجتهادیوې ظني شرعي مسئلې دتحصیل لپاره دفقیه دطاقت مصروفول دي .چې ددې تعریف نه داسې ښکاري چې اجتهادپه ظني مسایلو کې کیږي ،دا تعریف به دفقه سره په زیاتو مسایلو موافقت وکړي ،اګرکه فقه په هغه معنی چې فقهاوویې تعریف کړی هغو قطعي مسایلو ته شاملیږي لکه لمونځ واجب دی ،او هم اجتهادي مسایلوته .................
اجـــــتهاد او مذاهبو ته د اړتیا لاملونه :
داجتهاد دمینځته راتلو او دمذاهبو داړتیاپه اړه الموسوعة الفقهیة الکویتیة کې داسې لیکی چې :
10 - يَثُورُ بِمُنَاسَبَةِ الْحَدِيثِ عَنِ الأَحْكَامِ الظَّنِّيَّةِ الاجْتِهَادِيَّةِ الَّتِي هِيَ مَثَارُ اخْتِلافِ الْفُقَهَاءِ قَدِيمًا وَحَدِيثًا تَسَاؤُلٌ حَاصِلُهُ : أَمَا كَانَ الأَجْدَرُ أَنْ تَأْتِيَ النُّصُوصُ وَالأَدِلَّةُ قَطْعِيَّةً حَتَّى لا يُفْتَحَ بَابُ الاخْتِلافِ الَّذِي هُوَ مَثَارُ الْخِلافِ وَالشِّقَاقِ بَيْنَ أَهْلِ الْمِلَّةِ الْوَاحِدَةِ ، حَتَّى اسْتَبَاحَ بَعْضُهُمْ دَمَ بَعْضٍ ؟ ! ! فَنَقُولُ ، وَبِاللَّهِ التَّوْفِيقُ :
إِنَّ الأَحْكَامَ الَّتِي هِيَ أَسَاسُ الدِّينِ سَوَاءٌ مَا يَتَّصِلُ مِنْهَا بِالْعَقِيدَةِ أَوِ الأُمُورِ الْعَمَلِيَّةِ قَدْ وَرَدَتْ فِي آيَاتٍ مُحْكَمَةٍ لا تَحْتَمِلُ التَّأْوِيلَ وَلا تُثِيرُ الاخْتِلافَ ؛ لأَنَّ اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى أَرَادَ أَنْ تَكُونَ هَذِهِ الأُمُورُ ثَابِتَةً عَلَى مَرِّ الْعُصُورِ ، كَأَكْثَرِ أَحْكَامِ الْمَوَارِيثِ وَأُصُولِ أَحْكَامِ الأَحْوَالِ الشَّخْصِيَّةِ ، وَآيَاتِ الْحُدُودِ وَالْقِصَاصِ .
أَمَّا الْمَسَائِلُ الْقَابِلَةُ لِلتَّطَوُّرِ فَقَدْ جَاءَ الْقُرْآنُ الْكَرِيمُ فِي شَأْنِهَا مُوَضِّحًا الْخُطُوطَ الرَّئِيسَةَ ، وَكَانَتْ مَحَلا لاخْتِلافِ الأَنْظَارِ . وَاخْتِلافُ النَّظَرِ - إِذَا لَمْ يَكُنْ مَبْنِيًّا عَلَى الْهَوَى وَالتَّشَهِّي - فَهُوَ رَحْمَةٌ لِلأُمَّةِ ، فَقَدِيمًا اخْتَلَفَ الصَّحَابَةُ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْمَسَائِلِ ، وَلَمْ يَكُنْ هَذَا الاخْتِلافُ سَبَبًا لِلْمُنَازَعَةِ ، وَكَانَ يُصَلِّي بَعْضُهُمْ خَلْفَ بَعْضٍ مِنْ غَيْرِ نَكِيرٍ ؛ لأَنَّ كُلا مِنْهُمْ كَانَ يَرَى أَنَّ مَا ذَهَبَ إِلَيْهِ هُوَ الصَّوَابُ مَعَ
- 19 -احْتِمَالِ الْخَطَأِ ، وَمَا ذَهَبَ إِلَيْهِ غَيْرُهُ خَطَأٌ مَعَ احْتِمَالِ الصَّوَابِ . فَلَمَّا نَجَمَتِ الْفِتْنَةُ تَحَكَّمَتِ الأَهْوَاءُ ، فَكَانَ الاخْتِلافُ فِي الرَّأْيِ سَبَبًا لِلشِّقَاقِ . وَالْمُتَتَبِّعُ لِسُنَّةِ اللَّهِ فِي خَلْقِهِ سَوَاءٌ مَا يَتَّصِلُ بِالتَّشْرِيعِ أَوِ الإِبْدَاعِ يَجِدُ أَنَّهُ مَا مِنْ خَيْرٍ إِلا وَيَشُوبُهُ بَعْضُ الشَّرِّ . وَالَّذِي يُقَارِنُ بَيْنَ الْخَيْرِ فِي وُجُودِ الظَّنِّيِّ مِنَ النُّصُوصِ الَّذِي هُوَ مَثَارُ اخْتِلافِ الأَنْظَارِ ، وَمَا قَدْ يَشُوبُهُ مِنْ شَرٍّ ، يُدْرِكُ أَنَّ الْخَيْرَ كُلَّ الْخَيْرِ فِيمَا وَقَعَ ، فَإِنَّ جُمُودَ الأَفْكَارِ - لَوْ جَاءَتِ النُّصُوصُ كُلُّهَا قَطْعِيَّةً - يَكُونُ بَلاءً دُونَهُ كُلُّ بَلاءٍ .
