د مولانا جلال الدين محمد بلخي د زېږېدو اته سوه پنځه دېرشمې کاليزې د سيمينار په اړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68471

دخبریدو نیټه : 2018-08-30

ټاکل شوې ده   چې ۱۳۹٧ لمریز کال د  وږي (سنبلې) د میاشتې پر (١٠) نېټه  د شنبې په ورځ ، چې د ٢٠١٨ م کال  د سپتمبر  له (لومړۍ) نېټې سره برابره ده،  د سهار پر  ۹ بجو  د افغانستان د علومو اکاډمي د كانفرانسونو په تالار كې،چې د نوي ښار د پارك تيلو ټانك ته مخامخ موقعيت لري، (د مولانا جلال الدين محمد بلخي د زېږېدو اته سوه پنځه دېرشمه کاليزه ) تر سرليک لاندې   يوه  ورځنى علمي ــ څېړنيز سمينار جوړ شي.

په دې علمي ــــ څېړنيزسمينار کې  د   افغانستان  او سيمې په كچه پوهان ، څېړونكي، سياستوال او نامتو شخصيتونه گډون كوي. له تاسو  څخه په خورا  درنښت هيله کوو،چې په ياد  علمي – څېړنيز سيمينار کې له موږ سره د خبري پوښښ په موخه ګډون وکړئ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.