پمپ کراسي زنده باد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68892
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2020-01-05

 

غله د امریکا په زور راغلي د جهاد نارې وهي
هر پست یې بیا دغر او شمشاد نارې وهي
دا چې دلته راغلې د درواغو ډیموکراسۍ ده
چې پر هر یوه زور راسي ډ یموکراسۍ برباد نارې وهي
ځنګل کې تر هغه کراره کراري ده چې ځناور آزاد وي
چې د یوه په کولمه کې بند سي د ګرد کراسي باد نارې وهي
په دوړه کې دوطن دوست او دښمن کله مالومیږي
دښمن چې دهغه په ګټه وي ورته د زنده باد نارې وهي
چې دهر خاین نارواګټو ته څوک ګوته ونیسي
هغه وطن دوست ته بیا سبا د مرده باد نارې وهي
دغلطي ډیموکراسۍ نبض دې خلکو ته ښه مالوم دی
چې موټر یې پنچرسي بیا پمپ کراسي زنده باد نارې وهي
قانون لکه ګېند څو نفرو لنډغرو په منګولوکې نیولی
هر قانون ته په ملنډو دا دی بل کاغذ باد ناري وهي
تر کله به دې ملک کې کراسي زنده باد کراسي مرده باده وي
ترڅوبه دا خوار ملت د هر زورور د پوف کراسي بادنارې وهي
دلته د ښه سړي او وطن زنده باد له منځه تللی دی
هر ګوند یوازې زما زما د خړس کراسي زنده باد نارې وهي