وَالتَّارِيخُ شَهِدَ بِصِدْقِ هَذَا ، فَإِنَّ الآرَاءَ الْمَبْنِيَّةَ عَلَى الْهَوَى ، وَالَّتِي نَجَمَ عَنْهَا مَا نَجَمَ مِنْ فِتَنٍ ، قَدِ انْدَثَرَتْ آثَارُهَا ، وَلَمْ يَبْقَ لَهَا إِلا آثَارٌ فِي بُطُونِ الْكُتُبِ ، نَقَلَهَا النَّاقِلُونَ لِتَشْهَدَ لِهَذِهِ الأُمَّةِ عَلَى سَعَةِ صَدْرِهَا ، وَحُرِّيَّةِ الرَّأْيِ فِيهَا ، وَلَكِنَّهَا ذَهَبَتْ كَغُثَاءِ السَّيْلِ ، وَانْطَفَأَتْ كَوَمِيضِ الْبَرْقِ : { فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ } (1) . عَلَى أَنَّهُ لَوْ جَاءَتِ النُّصُوصُ الشَّرْعِيَّةُ كُلُّهَا قَطْعِيَّةً لَقَالَ قَائِلُهُمْ : هَلا كَانَ لَنَا مَجَالٌ لِلاجْتِهَادِ حَتَّى لا تَجْمُدَ عُقُولُنَا ، وَنُصْبِحَ أَمَامَ نُصُوصٍ جَامِدَةٍ ؟ .
(الموسوعة الفقهیة ج۱ ص۱۹)
لنډ مطلب او ژباړه : دفقهاووهغه اختلاف ته په کتو چې له ظني اجتهادي احکامو له خبرې راپیدا شوی ،دادی چې ځینې خلک داسې پوښتنه کوي، چې آیا مناسب دانه وه، چې ټول نصوص او دلایل قطعي وی ؟،نو پایله به داوی چې دیوه دین پیروان به خپلوکې دشقاق او اختلاف له غباره بچ وی او یوبه دبل وینوته نه وی ناست ؟؟ددې پوښتنې ځواب ډیر څرګند او ښکاره دی ،اوهغه داسې چې :کوم احکام چې ددین اساس او بنسټ جوړوي او ددین دتهداب بنسټزې خښتې دي ،عام له دې نه چې اعتقادي وي ،که عملي ،هغه ټول له داسې آیتونوڅخه مستنبط دي چې خورا محکم اود تاویل اړتیا یې نشته اونه پکې داختلاف ځای شتون لري ،ځکه څښتن تعالی غوښتل چې دادین دې په پیړیو پیړیوتلپاتي وي اوله تنسیخ نه دې مصئون وي ،لکه دمیراث زیات احکام ،دشخصي احوالو اصول او دحدودواو قصاص آیتونه ، اوهغه مسایل چې دبدلون اوتحول قابلیت لري، نو قرآنکریم یې په باب لومړنۍ یا دسر کرښې ،یاهم لومړنی حالت توضیح او تشریح کړی دی اونور بیا دنظریاتواو افکاروداختلاف محل ګرځیدلی، ترڅو پورې چې د نفسي خواهشاتو اوغوښتنوپه محور ونه څرخي ،نو دا ډول اختلاف رحمت دی ،وړاندې صحابوو په مسایلو کې سره اختلاف کړی ،خو دا اختلاف یې دجګړې سبب ندی ګرځیدلی ،اوهغوئ به یو دبل پسې له کوم نکیر پرته لمونځ کاوه او داځکه چې هریو پدې پوهیده ،چې هغه چې ده په کومه مسئله عمل کړی صحیح ده، خو دتیروتنې احتمال هم پکې شته، اوهغه چې دې بل ورته ذهاب کړی ،تیروتنه یې کړي ،خو دصحت احتمال هم پکې شته ،خو اوس چې فتنې او خواهش پالنه زیاته شوه ،نودرأی اختلاف دشقاق سبب دی ،که چیرته په پیدایښت کې دالله سنت وکتل شي ،نوهم لیدل کیږي به ،چې هیڅ یو خیر به نوي ،مګردبعضې شرخلط به ورسره وي،هغه چې دخیر سره پیوست وي، دبعضې نصوصودظني وجود نه ،هغه دنظریاتوداختلاف ځای وي ،اوهغه چې دکوم شرسره مختلط وي ،موندل کیږي چې خیر په تمامه معنی سره هغه دی چې واقع شوی وي ،ځکه دافکارو، جمود،( که چیرته ټول نصوص قطعي وي )دا به هم یوه ابتلاء او بلاء وي .تاریخ پدې شاهد دی، چې هغه رأیې چې په خواهشاتومبتني وي ،نن یې نښې نښاني هم نشته ،صرف دکتابونو بطن کې یې نقل موجود دی ،ددې لپاره یې نقل کړي چې وروستنی امت پوه شي ،چې په لومړنیوکې وسعت نظري او درأیې آزادي موجوده وه ،خو نن دسیلاب دځږ غوندې له منځه لاړل ،سربیره پردي که چیرته شرعي نصوص ټول قطعي وی، نو خلکو به ویلې چې ولي پکې داجتهاد مجال نشته او ولې مو عقلونه جامد پاتې شول ؟او ........
نوربیا .......