مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی

محمد اسماعيل (عندليب)

اوس چې سياست د يو پېچلي علم بڼه غوره کړې، په دې ډګر کې خبرې کول يوه معنا او چوپتيا ډېرې معناوې لري، د خبرو، چلند، لباس او حتی د خوراک انداز خپل مطلب لري، په سياست کې آن اشارې او رموز تر څرګندو خبرو ډېر اهميت لري، او تر دې چې شونې ده روانپوهان د سياسيونو د ساه اخستلو په اړه هم سياسي تبصرې ولري، د يو سياسي مشر د شخصيت په اړه پرېکړه کول خورا ستونزمن کار دی.
زما اند پر څېرو له لېکنو سره په مخالفت کې دی، زه وايم چې د اشخاصو پر کردار دې بحث وشي، کله مې هم د يو چا پر شخصيت تبصره نه ده کړې، شخصيت مې د هغه د نظرياتو او کړنو په تله کې تللی دی، هغه هم که کله په شخص خبره شوې هلته.
کومې خبري ادارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې د کرزي پر لباس لېکل کړي وو، لېکنه په قرقل، چپن، يو رنګ لباس، تل يو لباس اغوستل او.....راڅرخېده، هغه لېکنه ښه وه يا بده، خو زموږ د اصيل فرهنګ ترجماني يې نه کوله.
له کله چې د طالبانو د تحريک د بنسټګرو له جملې يو او مخکښ غړی او اوسنی د رياست الوزراء مرستيال ملا عبدالغنی برادر د پاکستان له زندانه راخلاص شوی، او په رسنيو راڅرګند شوی، ما يې نژدې ټولې اعلاميې، ټولې بيانيې، او په ځينو برخو کې پټ نظريات تر نظر لاندې نيولي، البته پټ نظريات د افغانستان د سياستونو په اړه د هغه دريځ چې رسينيز شوی نه دی، ما ملا برادر مخامخ نه دی لېدلی، ځکه يې شخصيت په کړنو کې لټوم، له خبرو يې زړه ته د ورکوزېدو هڅه کوم، او هر ځل مې کوښښ کړی، چې د خبرو پر مهال د هغه الفاظ، د هغه جذبات او احساسات او د موضوع په اړه د هغه وضعيت او حساسيت د هغه له خبرو، حرکاتو او سکناتو درک کړم.
زه چې د طالبانو تحريک په اړه مې لږه ډېره مطالعه کړې، شايد هغوی ته نژدې هغه څوک و اوسم چې ډېرې نېوکې پرې هم ولرم، آن تر دې بريده چې اوس د حکومت واګي په لاس کې لري، بيا يې هم روان سياستونه نقد کړم، ځکه خو که کومه مثبته وينم، نو په زغرده يې ويلی شم، چې رسمي غړيتوب يې نه لرم.
په دې تحريک کې داسې ډېرې څېرې شته، چې د خوځښت غړي يې درانده تلي، خو د ولس په منځ کې مبهمې څېرې دي، يادول به يې اړين نه وي، خو داسې مشران به وي د امارت په لېکو کې چې تېرو شلو کلونو کې يې يو ځل هم هيواد ته په دې نيت د راتګ زړه نه وي ښه کړی، چې دلته وضعيت وګوري، يا  د دوی وينا په (مفتوحه) سيمو کې د خپلو مجاهدينو سره وګوري، له ولس سره يو والی او رښتيا يووالی څرګند کړي، په پټو غونډو او اعلاميو کې نه، اوس هم ځينې داسې به وي چې له څېرې ښکاري، چې د واکمنۍ شوقيان دي، ځانونه سياسيون بولي، نه عسکر، خو نورو ته عسکري خوښوي، شايد ډېر راسره مخالف وي؛ خو زه باور لرم، چې ملا صاحب برادر تر ډېره بريده له دې څخه پاک دی.
که افغانيت خبره کوو نو کلونه وړاندې يې سياسي او نظامي مخالفينو دا اعتراف کړی و، چې ښاغلی برادر ځکه د زندان په تيارو کې پروت دی، چې په دې هيواد کې يې د ارامۍ، سوکالۍ او د ولس د خپلواکۍ فکر په سر کې درلود، کله چې له زندانه خوشې شو، په ډېر عاميانه ژبه يې په هماغه پاکستان کې وويل چې ګيله نه لري، شايد هغه پر ځان پښې د دې ورځې لپاره اېښې وي، چې بيا هغه هيواد ته مجبور نه شي، يو وخت دا هم چې د پاکستان په دولتي ايوانونو کې ورته ډېر په درناوي هرکلی وشو.
که د اصيل افغاني کلتور خبره کوو نو ملا برادر يې په هره ټيږه پوره خېژي، ملا صيب په خپلو ټولو لېدنو کې که له هېواده بهر وې، او که اوس د هېواد په داخلکې دي، هغه که له بهرنيانو سره دې که له افغانانو سره دي، هغه که په هره موضوع کې وي، له څېرې څخه يو دروند افغان ښکاري، د ملا صيب دا بې ځان ښودنې لباس شايد چې ډېرو کمو سياسيونو په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر تن کړی وي، خصوصاً له بهرنيو مسئولينو سره د کابل په يخ ژمې کې په يو عادي څآدر کې راڅرګندېدل.
ملا برادر چې کله هم خبرې کوي، نو له ورايه ښکاري، چې هېڅ راز تصنع پکې نه شته، ما چې څومره د هغه خبرې اورېدلي، نو د يو پاک زړي افغان رنګ مې پکې لېدلی دی،زه فکر کوم چې د هغه په ځېنو څرګندونو د نېوکو لامل به هم  دا وي چې هغه له ولس سره د يو يو ولسي مشر په توګه خبرې کول غواړي، نه د يو واکمن، مسئول واجب الاحترام په توګه، يعنې کېدای شي هغه هيڅکله دا تمه ونه لري، چې په يوه نيمه ژبنۍ ښوېدنه به ولس زما په وړاندې راپورته شي.
تر اوسه د هغه د سياسي اقتدار د لوږې تندې څرک نه دې لګېدلی، حال دا چې زما دمعلوماتو پر اساس نوموړی د شوروي اتحاد د جهاد په کلونو کې او بيا را وروسته پړاونو کې هغه ځواکمن نظامي مسئول و چې ککرۍ يې ماتولې، خو اوس چې وخت دواک دی، نو ډېرغلی دی، حال دا چې د ځينو  د حکومت او مشرتابه سره د مينې داستانونه پټ نه دي.
د زړونو مالک الله دی، خولږ تر لږه د ملا برادر له مظاهرو دا درک کولای شم چې ممکن د طالبانو په تحريک کې اوس مهال له ملا برادر څخه پر ولس هيڅوک زړه سواندی نه وي.
داسې ښکاري، چې هغه د چوکۍ لپاره په خپلو خبرو، کارونو، منډو ترړو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی، او په ولس کې د محبوبيت د ګټلو لپاره يې هېڅ کوم تصنعي اقدام نه دی کړی، هغه د ځينو په څېر په ولايتونو کې د خپل شان او شوکت ښودلو هڅه نه ده کړې، دابريت يې نه دی تاو کړی چې موږ امريکا ماته کړه، او اوس نو وطن هم جوړوو، خو زه باور لرم، چې د همدې ټولو په پرتله به د ابادۍ فکر هغه په خپل سر کې لري.
ملا صيب يو قومي او ملي سړی ښکاري، او زه باوري يم چې د ملي محبوبيت لپاره به يې همدا ساده چلند بسنه وکړي، نه له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو لپاره لاس پښې وهل، يوه فقهي قاعده چې « من تعجل شيئا قبل أوانه عوقب بحرمانه» يعنې څوک چې له وخت مخکې د څه تر لاسه کولو هڅه کوي، ترې بې برخې کېږي، دا ځينې خو لګيا دي، د انګريزانو په اصطلاح د (شارټ کټ) لار غوره کوي، او هر يو دا هڅّه کوي، چې د هيواد په يو کونج کې د انقلاب د بريا د پګړۍ ولونه يې پر سر تاو شي، خو که ملا برادر په دې فکر کې نه وي، نو تاريخ به يې دا لونګۍ پر سر کېږدي.
له ظاهري بڼې داسې ښکاري، چې ملابرادر اوس د اصيل افغان او اصيل افغاني کلتور تمثيل وړاندې کوي، هغه يو رېښتينی افغان بلل کېدای شي، له باطن او راتلونکي خدای خبر دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery