خبرتیا : په اسلامي شريعت کې د فقر او ګدايي د مخنيوي لارې چارې د سمينار په اړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68452

دخبریدو نیټه : 2018-08-04

ټاکل شوې ده   چې ۱۳۹٧ لمریز کال د  زمري (اسد) د میاشتې پر (١٥) نېټه  ، چې د ٢٠١٨ م کال  د اګست  له (٦) مې نېټې دوشنبې ورځې سره برابره ده،  د سهار پر  ۹ بجو  د افغانستان د علومو اکاډمي د كانفرانسونو په تالار كې،چې د نوي ښار د پارك تيلو ټانك ته مخامخ موقعيت لري، (په اسلامي شريعت کې د فقر او ګدايي د مخنيوي لارې چارې ) تر سرليک لاندې   يوه  ورځنى علمي ــ څېړنيز سمينار جوړ شي.

په دې علمي ــــ څېړنيزسمينار کې  د افغانستان  او سيمې په كچه پوهان ، څېړونكي ، سياستوال او نامتو شخصيتونه گډون كوي. له تاسو  څخه په خورا  درنښت هيله کوو،چې په ياد  علمي – څېړنيز سيمينار کې له موږ سره د خبري پوښښ په موخه ګډون وکړئ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.