مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په تبليغاتي جګړه کې د واقعيتونو ورک کېدل.

عبدالله لغمانی

په جګړيزو او يا هم عادي حالاتو کې د دولتونو لخوا د سياسي اوازې خپرول او يا سيال او متقابل حکومت او ډله  د خلکو له پام څخه د بدولو هر ډول اګاهانه هڅه او کوشش ته پروپېګنډا ويل کېږي.  د پروپيګېنډا بېلابېل تعريفونه شوي دي چې د ټولو مشترکه وجه او نتيجه داده چې پروپيګنډآ هغه هڅه او کوشش دی چې په اګاهانه ډول په يوه منظم چوکاټ کې د خپل سيال، حريف او دښمن روحيه په اوازو او جعلي واقعيتونو کمزورې کړل شي، غلطې او مخربې اوازې پسې خپرې شي او يا د خپل سيال پر وړاندې د خلکو منفي فکر او منفي احساسات را بیدار کړل شي او په اصطلاح د عوامو اذهان د رسنيو ،خلکو او ټولنيزې ميډيا له لارې د ځان په ګټه او د دښمن پر ضد راوپارول شي.
 او يا د ارتباطاتو یوه بڼه ده چې په هغه کې همغږي شوي او يو طرفه معلومات، اوازې، کوچنی کار غټ ښودل او  جعلي خبرونه  د واقعيتونو په ډول خپاره شي او د سیاسي تبلیغاتو له لارې د عامه افکارو د متحرک کولو لپاره په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې نشر شي
د مثال په توګه لکه امريکا چې په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې پر عراق له بريد مخکې د نړۍ رسنۍ او د دنيا د خلکو اذهان په دې بهانه مخشوش او خلک یې وډار کړل چې ګويا عراق اتومي وسلې لري او داسې وسلې لري چې ټوله نړۍ ختمولی شي او داسې عکسونه او ويډيوګانې یې خپرې کړې چې پکې د عراق اتومي وسلې د جهان لپاره يو جدي ګواښ دی  او بايد د صدام واکمني ختمه شي، په داسې حال کې چې وروسته د امريکا له حملې او د عراق د دولت له نسکورولو هلته هيڅ هم پيدا نشول او هغه عکسونه او ويديوګانې د امريکا د استخباراتو (سی ای اې) او د امريکا د حکومت لخوا جعلي جوړ شوي وو او هسې د پروپيګنډا او پر عراق د حملې د مشروعيت او د خلکو د اذهانو د بدلولو لپاره د امريکا تبليغات او پروپېګنډا وه.
سياست مداران له پروپېګنډا څخه په هدفمند ډول د خلکو د احساساتو، اعمالو او افکارو باندې د اغېز لپاره استفاده کوي په دې معنی چې د انسانان په يوه ځانګړي فکري لاره، او د يوې موضوع پر وړاندې ټاکل شوي غبرګون ته قانع کړل شي يا هغه غبرګون ته  قانع شي چې ته یې غواړې  همدا پروپيګنډا ده.
نن سیا چې د اوکراين ، ناټو او امریکا تر منځ د اوکراين پر سر حالت تر بل هر وخت خراب شوي دي او روسي ځواکونه اوکرآین ته ننوتلي ناټو او امريکا په خپل ټول توان کوشش کوي چې د تبليغاتي او رواني جګړه اوج ته ورسوي او د روسيې په مقابل کې د نړۍ د خلکو اذهان  د ځان ، امريکا او ناټو او اوکراين په ګټه او د روسيې په مقابل کې راوڅرخوي. دوی د بېلابېلو تصويري او صوتي رسنيو له لارې چې مرکزونه یې په بروکسيل، لندن، واشنګټن او برلين کې دي د روسيې ضد احساساتو په را بيدارلولو کې کوشش کوي او غواړي خپل دښمن روسيې ته په اوکرآین کې د رواني جګړې په پايله کې ماته ورکړي او يا یې کم ازکم په داسې ډنډ کې یې را ايسار کړی چې بيرته ترې راوتل ورته اسانه نه وي او يا يې په خپل پروپېګنډا او اوازو باندې د دنياوالو له پامه ور بد کړي.
که څه هم امریکا او ناټو به په اوکراین کې فزیکي حضور نلري، خو د دواړو قوتونو مکمله پوځي دستګاه او استخبارات همدا اوس له روسي ځواکونو سره په جګړه کې دي.
جرمني د ټانک او هیلیکوپترو ضد د توغندیو نوې دستګاوې ورلیږي او د ناټو نورو غړو او امریکایانو له څو میاشتو راهیسې اوکرایني ځواکونه مکمل اکمالات کړي دي.
بل لورته، روسیې تر اوسه د هغې ځواک چې د اوکراین پر پوله یې راغونډ کړي، یوازې دیرش فیصده د اوکراین پر ښارونو  داخل کړي دي. کافي ستر پلې پوځي قوت لا تیارسۍ دي او  د روسیې هوایي ځواک لا پر کییف او نورو اوکرایني ښارونو پراخه بمباري نه ده کړې.
مطبوعات بیا خصوصا د لويديځ رسنۍ ټولې ددې جګړې بله مهمه وسله ده او تر ډیره بریده هغه څه خپروي او تبلیغوي چې لندن برلين، بروکسل او واشنګټن کې پلانیږي.
او په تبليغاتي جنګونو کې يو مهم اصل د واقعيتونو جعل کول او خلکو ته ښودل دي چې ته په ښه او اسانه توګه وکړای شې همدا جعلکاري د خلکو اذهانو ته ورننباسې او د خلکو ذهنونه راوڅرخوې.
په دې جګړو کې تاسې نن سبا په سلګونو داسې جعلي ويډيوګانې وينئ چې د سوريې او نورو هېوادونو دي خو نن چې روسيه د امريکا او ناټو پرضد ده دا ټولې ويډيوګانې داسې ښودل کېږي چې ګواکې دا د روسيې بريدونه او ورانۍ دي چې په اوکرآین کې یې کړې دي.
د روسیې موټرې او پوځي ټآنکونه ښيي چې ګويا تسليم شوي دي خو روسان بيا ددې په خاطر چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي او د خلکو په وژلو ملامت نشي کوشش کوي ډېر ورو او ارام مخکې لاړ شي او د تمې خلاف يې پرمختګ د ملکي خلکو د وژلو له امله کرار کړی دی.
ځينې کورونه ښودل کېږي چې ويجاړ شوي دي، خو د کره څېړنو وروسته معلومه شوه چې په دونباس کې د ملکي خلکو کورونه دي چې مخکې د اوکرايني ځواکونو لخوا وړان شوي وو.
  او يوه مهمه خبره دا چې دواړه هېوادونه د پخواني شوروي د وخت زياتره هغه وسلې کاروي چې په ميراث ورپاتې دي،او دا وسلې يو ډول او يو رنګ دي  چې همدغو د واقعيتونو د اثابت لاره سخته کړې ده او په اسانه نه معلومېږي چې چا ؟ کومې وسلې له چا څخه نيولې دي او يا دا چې چا د خلکو د اوسېدلو سيمې د کوم هېواد په مرميو ويشتلې دي؟
او د شمېرو له مخې تر نن ورځې شاوخوا ۱ اشاريه دوه ميليونه  داسې ويډيوګانې، او عکسونه شتون لري چې د پروپېګنډا او روسي ضد احساساتو راپارولو په موخه کارول کېږي او ناټو او امریکا غواړي خپل پخواني دښمن (روسيه) په اوکراین کې تاواني کړي او د پوتين پرضد د نړيوالو او روسانو احساسات راوپاروي
ځو اصلي خبره داده چې په دې جنګ کې  يوازې اوکراین تاوان کوي، د اوکراين خلک تاوان کوي، کورونه یې ورانېږي، په ميليونونو له هېواد څخه کډوال کېږي په ښه او سوله ييز ډول دې له روسيې سره خپلې اړيکې ورغوي، د ناټو او روسيې د مقابلې په ميدان دې ځان نه بدلوي.
ناټو يو داسې تړون يا اداره نه ده چې دوی به اوکرآین ته ښېرازي او د ښه او پرمختللي ژوند زېري راوړي راوړي بلکې ناټو تر ډېره يو نظامي تړون دی چې د درېيمې نړۍ په هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې ددې تړون سيالان دي خپلې شومې موخو د سرته رسولو او د مخالفو هېوادونو سره د دښمني لپاره رامنځته شوی دی.
اوسمهال د اوکراين د خلکو مسووليت جوړېږي چې کم ازکم خپلو مشرانو ته ووايي چې لکه فنلېنډ، اتريش، سويډن ، مالټا، قبرس او ايرلېنډ  په ناټو کې له ورګډېدلو او شاملېدلو بېطرفه پاتې شي او د نړۍ د زبرځواکونو  ميدان له هېواده جوړ نه کړي.
ناټو د کلونو په اوږدو کې له اوکراين سره مرسته نه کوله خو اوس اوکرآین ته پوځي مرستې لېږي، ځکه هغوی غواړي چې له خپلو پولو او قلمرو اخوا په پردي هېواد کې خپل دښمن سره د اوکراينيانو په اوږه ټوپک کېږدي او وجنګېږي، په دې جنګ کې چې د اوکراين د مشرانو دغلطو سياسي پرېکړو له امله به لا ډېرې ويجاړي رامنځته کړي يوازې د اوکراین خلک به ووژل شي، يوازې د دوی کورونه به ړنګ شي، يوازې اوکراینيان به مهاجر شي، دلته د ناټو د نورو هېوادونو په خلکو هېڅ هم نه کېږي او لا یې هم د اوکراينيانو په دربدري کې ژوند او اقتصاد ښه کېږي.
نو لنډه دا چې ناټو او امريکا ته موقع برابره شوې چې د روسيې په مقابل کې په پروپېګېنډا سره د دوی د ولمسشر پوتين او د روسيې پر وړاندې د خلکو احساسات راوپاروي او دوی په وژنو ، ورانيو او په اوکراین کې د ملکي خلکو په وژلو تورن کړي، خو سره له دې هم لا هم د اوکرآین خلک په عمومي ډول د روسيې په مقابل کې ځان دښمنان نه ګڼي او د دواړو هېوادونو خلک کوشش کوي د عکسونو، خبرونو، ويډيوګانو له لارې سره د يوې ژبې، يوه کولتور، يوه فرهنګ او يوه تاريخ خلک وګڼي او د مثبت فکر خورولو ته ادامه ورکړي.
خو ښه خبره داده چې کييف د خبرو وړانديز چې د بلا روس لخوا ورکول شوی دی منلی دی او غواړي د خبرو له لارې مطلوبې پايلې ته ورسېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery