مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال د ختم نه ، درسونه او پندونه‌

د، ب ، هيښ


اوله برخه :
د افغانستان تاريخ د ډېرو لويو تحولاتو او حوادثو نه ډک دئ چې نه يوازې ملي ،بلکې جهاني ابعاد هم لري .
په دې وطن د جهان ستر نظامي او سياسي قدرتونو ( سکندر ، چنګيز ، مغل ، انګريز ، شورويان او په دې وروستيو کې د غربي هېوادونو شريک- -اشري -نظامي تجاوز ) هجوم راوړئ دئ ، د ټول زور او طاقت نه ئې کار اخستئ دئ ، مهلکې او قوي اسلحې يې استعمال کړې دي ، اجير او اجنټ عناصر ئې د پيسو او کاذبو منصبونو په نازولو استخدام کړي دي ، قتلعام يې کړئ دئ او د پراخو تبليغاتو له لارې يې کوښښ کړئ دئ ترڅو ددې اولس ذهنونه داسې جوړ کړي چې د دوی باداري او سلطه و مني او د متجاوزينو د شومو هدفونو د پياده کولو په مخ کې موانع او خڼډونه جوړ نه کړي .
د بهرني متجاوزينو او مستبدينو د پاره د افغان اولس ذاتي او طبيعي اتحادي جوړښت چې د خپلواکۍ - ديني عقيدې - ملي مقدساتو او ارزښتونو په عنصرونو او ستنو ولاړ دئ يوه لويه ستونزه وه ، ده او وي به ،د دوی د د استعماري -استثماري اهدافو د پياده کولو په مخ کې .

ديوه ملت اسیر کول او تر خپل تابعيت لاندې راوستل يوازې د هغه ملت د طبيعي- جوړښتي عنصرونو په له منځه وړلو ممکن دي .
له همدې کبله استعماري -استبدادي قدرتونو زموږ د هېواد د موجوديت دا دری عنصره ( خپلواکي ، ديني عقيده او ملي ارزښتونه ) چې افغان اولس يې په هېڅ قیمت د لاسه ورکولو ته نه حاضريږي او د مرګ تر پولې ځنې دفاع کو خپلو ناوليو هدفونو ته درسیدو د پاره تر خپل فوکس او تيري لاندي نيولي دي او تلاش ئې کړئ دئ چې دا عنصرونه ټول او يا قسماا له منځه يوسي .

همدا وجهه ده چې استعماري متجاوزينو او مستبدينو د زور ، ترور او قتلعام او مستقيم وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په کولو زموږ د خپلواکۍ د عنصر د عملاا غصب نه علاوه يې تلاش کړئ دئ ، چې زموږ د اولس د جوړښت او اتحاد دوه نور عنصرونه ديني اعتقادات او ملي افتخارات او ارزښتونه د وارداتي اډيولوژيو په ترويج او د قومي - ژبني -مذهبي -سمتي تعصبونو د فتنو په جوړولو ونړوي او د ويشلو په تګلاره دا ملت ايل او غلام کړي .

لاکن افغان اولس په اجتماعي -کلتوري -تاريخي او عقيدتي لحاظ داسې کوشيرشوئ او جوش ئې خوړلئ دئ ، چې د پرديو متجاوزينو او داخلي شيطانانو د ويشلو ټول تلاشونه او دسيسې شنډې شوې دي ، ځکه ددې اولس ويشل د قومي -ژبني- مذهبي -سمتي توپيرونو او وارداتي اډيولوژيو په بنياد دومره سخت دئ لکه د يوه اتوم ويشل په خپلو جوړښتي اجزاوو ( الکترون ، پروتون ، نيوترون ) باندې او افغانانو په خپل متحدانه او يوه اواز د يوه سنګر نه چې افغانستان دئ د متجاوزينو او اشغالګرو په مقابل کې مبارزه‌ کړې ده او د خپلو وينو په بيه ئې د استقلال او ديني -ملي ارزښتونو نه د فاع کړې ده . هر متجاوز ته ئې د سر په کاسه کې اوبه ور کړې او د وطن نه يې شړلي دي .
په افغانستان د ټولو خارجي متجاوزينو آبرو ، قدرت او حيثيت برباد شوئ دئ . د انګليس لامحدوده استعمار زوال چې لمر يې په قلمرو کې نه ډوبېده د افغانستان نه شروع شو . همدا شان د کمونيزم او سوسيال امپرياليزم د جهاني بلا مرګ د افغانستان نه د شورويانو د ماتې نه پيل شو . ان شاء الله د امريکايي امپرياليزم د منحوسې سلطې اختتام به هم د افغانستان نه د دوی د شرمناکه ماتې له وجهې صورت نيسي او نور به جهان ددې ګانګسترانو د شرارت نه نجات پيدا کوي .

د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه او جنګ د اشغالګرو امريکايانو او د هغوی د مؤتليفينو په مقابل کې د بشريت په تاريخ کې تر ټولو اوږد ، پر مصرفه او بې مثاله جنګ و . زه منحيث د يوه افغان چې طبعاا د خپلو ملي مبارزينو مبارزې به ستايي دا خبره نه کوم ، بلکې د ژونديو فکتونو ،واقعيتونو او سندونو په اساس د افغان اولس جنګ د امريکايي - غربي اشغالګرو په مقابل کې د کيفيت ، کميت، زماني انتروال او د جنګي لوريو د نا اڼډوله او غير قابل مقايسې امکاناتو او وسائلو له نظره په دنيا کې نه دئ تېر شوئ ، په لاندې دلايلو :

۱- په دې جنګ کې تقريباا ۲,۳تريليونه ډالره يوازې د امريکا مصرف شوي دي ، د نورو مؤتلفينو يې هم جمعاا سلهاوو ميليارده کيږي ، چې د نړۍ په اول او دوهم جهاني جنګ کې دومره پيسې نه دي مصرف شوې .

۲- دا جنګ د جهان په تاريخ کې اوږد ترين جنګ و ، چې شل کاله يې دوام وکړ .

۳- په دې جنګ کې د پنځوسو شاوخوا کې د نړۍ مقتدر ملکونو نظامي او سياسي ائيتلاف د يوه خوار ، غريب ، وروسته پاته او بې ملګري هېواد په مقابل کې قرار درلود ، چې د نړۍ په تاريخ کې يې مثال نه ليدل کيږي .

۴- د جهان مودرنه ، مهلکه او کتله يې وژونکې وسلې د يوه داسې اولس په مقابل کې استعمال شوې چې يوازې ايمان په ازادۍ -استقلال او د ځان قربانولو روحيه يې درلودله ، نور يې نه ټانګ ، نه طياره ، نه راکټ او نه ډرون لرل .

۵- د ټولې دونيا مېډيا د متجاوزينو او اشغالګرو د مسلکي -حرفه اي -يونيفورمي قاتلانو د جنګي مورال د لوړولو او تقويه کولو د پاره نشرات او تبليغات وکړل ، حال داچې د مقابل لوري د مظلومیت غږ فقط د افغانستان په غرونو ، کليو او کوڅو کې ايسار و او بې د الله پاک نه هيڅوک يې د اورېدلو په کيسه کې نه وو .

نو په داسې يوه جنګ کې چې د جګړي لوري د سياسي - مادي -مالي -تسليحاتي او تبليغاتي امکاناتو له نظره اصلا قابل د مقايسې نه وي ، ديوه ضعيف او بې وسه لوري کامياب را وتل او خپل دوښمن ته ماتې ورکول په انساني عقلي محاسبه د تصور څخه ليرې و او هيڅ چا دا فکر نه شوائ کولائ چې د جنګ نتيجه به د اشغالګرو په شرمناکه ناکامۍ او د افغان اولس په بري تماميږي .
خو د کائناتو د خالق فيصلې بيا بل شان وي او د انساني دونيا د پوهانو او تحليلګرانو عقل د هغو د وړاندوينې او يا دلايلو ارائه‌ کولو نه عاجز دي ، که نه چېرته مقتدره امريکا+اروپا+ناتو او ورسره د نورو هېوادونو موقف او چېرته خوار ، جنګ ځپلې ، وږی او فقير افغانستان او مقابله يې .
په هر حال ددې جنګ او مبارزې په هکله توضيح ، هر اړخېزه څېړنه او د اسنادو په اساس تشريح کول د يوه شخص د توان نه لېرې خبره ده او د سياسي -تاريخي -اچتماعي علومو انستوتونه او پوهنتونونه به تر ډېره وخته په دې هکله په تحقيق او تحليل مصروف وي .
ادامه لري....

د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال د ختم نه ، درسونه او پندونه‌

دوهمه برخه :
هغه څه چې ددې جنګ ، د هغې د تصور نه پورته نتيجې او د افغان اولس د بې مثاله مبارزې او قربانۍ نه بايد زده شي ، عبرت ترې واخستل شي او د افغانستان د راتلونکي نسل د پاره درس وي ډېر مهم دي :

۱- سيکولراتو ، اتايستانو ، بېدينانو او ملحدينو ته درس
مخکې مو هم وويل چې دا جنګ د جنګي لوريو (اشغالګر او افغان اولس ) د زور ، جنګي وسایلو ، مالي -تخنيکي -تکنالوژيکي- ميديايي امکاناتو له وجهې هېڅ قابل د مقايسې نه و . د فزيکي لحاظه يوطرف لکه فيل او بل د يوې واړه مېږي په شکل وو ، چې د فيل او مېږي په مقابله کې هيڅوک دا تصور هم نه شي کولئ چې مېږی به فيل را څملوي او تيښتې ته به يې مجبوروي . مګر زموږ په وطن کې عملا دې کار صورت ونيولو او افغان غريب او فقير اولس چې د غربي اشغالګرو سره ،د امکاناتو او دهغی د کيفيت او کميت په مقايسه د ميږي په موقف کې و ، په اشغالګرو چې د فيل په شان قوي ،غټ هيکله او په خپل وحشيتوب مغرور وو، بريالي شول ، اشغال يې ختم او د دوی د شر -فساد تپل شوې اداره يې دړې وړې کړه .
يوازينی توضيح ددې لويې کاميابۍ د الله پاک نصرت او د الله ډ مخلوق ( افغان اولس) برحقه او د قربانيو ډکه مبارزه وه ، چې د افغان اولس مؤمنو ، صادقو ، شهادت طلبه او با ایمانه بچيانو ( طالبانو کرامو ) دا مبارزه په افسانوي توګه تنظيم او مديريت کړه او د فتحې ساحل ته يې ورسوله .
نو هغه بېدينه ، اتايستو او ماده پرستو ته دا درس دئ چې د جهان اداره کوونکی او فيصله کوونکی الله پاک دئ او دهغه د فيصلې په مقابل کې د انسان په لاس جوړې شوې وسلې او وسيلې کار نه ورکوي .

۲- اجنټانو ، د پرديو نوکرانو او غلامانو ته درس

د يوه هېواد د برخليک په ټاکلو کې د هغه هېواد خلک اصلي ، قطعي او فيصله کوونکی رول لري .
هېڅ شخص ، ډله او سازمان چې د خپل اولس ملاتړ وړ سره نه وي د دايمي ژوند چانس نه لري ، بلکې د دوی د ژوند موده به محدوده او پايله به ئې د دوی ذلت باره او شرموونکي ذوال وي . لکه د کابل د اجنټې ادارې غلامان چې نور نه په وطن کې ځای لري او نه په بهر کې د سړي په سترګه څوک ورته ګوري .
همغه بهرنيان چې دوی يې استخدام کړي وو ، نن ورځ نفرت ترې لري او په ملګرتيا يې شرميږي .
موږ د پخواني شوروي اتحاد د ګوډاګيانو او اجيرانو د ماتې شاهدان وو ، خو د قدرت سره د مينې لېونيانو ، د خلقي-پرچمي حاکميت چې د شورويانو په هوا يې تنفس کاوه او کله چې هوا پرې قطع شوه سياسي ژوند يې هم ختم او د تاريخ برخه وګرزېدل د سرنوشت نه عبرت وانه خيست او ديوانه وار د امريکا او غرب په عبادت کې ئې نه دديني عقيدې پروا ولرله او نه د افغاني ارزښتونو او افتخاراتو . د اشغالګرو په پيسو او کاذبو مقامونو داسې مست شول، چې ټول ديني-ملي-اخلاقي-مدني -انساني او طبيعي اصول ، نورمونه او کودونه ئې تر پښو لاندې کړل ، بلکې د نابودولو د پاره يې ملا وتړله . د بهرنيانو توپونه ، ټانکونه ، الوتکې ، ميزائيل ،مينونه او موډرنې مهلکې وسلې يې پرېمانه په اختيار کې وې . خو ملت ور سره نه و ، اولس ترې متنفره و او دوی ته يې عيناا د اشغالګرو په سترګه کتل .
هر څومره زور ، زر ، تزوير ، جنايت او نارواوې يې چې په کار واچولې ، خو تسلط ئې يو ورځ هم چا و نه منلو او په مقابل کې يې د اولس له لوري مبارزې او مقاومت روان شو ، چې بالاخره ددې پريپالو اشرارو ريښې يې ور وايستلی او کثيف وجود ئی د افغانستان د سياسي واکدارۍ نه محو شو .
بناا دا بل درس دئ هغه اشخاصو او ډلو ته چې د پرديو په غلامۍ او د خپل قام سره د دوښمنۍ په طريقه قدرت ، شهرت او ثروت ته ځان رسول غواړي ، چې د پرديو غلامي او اجنټې د خپل ځان د سپکولو، ذلت او بربادۍ انجام لري .

