مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-11-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان توپيري چلند کوي

سيد حسين پاچا

 

له پښتنو سره د ګاونډيو او سيمه ييزو قوتونو ښکاره - سيستماتيکه دښمني

هم يې پرې اوږد شلکلن جنګ تپلی وو او هم يې له تعليمي او بشري خدماتو ته د نه لاسرسۍ له پلوه بې برخې کړي وو

نوټ : تهران و اسلام اباد، بېجينګ و مسکو + نور د پښتنو پر وړاندې له تعليمي پلوه يوه مشترکه کړنلاره لري او هغه دا چې پښتانه په لوی لاس له زده کړې محروم چې هم به د جنګ توکي او هم به د ترورېزم په نوم وهل وټکول کيږي. طالب به تنها د شريعت او اسلامي نظام به تېر ايستل کيږي، کنه. نو شلکلن جنګ کې دوی له جنګي منشوره بل هېڅ نه دي لرلي او باقي حقاني بېچاره اوس د تعليمي نصاب په سمون راته اخته دی. د هېواد د نورو برخو ښوونکي او ولسونه هم د هراتي وروڼو لاره خپله کړي. طالبانو ته دې نه په تمه کيږي.

ښه کړنه يا ښه ځيری

د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې د طالبانو ترواکمنېدو نژدې درې مياشتې وروسته د نجونو يو شمېر منځني ښوونځي او ليسې بېرته پرانېستل شوي دي.

په هرات کې د هغو ښوونځيو شمېر چې دروازې يې له شپږم ټولګې پورته د زدکوونو لپاره پرانيستې،۲۷ ښوونځيو ته رسېږي.

دا ښوونځي د طالبانو د ادارې له خوا نه بلکې د ښوونکو په هڅو خو له طالبانو سره د خبرو په پايله کې پرانستل شوي او ګڼ شمېر نجونې د زدکړې لپاره ورځي.

دوی وايي د هرات د پوهنې چارواکو ورته ويلي چې د خپل مسؤوليت له مخې کولی شي چې د نجونو ښوونځي فعال کړي.

يوه ښوونکي په دې اړه وايي چې طالبانو ورته ويلي، دوی ښوونځيو ته د تلونکو نجونو د امنيت ډاډ نه شي ورکولی.

په هرات ښار کې د نجونو د يوې ليسې ښوونکې ناهيد صديقي بي بي سي ته وويل هرات کې د ښوونکو د ټولنې له خوا دغه ګام اخيستل شوی دی.

نوموړې وايي، "خلکو موږ ته مراجعه کوله او دوی د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه اندېښمن وو. د ښوونځيو زدکوونکې له ژور خفګان سره مخامخ شوې وې. د همدې غوښتنې له مخې ولايت ته ورغلو، هغوی راته وويل چې نورو سيمو کې هم د خلکو له خوا ښوونځي پرانستل شوي دی".

له جهادي پيره يې چې سړی راواخلي تر ننني پيره، نو زموږ د ګران هېواد د شمال او هم د لويديځ د هرات ولايت چې هغه د اسماعيل خان په لاس کې چې له مزاره راواخله ان د تخار او تر پنجشېره پورې هم په ټول جهادي وخت کې هلته نه يوازې د هلکانو، بلکې د نجونو ښوونځي فعال ول، خو د هېواد په نورو برخو کې بيا خبره بل شان وه. په ټول طالبي جنګ کې بيا هغه دی چې په ټول زموږ هزاره مېشت وروڼو ساحو کې ښوونځي د هلکانو او نجونو پر مخ خلاص ول، خو په نورو ځايونو کې نه.

دا چې له ارثي پلوه د زاړه ښکېلاک له وخته او د ثور له اوړون (انقلاب) راوروسته تر ننه پورې ټوله دښمني له يوې څلمې له يو قشر سره ده چې هم يې پرې جهاد او هجرت لازمي کړی او هم يې د دوی په کارونه چې د اشغال پر وړاندې جنګ او هم يې پرې د نړيوالو له لورې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم جنګ راتپلی دی. شل کاله يې پرې جنګ وکړ، خو تېر ته ورته زموږ د جهاديانو په څېر يې د حکومت کونې او د سيستم جوړونې ښوونه لا څه ان چې هغه شعور يې هم ورنه کړ. ځکه خو زموږ د جهاديانو ناکامي هم دا وه چې ډېر ژر د بهرنيو څارګري سازمانونو له لورې په خپل مينځي جګړو کې ښکېل او طالبان رامسلط او بيا د هغوی ناباندي له ملت سره د دې جوګه شوه چې پر نړيواله ټولنه يې په اشري توګه وټکوي او د پنجاب وتهران له غوجلو راواخله د امريکا پورې تړلی د ګوانتنامو د کيوبا د خاورې هغه بدنام زندان هم راڅخه ډک کړ.

طالب چې اوس بيا د يوې ګنده او خوسامارې معاملې په ترڅ کې رامينځته شوی چې لله الحمد هېواد ورته په سوله ييزه توګه ورسپارل شوی، نو اوس د حکومت په جوړونه کې پاتې راغلل.

نړۍ ته وايی چې موږ په رسميت وپېژنۍ او وعدې ورکوي چې موږ مو د سفارتونو امنيت پخپل لاس کې نيسو او د ازبکستان و ترکمنستان په شمول هغوی ته د هغوی د تېرو شروع شويو پروژو د تامين ډاډ ورکوي، خو خپله بيا ولس ته د ښوونځيو د پرانېستنې د امنيت ډاډ نه شي ورکولی چې دا د دوی رد ونقيض ادعا جوتوي.

يوه ښوونکي په دې اړه وايي چې طالبانو ورته ويلي، دوی ښوونځيو ته د تلونکو نجونو د امنيت ډاډ نه شي ورکولی.

دا يوه ښه خبره ده چې زموږ ګران هېوادوال هراتي ښوونکي وروڼه او خويندې د ټول خطر سره دېته زړه ښه کوي چې خپل اولادونه ښونځي ته واستوي او له زده کړې محروم نه شي، ولې بيا هم موجوده واکمنه اداره چې تل به يې د امنيت باټې وهلې چې موږ امنيت راوستی او دا و هغه مو کړي دي، خو نن دا دی مني چې د هېواد امنيت و اداره يې له توانه پورته خبره ده او اوس خو هغه ده جوته شوه چې له اداري سيستم سره نااشنا دي او د حکومت په جوړونه او د سيستم په بيا فعالولو کې پاتې راغلل. دا دی درې مياشتې پوره کيږي چې دوی لا تراوسه د تعليم و تربيې په نوم يوه نوې مسوده هم تياره نه شوی کړی، نو نور هېواد به څنګه اداره کيږي؟ د دوی به سر اوس يا لږ وروسته خلاص شي چې که د نورو د ګټو لپاره شلکلن جنګ اړين وو، نو هېواد جوړونه او سيستم بيا رغاونه او چلونه له هغې خورا زياته سخته ده.

ان تر دې چې دوی خوارانو خو د هغه قُم او د اکوړې له مدرسې هم زده کړه ونه کړه چې هغوی دواړه ګاونډيان څنګه خپل تعليمي سيستمونه څنګه چلوي او دوی څه کول؟ حکومت ته د اکوړې د مدرسې له انګله کتل دا د دوی لپاره يوه نامناسبه چاره ده. مدرسه د نظام يوه برخه ده، خو نظام د مدرسې برخه کېدای نه شي. نه پوهېږم چې دوی د مولانا سميع الحق زوی حامد الحق څه په غوږ کې ورڅڅولي ول؟

ام کنتم شهداء اذ حضر يعقوب الموت اذ قال لبنيه ما تعبدون من بعدي قالوا نعبد الهک واله ابائک ابراهيم واسماعيل واسحاق الهاًا واحدًا ونحن له مسلمون [البقرة : ۱۳۳]

نوټ :دا ځکه چې د عبادت لپاره زده کړه ((علم)) او په دين کې پوهاوی اړين دی. عبادت بېعلمه (بې پوهې) نه کيږي او د ايمان لپاره يوازې فکر ((سوچ)) اړين دی.

The truth about women in Islam | Shaykh Akram Nadwi - YouTube

علماء دا وايی چې د هغه مبارک اندېښنه زده کړې ته وه نه يوازې عبادت ته. ځکه هغوی د پېغمبر زامن ول او ټول مسلمانان او پر الله تعالی يې ايمان لرلو، خو اندېښنه دا وه چې خدای مه کړه زما د مرګ نه وروسته علم (زده کړې) ته مخه نه کړي او بې زده کړې پاتې شي.

لله الحمد افغانستان يو تاريخي اسلامي هېواد دی، خو دا چې اوس د مذهب په پلمه په لوی لاس هغه هم بيا د مذهب د پتنګانو په لاس په يوه او بله پلمه له زده کړې محروم شي. د خلکو د وخت صدراعظمان او د کورنيو او اطلاعاتو وزيران يې د قرآن عظيم الشان له هغه تر ټولو ساده او اسانه سورة ان تر دې چې نالوستې طبقه هم د پينځه وخته لمانځه کې په مکرر ډول وايی، خو د دوی د اطلاعاتو وزير ياده نه ده او بيا زموږ د دين پتنګانو د هغه د لارښوونې لاندې جهادي زده کړه او روزنه حاصلوله، نو د دې جهاد به موږ ته څه ګټه ورسيږي. ښه بېلګه يې دا شوه چې روغ رمټ راته جوړ شوی او راسپارل شوی سيستم اوس بيرته په کار راستولی نه شو او هر څه له يوې مخې فلج او په ټپه ولاړ دي. هغه اقتصادي ستونزې خو پرې د پاسه خبره ده. نو يو څوک چې دومره اوږد جنګ کوي، نو ختمي د دې تمه لري چې يوه ورځ حکومت ونيسي او واک وچلوي، خو نن هغه دی چې په چلونه او جوړونه کې پاتې راغلل.

تاند :

تاند:( شنبه، د عقرب پينځلسمه) د متحده ايالاتو يوه مشهور څېړنيز بنسټ ( له ديموکراسيو څخه د دفاع بنسټ) په يوه تازه تحليل کې د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مخکينی استازی زلمی خليلزاد په واشنګټن کې د طالبانو استازی ګڼلی دی.

سرچينې پخپله وېبپاڼه کې په دې اړه يو مطلب خپور کړی او ويلي، چې خليلزاد که څه هم د سولې بهير د ناکامۍ پړه پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني اچولې، خو واقعيت دا دی چې ټوله پړه خپله د خليلزاد ده.

د ليکنې ليکوال زياتوي، چې خليلزاد طالبان په هېڅ صورت نه نقدوي، بلکې په ډېرې سپين سترګۍ يې دفاع او استازيتوب کوي.

ليکوال ليکي، چې طالبانو د سولې بهير لپاره هېڅ لېوالتيا نه لرله، اوربند او د سولې مذاکراتو ته نه حاضريدل او نقشه يې ټوله همدا وه، چې پر ټول افغانستان په کوم ډول چې واکمن شول، بايد واکمن شي.

ياد شوی بنسټ، خليلزاد د سولې بهير په نوم په افغانستان کې د ټولو لاسته راوړنو د بايللو او هلته يې د نورو ګواښونو د رامنځته کيدو اصلي عامل ګڼي.

دغه بنسټ، له القاعدې ډلې سره د طالبانو نه شليدونکو اړيکو او تراوسه موجوده همکاريو ته په اشارې وايي: يوازينۍ دوه ډلې چې له خليلزاد څخه بايد منندوی وي، طالبان او القاعده دي.

دا د خليلزاد ناولې لوبې وې چې د پنجاب د خوشالولو لپاره يې وکړې او افغانستان يې يوځلې بيا د طالب په لاس له ګړنګه وغورځولو چې بيا په اسانه راپورنه نه شي او تل د پنجاب تر هر ډول نفوذ او نظامي ګواښ لاندې وي. هېواد يې د اشغال لاندې بل اشغال ته ورټېله کړ چې دېته ظلمت فوق ظلمت ويلی شو. خليلزاد په لاس د حميدګل د زوی عبدالله ګل ارمان پوره کړ چې د طالبانو له راتګ څو ورځې مخکې راڅرګند او په زغرده يې افغان حکومت ته له جنوبي وزيرستانه ګواښنه وکړه :

د عبدالله ګل د حميد ګل زوی څرګندوې

پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدينو په مرسته يې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته :

· د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوريت؛ له منځه وړم (۱)،

· چې افغانستان بيا په کنډواله بدل (۲)،

· او د پاکستان؛ له سيالۍ ولوېږي (۳).

طالبان کاملاً زما د هدايت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې :

· د افغانستان اقتصادي زېربنا (۴)،

· دولتي تاسيسات (۵)،

· حکومت او جمهوريت (۶)؛ له منځه يوسي.

The Five Evils who destroyed Afghanistan

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

زه نه پوهېږم چې زموږ خروټي مفسر به د بابر دې ډول څرګندونو ته هغه وخت په خپل تفسير ((قرآني پلوشو)) او هم د سيد ابوالاعلی مودودي په ليکل شوي تفسير ((تفخيم القرآن)) کې ورته څه جواز لرلو؟

کاشکې چې اوس بابر ژوندی وای او خليلزاد له بابر او د حميد ګل له زوی سره يوځای د افغانستان د ننني مخ حالت سره د خوشالۍ يو ګډه ګډا کړی وای چې څنګه سره درېواړه په ګډه خپلو ناولو موخو ته ورسېدل.

د لېوني ارمان پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه

نن عملاً ګورو چې د هېواد خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده. د پنجاب مالونه مفته ځي راځي او زموږ يې راته زموږ په خيالي کرښه کې خوسا کړل. فيض او قريشي نېغه په نېغه ارګ ته راځي، خو زموږ ګونګه نانځکه يې له ملت سره خبرې هم منعه کړي او ستر عورت يې ګرځولي دي چې دا يې لا کوم ډول حجاب دی؟ پر مولوي محمد نبي محمدي د کابل هوا بده لګېده، ملا محمد عمر مجاهد مو له سره ونه ليد او دا بل چې راته اوس په ارګ ناست دی د قسم لپاره سوڼ يې له خولې نه خيژي، نو دا استقلال و اشغال نور څه ته وايی؟ له دوی خوارانو خو خليلزاد او پاکستان په ګډه هغه د خبرو واک هم اخېستی دی.

په درنښت

 

هرات کې د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي - BBC News پښتو

تاند -امريکايي بنسټ: خليلزاد په واشنګټن کې د طالبانو استازی دی (taand.com)

تاند -د لوړو زده کړو وزير تازه پلان، د ط ملایانو ته علمي رتبې ورکوي (taand.com)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery