د نيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دافغان بنسټ دمبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68752

دخبریدو نیټه : 2019-05-31

قاتل دميني په مخ راغى
ورځ داخترده ورته غاړه ورکومه

د کايناتو د ستر پالونکي په نامه


د امريکا متحد ايالاتو کې افغان بنسټ تر هر چا لومړي د نيکمرغه کوچني اختر رارسيدو له امله ټولو هغو کورنيو ته چې دشهيدو شوو غړو ويرلمانځنه يي لا ختمه نده. دوهم هغو يتيمو کوچنيانوته چې د پلار دميني، عاطفي ، لوريني او پيرزويني سيوري پرته داختر هرکلي کوي ، دريم هغو ميندو ته چې دبچيانو ځوانيمرګۍ اوښکي يي تر اوسه دمخ په کونځو کې لاري جوړوي، او په اخر کې د هيواد دننه او بهر ټولو افغانانو او دنړۍ مسلمانانو ته دنيکمرغه لوي اختر مبارکي وايي.

افغان بنسټ له ټولو هيوادوالو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې ټول افغانان سره يوموټي، متحد او په يو اتفاق شې ترڅو ګران هيواد افغانستان کې سوله او ارامي راشي.
افغانستان د ټولو اقوامو ګډ کور دي، او دا کور به په ګډه ساتو او په ميړانه به تري دفاع کوو.

الله دي وکړي چې دا نيکمرغه لوي اختر دسولي، دايمي اوربند، ثبات، امنيت، ميني، وروولۍ، ديوموټي او متحد افغانستان زيری له ځان سره راوړي.

دمتحد افغانستان په هيله

افغان بنسټ
امريکا متحده ايلات