۳- قومي -ژبني- مذهبي او سمتي متعصبو فتنه ګرانو ته درس
د ډير پخوانه ځينو متعصبو او شريرو اشخاصو او ډلګيو ئې د خپل ضد اسلامي او ضد ملي شيطاني فکر په لرلو او د پرديو په لمسون د واحد افغانستان د تجزيې خوبونه ليدل او په يوه احمقانه او خايينانه نقشه يې اول مخفي او بيا وروسته چې افغانستان د شر- فساد ډلو د جنايت ډګر وګرزېد او د پرديو د مستقيم نظامي تاخت و تاز ځای شو علني خپلې ناولیې او کثيفې څېرې را ښکاره کړې او په ښکاره يې د اسلاميت او افغانيت صد شعارونه ، جلسې ، بحثونه او غږونه په فزيکي او ميديايي شکل را ښکاره کړل . د ( من افغان نيستم ، خراسان ، حاکميت قبيلوي در افغانستان بايد ختم شود ، تاريخ افغانستان جعلي است ، ټرمينالوژي افغانستان تحميلي است وغيره ...) پوچ ، بې اساسه ، فتنه انګيزه او ضد ملي اظهارات په رسمي محافلو او رسنيو کې ورځنی ګرمه موضوع شوه .
د ژبې ، قوم ، مذهب او سمت په نامه مافيايي مسلح باڼډونه تشکيل او د پيسو او وسلو پرېمانه سرمايه ګذاري پرې وشوه . سياسي واک د همدې باڼډونو د تهديد او ترور په وسيله د ملي دريځ نه سهامي شرکت ته سقوط وکړ او د ديني - ملي ارزښتونو او ګټو ځای او سهم هغه چا ته ميسر شو چې زور ، اسلحه او د خارجي هېواد حمايت ور سره و . د فيدراليزم تر نامه لاندې د افغانستان د تجزيې کار ښه په درز روان شو . په اداره کې تش په نامه واکدارانو د خپلو بادارانو په دستور د اهليت او ديني -ملي ارزښتونو ته د تعهد په ځای د تطميع او باج ورکولو تګلاره غوره کړه . اولسواليانې د سياسي وزن د ډېرېدو د پاره په ولايتونو تبديلې شوې او د ملت قاتلانو او معلومداره خايينانو د قوم -ژبې او مذهب په تجارت سره د سياسي واکدارۍ برخه شول . منفورترين ، جنايتکارترين او خايينترين عناصر د قومي - مذهبي -سمتي او ژبني تړاو له کبله د افغان مظلوم اولس په سر تحميل شول او د ملي مصيبت وحشت يې شروع کړ .
مګر د وږي د مياشتې د ۹ نيټې برياليتوب دا وښودله چې افغان ملت يو واحد او نه ټوټه کېدونکې ملت دئ . غم او ښادي ، عزت او خواري ، خپلواکي او اسارت او وجود - عدم ئې شريک او يوازې په ديني -ملي باورونو اعتقاد او ايمان دئ او په هېڅ قیمت به حاضر نه شي چې د خپلې ملي خپلواکي او ملي مقدساتو نه تېر شي او د څو اشرارو او فتنه-ګرانو په شيطانت به خپل ځان چې واحد افغانستان دئ ټوټه کیدو او پارچه کېدو ته پرې نږدي او د قومي -ژبني- -مذهبي-سمتي اشرارو دسيسې يې په خپل طبيعي اتحاد سره خنثا او د تعصب ګرانو ارمانونه ئې د ابد د پاره خاورې کړل .
بناا هغو اشخاصو او ډلو ته يې چې د خپلو شخصي ضد ملي اغراضو د پوره کولو د پاره يې د قوم ، مذهب ،ژبی او سمت تر نامه لاندې د فتنه اچولو ناولي افکار لرل دا بری بايد يو درس شي ، چې بې له شرمناکه ناکامۍ او نابودۍ بل څه په لاس نه ورځي . نور به څوک د قوم ، مذهب ، ژبې او سمت په نامه د شر جوړولو او خپلو چټلو افکارو د عملي کولو جرائت و نه کړي او تردې عنوانو لاندې غږ اوچتول او فعاليت کول به ملي خيانت وي او ملي خايينان به په نطفه‌ کې له منځه ځي .


د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال د ختم نه ، درسونه او پندونه‌
دريمه برخه
۴- دیکتاتورانو او مستبدينو ته درس : :
د افغانستان د ټولو مصيبتونو او ناورينو منبع سياسي واکداري وه ، چې د افغانستان په ټول تاريخ کې بې له دوو دريو استثنائاتو هميشه استبدادي او ديکتاتورانه وه . اولس يوه وسيله وه د واک د بقا د پاره ، نه منبع او هدف .
سياسي واکداري د بې مهاره او بې سرحده قدرت ، ثروت ، شهرت او شهوت نه برخورداره او هېڅ مرجع ته د مسؤليت لرلو او حساب ورکول مکلفيت نه درلود . اولس منحيث د محکومې طبقی يوازې د دوی په تابعيت او اطاعت مجبور وو . وکداري باداري وه او ډ ټولنې د هر فرد د ژوند او مرګ د فيصلې صلاحيت يې لرلو .
سياسي واک يوازې د زور ، کودتا ، وينې تويولو ، د انسانانو د وژلو ، فشار او اختناق د لارې لاسته راوستل کېده او چلېده .

د اشغالګرو نه د وطن استقلال بېرته په لاس راوړل او د هغوی په وسيله د شر-فساد د ادارې ختمولو دا ثابته کړه ، چې پخواني استبدادي حاکميتونه او د قدرت چلولو میتودونه ئې د بقا چانس نه لري او د اولسونو له لوري به چپه کيږي .
نور بايد سياسي واک او چلونه ئې نوي تعريف او ومنل شي او هغه دا چې د سياسي واک منبع او مالک يوازې اولس دئ .
سياسي واک امتياز نه دئ ، بلکې ماموريت او مسؤليت دئ چې د اولس له لوري ئې مشروعيت صورت نيسي .
سياسي واک باداري او د عياشيو ادرس نه دئ ، چې د لاسته راوستلو د پاره يې د هر جنايت او خيانت کول مجاز وي ، بلکې يو دروند ماموريت ،مسؤليت او خدمت دئ چې د اولس له لوري يو چاته تر معينو شرايطو لاندې ( تقوا ، اهليت ، صداقت ، ديني -ملي ارزښتونو ته ايمانداري او تعهد او ....) د ټاکلې زمانې د پاره ورکول کيږي.
نو د پخوانيو مصيبتونو د نه تکرار او يوه سالم سياسي واک د تشکيل د پاره نور بايد سياسي اشخاص ، ډلې او ګوندونه فقط د
خپل علمي او منطقي پروګرام په اساس د ديني -ملي ارشاداتو په چوکاټ کې د سياسي واک د لاسته راوستلو د پاره د مسالمت امیزه مبارزې له لارې د اولس له لوري ماموريت حاصلوي ، نه د زور او نظامي قوت په استعمال او د ترور -اختناق په کارولو .


د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال د ختم نه ، درسونه او پندونه‌
اخري برخه :

۵- بهرني استعمارګرانو او لوټمارانو ته درس :
د افغانستان د تېر تاريخ ، شل کلن اشغال او د هغې په مقابل د افغان اولس اعجاز امیزه مبارزې نه بايد همسايه هېوادونه ، د منطقې او جهان قدرتونه دا درس او زدکړه وکړي چې افغان اولس هېڅکله د پرديو مداخله ( مستقيمه او غير مستقيمه ) ، واک او باداري نه منلې ده ، نه يې مني او نه به ئې ومني .
ازادي او خپلواکي ددې اولس په بدن کې دروح په شان ده ، چې په فقدان کې يې ژوند کول ناممکن دي . فقر ، لوږه ، ناروغي او دژوند نورو سهولتونو ته نه لاسرسئ زغمي ، خو د اسارت په طلائي قفس کې ژوند کول ور ته عذاب او تدريجي مرګ دئ .
د خپل ازاد او خپلواک ژوند د کولو د پاره نه زور مني ، نه تزوير ، رشوت ، تطميع او مادي امتيازات .
ازادي او خپلواکي ددې ملت طبيعت او مزاج دئ ، چې په هېڅ قیمت ئې له لاسه ورکولو ته حاضر نه دئ او د افغانستان تاريخ او وروستيو شل کلنو مبارزو ئې دا ثابته او مستنده کړې ده ، چې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ د پاره ئې دومره فداکاري او قرباني ورکړې ده چې مثال يې په جهان کې نشته او په اينده کې هم په همدې اصل ژوند کول غواړي .

نو د افغانستان د جغرافيې نه بهر همسايه او ليرې ملکونه که غواړي چې نه يې اولادونه دلته مړه شي ، نه ئې پيسې خاورې شي ، نه يې حيثيت او ابرو د منځه ولاړشي او نه ئې شرمناکه ناکامي په برخه شي ، نور بايد د افغانستان په داخلي امورو کې د مداخلو او تجاوزونو نه لاس واخلي او خپلې استعماري -استثماري او مغرضانه لاسوهنې او شيطانتونه بند کړي . په افغانستان د تجاوزګرو -اشغالګرو قدرتونو کيسې ،برخليکونه او ناکامه عواقب دقيق مطالعه کړي او داسې عمل په اينده کې ونه کړي ، چې بې له پښېمانۍ او تاوان بله ثمره نه ترې حاصليږي .
د افغانستان سره په مدني او انساني اصولو برابر (يو د بل په داخلي امورو کې نه مداخله ، متقابله احترام ، پارتنرشيپ او په علمي -تخنيکي- تکنالوژيکي -تحقيقي-اقتصادي-تجارتي-کلتوري برخو کې سازنده او خلاقه تلاشونه او همکاري ) سلوک وکړي ، چې په نتيجه کې به د ټولو د پاره دګټی او خير سبب شي او د جنګونو ، وينې توئيدلو ، نفرت ،دوښمنيو او ويرانيو ځای به سوله ، دوستي ، همکاري ، ابادي او رفاه ونيسي .

۶- د ااا مشرانو ، کشرانو ، خواخوږو او حمايت کوونکو ته درس :

سياسي واک ، ساتنه او چلونه ئې د ملت له لوري ماموريت او يو امانت دئ . دا ماموريت او امانت د الله پاک لورينه او د ملت د کامل ملاتړ او اعتماد له کبله تاسو ته د خپل صداقت ، قربانۍ او ديني -ملي ارزښتونو ته د عملي وفادارۍ او تعهد په ښودلو در کړل شوي دي او لايق ئې ګڼل شوي یاستئ . ددې امانت او ماموريت ساتنه ، پالنه او په عمل کې د او ولس خدمت کول به ستاسو ننی حيثيت او مقام نور هم قابل د تائيد ، تحسين او غښتلتيا سبب شي .
الله پاک د يوه امتحان نه چې د اشغال ختمول او د شر-فساد له منځه وړل وو کامياب را وايستلئ ، ځکه ستاسو مبارزه او جهاد په اخلاص او صداقت وو . خو ددې برياليتوب د هضمولو او د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د اولس خدمت کولو او د هغوی د ستونزو د حل کولو په بل امتحان کې ئې اچولي یاستئ ، چې که خدای ناخواسته په دې ازموينه کې خپل مسؤليت په کاميابۍ ادا نه کړئ ، ددې اوسنی لويې فتحې نتايج به هم صفرشي .
تاسو چې د وطن د ازادۍ -خپلواکۍ د بيا حاصلولو او ديني -ملي ارزښتونو د دفاع په شل کلنه موده کې کوم اخلاص او وړتيا د افغانستان او جهان په تاريخ کې ثبت کړې ده ، دوستان خو څه کوې حتا دوښمنان مو هم پرې اقرار کوي او په کې شک او شبهه ځای نه لري . دا عظيمه فتح او تاريخي بريا لکه مخکې مو چې وويل فقط د رب العالمين نصرت ،د افغان اولس قاطع ملاتړ او د طالبانو کرامو ديني -ملي اجندا او هغې ته په ايماندارۍ او اخلاص ژمن پاته کېدل او د خپلو سرونو په قربانۍ ترې د فاع وه .
همدا دری اصله‌ ( د الله پاک نصرت ، د افغان اولس حمايت او د طالبانو ديني -ملي اجندا ) په نظر کې نيول او ورته وفادار پاته کېدل به زموږ اولس او وطن ته( چې تاسو ئې جز او برخه یاستئ ) په حاضر او راتلونکو کې په ټولو ستونزو ( سياسي -ټولنيزو -اقتصادي -کلتوري -امنيتي ,) باندې د بريالي کېدو تضمين وکړي .

بناا خپل عمل ، حرکات او اقدامات بايد داسې تنظيم شي چې هدف په کې د رب العالمين رضايت ، د افغان اولس خدمت او د ټولنيز عدالت استوارول وي .
که په دې خط او هدف حرکت وشي ، ان شاء الله افغانستان اولس به د همېش د پاره د تېرو ترخو او زړه بوږنوونکو مصيبتباره حوادثو د پېښېدو نه نجات پيدا کړي او بيا به نه تکراريږي .

والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery