یوولسم څپرکی
وحید سبا د ټولو زده کوونکو څخه مخکی ښوونځي ته لاړ، د مخ په قطار کی یی ځانته یوه چوکی غوره کړه، ورو ورو نور زده کوونکی هم را پیدا شول او په یوه شیبه کی ټولګې د زده کونکو ډک شو. ښوونکی کتاب خلاص کړ، مخ یی زده کونکو ته واړاوه او ویی ویل چی د پرون لوست څوک تکراروی، وحید چی د شپی یی تر ناوخته ټول درسونه تکرار کړی و، لاس یی پورته کړ او په دی ډول یی ښوونکی په تعجب کی واچاوه، ښوونکی هم وحید ته اشاره وکړه، ویی ویل: شاباش وحیده، ستا خو لومړی ورځ ده او داسی معلومیږی چی د شپی دی سبقونه تکرار کړی وی، زیاته یی کړه تکرار یی کړه.
وحید په ډیره زړورتیا سره د ټولګۍ مخته ودرید، ټول سبق یی بیله دی چی کومه غلطی وکړی تکرار کړی، مخ یی ښوونکی ته واړاوه او داسی ښکاریدل چی د ناستی لپاره اجازه غواړی، ښوونکی هم لاس د وحید پر سر را کش کړ او ویی ویل: شاباش وحیدجانه، زه په تا ویاړم او باور لرم چی د کال تر اخره به ښه وځلیږی، زیاته یی کړه ورځه کښینه.
وحید هم ولاړ او پر خپل ځای کښیناست، خوشحاله و، چې د ښوونکی ملاتړ یی تر لاسه کړی و، وړوکئ وحید د ژوند ناخوالو داسی پوخ کړی و چې د هیڅ ډول ستونزو نه یی ډار نه درلود، د ژوند په لومړیو کلو کی یی دومره تودی او سړی لیدلی وی چې د ټول ژوند د پاره یی کفایت کاوه. وحید جسمأ خو وړوکی و خو روحأ دومره قوی او پیا وړی و چی په ځان کی دهر ډول ستونزو سره د مقابلی توان درلود. وحید په دی ښه پوهیده چی څرنګه د ښوونکو، مشرانو او کشرانو سره چلند وکړی.
وحید په خورا شوق سره ښوونځي ته دوام ورکاوه، سهار وخته دوکان ته تی اخباریی تقسیمول، بیا یی د بهلول سره په دوکان کی مرسته کول، پسله غرمی ښوونځي ته تی، د شپی تر ناوخته پوری یی سبق وایه، نه یی غوښتل چی په ښوونځۍ کی د نورو نه وروسته پاته شی، په لنډو ورځو کی یی ځان د ښوونځۍ د چاپیریال سره اشنا کړ، ښوونکی یی په دوستانو بدل شول.
تعلیمی کال پای ته ورسید، ازموینه ختمه شوه، سباته د نتایجو ورځ وه، چی ښوونکی وحید ځانته را وغوښت او ورته ویی ویل: کیدای شی سبا دی پلار دځان سره راولی؟
وحید حیران پاته شو، فکر یی وکړ، چی ناکامه شوی دی، خو هغه پخپل ځان باور درلود، هره ورځ یی ټولو پوښتنوته سم ځوابونه ورکړی و، مخ یی ښوونکی ته واړاوه ویی ویل: ښوونکی صاحب خیریت خو به وی، لومړی خو داچی زما پلاردی خدای وبخښی خپل عمریی تاسوته بخښلی دی، او دویم داچی غواړم پوه شم چی ولی مو له مانه دارنګه غوښتنه وکړه؟
ښوونکی د وحید د پلار د مرګ دخبر په اوریدو سخت خپه شو، مسکی شو ویی ویل: وبخښه وحید جانه زه نه پوهیدم چی ستاسو پلار وفات شوی دی، خیر دی کیدای شی د پلار په ځای دی د کورنۍ یو بل مشر د ځانه سره راولی، ښوونکی زیاته کړه علت یی دادی چی تا د ټولګۍ تر ټولو لوړی نمری اخیستی دی او د ښوونځی اداری پریکړه کړیده تر څو تا او ستا په شان نور لایق شاګردان و ستایی.
وحید ددی خبری په اوریدو سره وغوړید، په جامو کی نه ځاییده، د ټولګی تر ټولو لوړه درجه یی تر لاسه کړی وه!! مسکی شو ویی ویل، سمه ده ښوونکی صاحب کیدای شی ماما یا تره می راولم؟
ښوونکی: یقینأ حتی کیدای شی دواړه راولی.
وحید د ښوونځی نه د کور په لور روان شو، په لاره روان و، فکر یی په شا لاړ، د پیښور د پولو نه را تیر شو، په یوه شیبه کی تر کابل او چهارده پوری ورسید، د کلی خاورینی کوڅی یی ورپه زړه شوی، پلاری یی ورپه یاد شو، حتی هغه شپه چی به لومړی ځل یی باروت لیدلی و، ورپه زړه شوه، مړی اوښکی یی ترسترګو روانی وی، او د کور په لور یی ځان نژدی کاوه.
کورته نژدی شو، اوښکی یی پاکی کړی، او په دروازه ننوت، مور یی پر غولی مصروفه وه، وحید یی پام ځانته واړاوه، ځانته یی را وباله، پر مخ یی ښکل کړه او زیاته یی کړه، زویه راغلي؟
هو مور راغلم، ازموینه خلاصه شوه او ښوونځی هم تعطیل شوه.
مور: ښه دی زویه نو کومه ده پارچه دی راوړه؟
وحید: سباته به دخیره سره پارچه راوړم، خو باید یو یو څوک د ځانه سره بوزم
مور: زویه څوک د څه لپاره،
وحید ځان بی خبره و ښود، غوښتل یی مور حیرانه کړی، ویی ویل مور نه پوهیږم خو ښونکی راته وویل چی باید یو مشر د ځانه سره بوزم، زیاته یی کړه مور: ایا ته زما سره ځی؟
مور: مور دی بلا واخلی خامخا درسره ځم خو ښه به داوی چی ماما او یا هم کاکا بهلول دی د ځانه سره یو سی.
وحید دمور خبره ومنل او انتظار یی وایست چی د شپی ماماته دا خبره وکړی او هغه ښوونځی ته وبولی. ماښام یی دا خبره ماماته وکړه، هغه هم ومنل.
سبا کله چی وحید د بهلول سره هټی ته پر لاری و، وحید دا خبره بهلول ته وکړه او دهغه نه یی غوښتنه وکړه چی ښوونځی ته ورسره لاړشی.
وحید او بهلول دواړه د غرمی مړی پر وخت وخوړل او بیا دواړه د ښوونځۍ په نیت روان شول، ښوونځۍ ته ورسیدل، خورا ګڼه ګوڼه وه، د ښوونځی پر غولی ډیر میزونه او څوکی د میلمنواو زده کوونکو لپاره ترتیب شوی وو، یو لوی سټیژ هم اماده شوی و، غټی غټی سپیکری په څو ګوښو کی لګول شوی وی او استاد اول میر دا سندره یی خپروله:
دازموږ زیبا وطن دا زموږ لیلا وطن
دا وطن می ځان دی دا افغانستان دی
دا وطن می ځان دی
دا افغانستان دی
دا وطن دی ځان زموږ دا وطن ایمان زموږ
وایی په خاپوړو کی داسی ماشومان زموږ
دا مو دبابا وطن دامو د دادا وطن
په موږ باندی ډیر ګران دی
دا افغانستان
ځار یی د سندونو شم ځار یی د ډاګونو شم
ځاریی د خوړنو شم ځار یی له دی غرونو شم
دا زموږ اشنا وطن درد له مو شفا وطن
زړګی می پری روښان دی
دا افغانستان
سره ددی چی ښوونځۍ د هیواد د باندی په کډوالی کی فعالیت کاوه، خو ددی سندری نشر د هر کډوال افغان په زړه کی ملی ولولی ژوندی کولی، هرچاته یی کلی په زړ کاوه، او ددوی په رګ رګ کی د طن ملی احساسات را پارول، د ډیرو ګډونوالو د سترګونه د خوښی اوښکی روانی وی، او هریوه هیله کول ترڅو افغانستان یوه ورځ بیا افغانستان شی، د سیالانو سره سیال شی او دخپلو کډوالو بچو ټاټوبی شی، هر کډوال افغان پخپل زړه کی هم دا هیلی ژوندی ساتلی.
وحید او بهلول دواړه یوه، یوه چوکی خپله کړه، د استاد د اولمیر د سندری سره یوځای د تورخم د پولو تیرشول او د چهارده تر کوڅی پوری ورسیدل، زاړه یی یادونه یی یو یو د سترګو تیریدل چی نا څاپه موزیک غلی او یو ځوان د لوډسپیکر د لاری د ټولو راغلو کسانو پاملرنه ځانته واړول. وحید او ماما یی هم په یوه شیبه کی د سوچو د سفر نه راستانه شول او خپل هوښ او هواس یی د غونډی سره یوځای کړل. حمید هم راغلی و، او د وحید خواته ناست و، محفل داسی شروع شو.
دنن ورځی محفل ته راغلو میلمنو، محترمو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو، دنن ورځی دا محفل په دی موخه جوړ شویدی چی غواړو ددی تعلیمی کال پای و لمانځو، هغه زده کوونکی چی زیات زیار یی ایستلی دی، هغوی ته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړو او د کورنیو نه یی مننه وکړو چی ددی زدکونکو چی د راتلونکی رهبران تشکیلوی خپل سمه ونډه ادا کړیده.
ویاند، د ښوونځی و اداره چی ته بلنه ورکړه تر څو په لنډو جملو کی و راتلونکو میلمنون ته خپل پیام ورسوی.
د ښوونځۍ اداره چی یو د کډوالو افغانانو د جملی نه و، خپل وینا یی داسی راشروع کړه.
د زدکونکو درنو کورنیو، محترمو ښوونکو او زدکونکو.
له هرڅه مخکی اجازه راکړی، ترڅو ستاسو د بچیانو بریاوی د تعلیمی کال په اوږدو کی تاسوته دزړه د کومی مبارکی ووایم او تاسوته بلنه ورکړم چی د خپلو بچیانو چی په رښتیا د وطن راتلونکی په دوی پوری اړه لری وراتلونکی ته لا ډیر پاملرنه وکړی. ستاسو دبچیانو د زیار نتیجه زما په زړه او وجود کی دا روحیه ژوندی او پیاوړی کوی، چی افغان او افغانستان لا او س هم ژوندی دی او یوه ورځ به بیا د د یوه واحد ټاټوبی په ډول په پوره قووت راڅرګند شی او نړیوالو ته به و ښیی چی افغانستان په اسیا کی زړه دی او زړه به پاته شی......
د ادارچی د خبرو ورسته سمدلاسه د تصدیق نامو توزیع شروع شوه.
د څو نفرو د نومونو تر لوستلو وروسته د وحید نوم واخستل شو او زیاته یی کړه، وحید یو د هغو شاګردانو د جملی څخه دی چی په لنډ وخت کی خورا ښه ځلیدلی دی، ټولی نمری یی سل سل دی، تر کومه ځایه چی موږ خبر یو وحید خپل پلار د افغانستان په جګړو کی دلاسه ورکړی دی خو غواړم چی دهغه د کورنی نه په خاص ډول دهغه د تره بهلول خان نه مننه وکړو چی د وحید نه یی هیڅ ډول زیار او زحمت نه دی سپمولی، او موږ ددوی د ښه پاملرنی په موخه دا ستاینلیک ورته ورکوو او ورته د زړه د کومی مبارکی وایم. بیا یی دبهلول خان نه و غوښتل چی سټیژ ته ورشی او خپل ستاینلیک تر لاسره کړی.
بهلول خان په داسی حال د خوښی نه په جامو کی نه ځاییده، ستونی یی د ژړا ډک و، کوښښ یی کاوه تر څوخپل احساسات کنترول کړی، ځان یی و ستيژ ته ورساوه، او خپل ستاینلک یی ترلاسه کړل، بیرته خپل ځای ته راستون شو. پسله ډیرو کلو دا د بهلول لپاره د ژوند لویه خوشحالی وه، بهلول زوی نه درولود یوازی دوی لورګانی یی درلودی خو دادی اوس وحید دا کمی پوره کړی و، د بهلول زحمت یی ثمر کړی و، او نن یی د بهلول سر د پیښور د ډیرو مهاجرینو په منځ کی دومره هسک کړی و چی د هندو کش غرونه ورته ټیټ ښکاریدل.
محفل ختم شو، ټولو د ښوونځی نه ووتل، بهلول سره د ډیرو تلاښونو بیا هم خپلی اوښکی نه شوای کنترولولای، زړه یی د مامور فضلو کمی یی ښه احساساوه، خو څه به یی کړیوای، دا کمی دوی نه شو پوره کولای، دری واړه، بهلول، حمید او وحید دری واړه د کور پر لور روان شول، بهلول وویل صبر وکړی، نن زما میلمانه یاست، دری واړه هو ټل ته لاړه، څو خوراکه رنګارنګ خواړه یی را واخستل او بیا د وحید دوی د کور په لور روان شول.
دری واړه یو دم د وحید په کور ورننوتل او د وحید مور یی په حیرت کی واچول، بهلول ډیر ژر دا ښه خبر دهغه د مور سره شریک کړ او په دی ډول د وحید دمور پر مخ د خوښی د اوښکو باران جوړ شو.
د کورنۍ ټول غړی سره را ټول شول، ډوډی یی و خوړل، خوشحالی د کورفضا ښکلی کړی وه، د ډوډی پر وخت بهلول وویل: زه فکر کوم چی اوس موږ ټول یوه کورنۍ او باید نور هم ځانونه سره نژدی کړو، زیاته یی کړه ماښام زموږ کورته ډوډی خورو او بیا یی هیله وکړه چی څوک یی رد نه کړی.
ټولو دا ومنل، بهلول په دی بهانه چی لاړشی سودا را ونیسی ددوی نه جلا شو.
ورځ هم تللی وه، وحید، حمید او کورنی ټول مصروف شول تر څو د بهلول کورته د تللو لپاره اماده ګی ونیسی.
ماښام د لمانځه وروسته ټول د بهلول کورته لاړل، د بهلول میرمنی د ډیری مودی راهیسی ددی شیبی انتظار درلود، د وحید د مور صفت یی ډیر ځلی اوریدلی و، د بهلول میرمنی د وحید د مور سره ډیر د غم او خوښی اوښکی تویی کړی، وحید خو د نارینه وو سره ناست و خو د وحید موراو دبهلول میرمنی ځانته وی او ښه فرصت په لاس ورغلی وو، چی کیسی وکړی، تر ډیره یی کیسی وکړی، د بهلول دواړو لورګانو چی یوه یی اوه کلنه (ملالۍ) او بله یی ۴ کلنه (ګل غوټۍ) وه دواړی سترګی یی دمور او د وحید دمور و خولی ته نیولی وی، دوی لا د جګړی بد مرغی په سترګو نه وی لیدلی، او د جګړی داستان ډیر ورته جالب ښکاریده. دی بلنی د بهلول او د وحید دمور اړیکی نوری هم پیاوړی کړی، او پسله دی ددوی لیدنه کتنه خورازیاته شوه.
دوام لری