مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کور دننه او بهر د مشترکاتو لټون او سمون ته اړتیا ده

عبدالوحيد وحيد

 

د سياسي تړاوونو، شخصي ملحوظاتو او د سليقوي اړخ په نظر کې نیولو پرته د يوه افغان په توګه چارواکو ته لمن غوړوم چې په اوسني حالت کې په پراخه کچه ملي او بين المللى کړنلارو او تګلارو کې د مشترکاتو پر بنسټ د سمون او بدلون هڅو ته جدي اړتیا شتون لري. ننګونې او فرصتونه شتون لري. که مو فرصتونه ونشو کارولای، نو د ستر بشري ناورین او بوږنونکې اقتصادي فاجعې د رامنځته کيدو څرک ليدل کېږي. دا به داسې وحشتناکه سناريو وي چې تاسو به يې بيا د مديريت کولو توان ونلرئ.

زموږ د ټولو افغانانو ترمنځ دود ګرزيدلى دى چې د خپلو ګناهونو او نيمګړتياو په تړاو د غور کولو او سمون له خپل ځان څخه د پيلولو پرځاى پړه په بهرنيو لاسوهنو او مخالف لوري اچوو او د نورو خلکو پړه ګڼل موږ ته يو ډول د برائت احساس راکوي، خو واقعيت دادى چې که بهرنى لاسوهنه ومنو، نو بيا هم د هغوى په غوښتنه بد اعمال موږ ترسره کوو. موږ خپل وروڼه وژنو، هېواد ورانوو او د پرديو لاسوهنو پروژې عملي کوو.

متاسفانه د طالبانو لخوا د ټول هېواد له نيولو وروسته درې میاشتې تيرې شوې چې نه حکومت جوړ شو، نه د ملت غوښتنو ته حل لاره وموندلاى شوه او نه هم له نړيوالو سره د تفاهم لپاره کومه تګلاره چې د مشترکاتو پر بنسټ ولاړه وي رامنځته شوه. په عمومي ډول طالبان هم د خپلو کړنو د توجیه لپاره موانع وړاندي کوي او پړه د نړيوالو په غاړه اچوي. فکر کوي چې نړيواله ټولنه نه غواړي اسلامي امارت په خپلو پښو ودريږي. کفار له اسلامي نظام سره ازلي او ابدي دښمني لري وغيره وغيره.

شک نشته چې په نورو باندې د ملامتيا اچولو پرځاى له هغوى سره د خبرو لپاره د مشترکاتو لټون مهم دى. د سمون او بدلون پيل هم په کور د ننه له ولسونه سره د سمون او بدلون لپاره تعمیري هڅو او نوښتونو ته اړتیا ليدل کېږي. زما په اند نړيوال د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ځانونه مجبور ګڼي چې د مشترکاتو پربنسټ له طالبانو سره اړيکې نورمال وساتي. اسلامي امارت پرته له دې چې په اسلامي اصولو باندي معامله وکړي باید له نړئ سره مشترکات لټولي واى او بيا يې د همدغو مشترکاتو په چوکاټ ورسره تعامل کړى واى.

که ژمنې له هر چا سره وي، خو ورباندې عمل کول په ټولو اديانو او مروجه قوانینو کې الزامي اړخ لري. که په لوړ پوړو پوستونو باندې د ګمارنو، د نجونو د زده کړو نامعلوم صورت حال، په ډيرو ادارو کې په ښځينه کارکونکو باندي د کار بنديزونو ته ځير شو نو يقيناً پوهيږو چې ستونځه شتون لري.

افغانستان اوس هم د نړيوالو د توجه محور جوړوي او د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه له اسلامي امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري. د افغانستان د هيرولو له امله غرب ستر ځاني او مالي زيانونه وګالل، خو د موجوده حکومت لخوا په تګلارو کې بدلونونو ته سخته اړتیا ليدل کېږي او اوسنى ستونځه له نړيوالو سره د مشترکاتو په لټون کې د چارواکو پاتي راتلو نتیجه ده.

زما په اند د ځينې افغان مشرانو په دغه استدلال کې په عمومي توګه وزن نشته چې کفار داسې شرطونه او غوښتنې لري چې اسلامي امارت ته يې منل له سرو کرښو څخه د اوښتلو مترادف ګڼي. دا کلک ايماني فراست پياورى استدلال او فعاله ديپلوماتيکه لابي غواړي چې د خبرو اترو په ميز باندې د ډير لږ انعطاف ښودلو له لارې څومره امتیاز ترلاسه کيداى شي.

د نړيوالو لخوا افغانستان ته د اړتیا لوړ ګراف، امنیتي او اقتصادي رقابتونه او د افغانستان جيو-ايکانوميک او جيو-پوليټيک موقعیت د افغانستان د چارواکو په لاسونو کې خورا ارزښتناک پواينټونه دي چې د خبرو په ميز باندي يې په خپله ګټه وکاروي. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کيداى شي چې اوسنى حکومت په ملي او نړيواله کچه متوازنه معتدله او د اسلامي شريعت په رڼا کې يوه منل شوې انډوليزه تګلاره ولري.

که ژور فکر وکړو نو دقيقاً پوهيږو چې هيواد به مو د اوسني حکومت د ځينو سهوو له امله په راتلونکي کې له سختو اقتصادي او سیاسي ستونځو سره مخ شي. که د نړيوالو بنديزونو له امله ولس له ستونځو سره مخ کيږي، نو په زغرده وايم چې امارت به د ولسي غبرګون د مديريت کولو وړتیا ونلري او په افغانستان کې به ديني حلقات د اوږدې مودې لپاره د خلکو ترمنځ د يوه مطلقا ناکام قشر په توګه وپيژندل شي.

د توپک په شپيلۍ د کابل له نيولو وروسته يقيناً ويلاى شم چې طالبانو د نفسياتي برتري له امله د پراخ بنسټه حکومت جوړولو کې ستونځه نه درلوده. د بيان د ازادي د عقایدو په چوکاټ کې اسلامي اصل دى. په حکومت کې د ولسي ګډون اصل باید په نظر کې ونيول شي. د مټو په زور د واک ترلاسه کولو مطلب قطعاً دا نه دى چې دولتي بنسټونه وسائط او شتمني شخصي ملکيت وګڼل شي. کار د کار اهل ته سپارل قراني حکم دى او موږ يې وينو چې په دغه مورد کې د امارت د چارواکو لخوا تخطي کيږي.

دا دريز موجه نه دى چې څوک ووايي چې طالبانو ولايتونو او کابل په ناببره توګه په دومره تيزي ونيول چې د نظام جوړولو ته يې وخت نه ومونده. ايا تير شل کاله مبارزه د دې لپاره نه وه چې يوه ورځ به راځي چې هغوى به ارګ ته د بيا حکومت کولو له هوډ سره ننوزي؟

اوس هم لا وخت شته چې اسلامي امارت خپل لومړيتوبونه درک کړي، په عاجلو حالاتو د عاجلو پريکړو نوښت وشي. کورنى او بهرنى تګلاره ترتیب او ولس يې په هکله په اعتماد کې واخیستل شي. نړيواله سوداګري ژر تر ژره پيل شي. د خوراکي او سون د توکو قحط مخه ونيول شي. اقتصادي راکد حالت ته د پاى ټکى کيښودل شي. د نجونو او هلکانو ښونځي او دولتي پوهنتونونه پرانستل شي. اصلاحات په تدريجي ډول، د شرائطو په پام کې نيولو او د امکاناتو له ترلاسه کولو وروسته پيل شي. د ملي پراختیا پروژې پيل شي. له پاروونکو څرګندونو او اختلافي مسائلو راسپړلو څخه ډډه وشي. د بنسټونو د فعالولو لپاره ځينې عاجل ګامونه واخیستل شي.

اوس داسې ښکاري چې طالبان په فرعي او جزوي مسایلو کې نښتي دي، غير ضروري مسائل راسپړي او د خپلمنځي نظري اختلافاتو په پټولو باندې تمرکز کوي. هغوى فکر کوي چې نړئ د هغوى د اختلافاتو را پارولو باندې پانګونه کوي.

د نجونو د زده کړو او د ښځو کار ستونځه دومره ستر ستونځه نه ده چې د اسلامي امارت او نړيوالو ترمنځ تقابل ته خبره لاړه شي. زه منم چې د نجونو د زده کړو او د ښځو کارى چاپيريال باید له هر ډول ګواښ څخه خوندي وي. دغه ډول خوندیتوب له نړيوالو سره د خبرو په ترڅ کې د حل وړ دى.

شته ستونځو ته سمه حل لاره پيدا کول د حکومت د بريا ضمانت دى. که داسې ونشي، نو ستونځې د ونو په شان نه وي چې له بيخه په ايستلو يې چاره وشي بلکې غر ورڅخه جوړيږي چې ختمول به يې پيړئ وخت اخلي او يا به هم ناشونې وي.

په درنښت؛

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery