مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

"ملي بیرغ ، ملي هویت او ملي عزت

پوهاند استاد محمد اسمعیل یون

حکومتونه ځي راځي ، تنظیمونه او ګوندونه هم ځي راځي ، خو په یو ملت او وطن کې ځينې داسې تلپاتې اعتقادي او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې د ټولو ملت ټولیز توافق او اجماع موجوده وي، هغه که هر ګوند او ډله واک وځواک ته رسېږي ، نه یوازې د دې ارزښتونو د تغیر هڅه نه کوي ، بلکې د هغو د پاللو او ځلولو لپاره هم هلې ځلې کوي، په افغانستان کې اسلامیت چې د اسلام جوهر دی او افغانیت چې د افغان جوهر دی ، دا دواړه زموږ اعتقادي او ملي ارزښتونه دي ، پالنه او ځلونه یې د هر مسلمان افغان مسولیت او مکلفیت دی، د تاریخ په اوږدو کې چې هر فرد او سیاسي ډلې دې ارزښتونو ته په سپکه کتلي او یا یې په دې دوو کې یو له پامه غورځولی ، هغوی سپک شوي او د تاریخ له یوې درنې څپېړې سره مخامخ شوي دي.
په دې تېرو شلو کلونو او په تېره بیا د ډاکتر صیب غني د حکومت په بهیر کې چې د قدرت پر سر د طالبانو او د حکومتي پوځونو تر منځ جنګ روان و ، د ټولو هیله دا وه چې دواړه خواوې باید لږ تر لږه پر دیني او ملي منل شویو ارزښتونو توافق ولري او هغو ته ستونزې پېښې نه کړي ، خو اوس چې ګورو د طالبانو د تحریک له لوري چې کومې سیمې ونیول شوې له ټولو نیول سیمو څخه د افغانستان ملي بېرغ را کښته شو او پر ځای یې د طالبانو د اسلامي تحریک یا اسلامي امارت بیرغ پورته شو.اکثره خلکو فکر کاوه چې طالبان په ګرمه وینه دي ؛ کله چې یې کابل ونیو دې ارزښت ته به پام وکړي او سیاسي رهبري به یې د ملي بیرغ د راکوزولو مخه ونیسي ، خو داسې و نه شول او خبره ان د ارګ تر بیرغه هم ورسېدله.دلته غواړو په لنډیز سره د طالبانو د تحریک مشرتابه ته څو ټکي بیان کړو ، چې سره له همدا اوسه ورته پام وکړي او دنه پاملرنې په حالت کې یې زیان ټول ولس او په تېره بیا د طالبانو تحریک ته متوجه دی:
۱- د افغانستان ملي بیرغ هم ملي دی او هم تر ټولو اسلامي دی. ملي ځکه دی چې هر رنګ یې د خپلې زمانې د حالاتو او زموږ د پلرونو د تورو څرګندونه کوي ، که دې بل اړخ ته یې واړوې ، نو د رنګونو له مخې اسلامي ځکه دی چې د اسلام په ټولو غزواتو کې له تور ، سپین او شین رنګونو زیاته ګټه پورته شوې ، نو له دې اړخه له درې برخو څخه یې دوه برخې له اسلامي رنګونو رغېدلې دي او د اسلام په ښکلې کلمه هم مزین شوی دی.
د دې تر څنګ زموږ ملي بیرغ په ملي نښان هم ښکلی شوی ، چې دا نښان بیا په خپل ذات کې د اسلامي اعتقاداتو له جوهرونو رغېدلی ؛ منبر لري ، محراب لري ، مسجد لري ، مناره لري او (الله اکبر ) یې هم په سر کې لیکل شوی دی.د هېڅ اسلامي هېواد په بیرغ کې د دین دومره کیفیت نه دی تمثیل شوی ، نو بیا ولې له دې بیرغه ګټه نه پورته کېږي چې پر ځای یې بل بیرغ ته ترجیح ورکول کېږي؟
۲- د طالبانو د تحریک او یا د اسلامي امارت بیرغ هم اسلامي دی ؛ هم یې رنګ اسلامي دی او هم په کلمې مبارکې ښکلی شوی، خو ملي نه دی او د دیني ارزښتونو د اعتقادي ریاضي له مخې هم ترې زموږ د ملي بیرغ ضریبونه زیاتېږي.
۳- د طالبانو اسلامي تحریک کولای شي خپل دا بیرغ لکه د نورو تنظیمونو د بیرغ په شان د یو تنظیمي بیرغ په توګه وکاروي او د ملي بیرغ تر څنګ یې وکاروي ، خو هېڅکله یې باید د ملي بیرغ عوض نه کړي او نه یې د هغه د تضعیف وسیله کړي.
۴-طالبان تر اوسه پورې یوازې نازک مذهبي مشروعیت لري ، چې هغه یې هم د تورې او برچې په زور تر لاسه کړی دی، له دوی څخه د یو زیات شمېر افغانانو د ملاتړ یو علت همدا و چې دوی له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وو ، او د ووی اساسي سیاسي مخالفین سخت ملت صد عناصر وو، نو که دوی د ملي بیرغ په مقابل کې همدې ډول چلند ته دوام ورکړي، نو د یو زیات شمېر هغو افغانانو له ژورې کرکې ، خفګان او غبرګون سره به مخ شي ، چې ملي بیرغ سره مینه یې رګونو ته ورننوتې او د ملي احساس یوه اساسي برخه یې جوړوي.
۵- اسلامي امارت یو ځل بیا د نړیوال مشروعیت له بحران سره مخ دی، د هېواد ملي بیرغ ټولې دنیا په رسمیت پېژندلی ، دا به هغوی ته یوه ښه پلمه شي چې دا ډول یو حکومت ، چې له خپل بیرغ او تاریخ سره ستونزه لري ، نو موږ سره به څه ډول نرمښت او تفاهم وکړي ، نو ښه ده چې هېڅ ورسره اړیکي و نه ساتو او په چورلټ ډول یې له رسمییت پېژندنې څخه تېر شو.
۶-دلته مخکې نورو واکمنو ډلو پخوا هم د ملي ، دیني او تاریخي هویت د مسخه کولو هڅې کړي دي ، خو په پای کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. د کرزي او غني په تېرو واکمنیو کې افغان ضد او اسلام ضد عناصرو هڅه وکړه چې د هویت په تذکره کې د دین او ملت ستون له منځه یوسي او په دې ډول په تذکره کې د (اسلام )او (افغان) کلمو د لیکلو مخه ډب کړي ، خو شعوري ملتپالو او اسلامپالو افغانانو یې پر ضد پراخ لاریونونه وکړل او د تصویب شوي قانون بیا سمون
ته یې لاره اواره کړه ، نو د طالبانو د تحریک مشرتابه باید دې ملي نزاکتونو او حساسیتونو متوجه وي ، داسې نه چې د ملت له یوه مخالف موج سره ځان مخامخ کړي.
۷-همدا نن او سبا کې طالبان مجبور دي ؛ تر هغه پورې چې خپل نوی اساسي قانون جوړوي ، له نړېوالو سره د تعامل او د ورځنیو چارو د پرمخیون په خاطر په موقت ډول یا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د وخت ، یا د سردار محمد داود خان د وخت او یا هم د اوسني تېر جمهوریت پر همدې نوي اساسي قانون ډډه ولګوي ، په دې ټولو کې خو همدا درې رنګه بیرغ منل شوی او تصویب شوی دی.
۸-موږ د طالبانو له مشرتابه څخه په ډېر جدیت او صمیت هیله کوو چې د ملي بیرغ په برخه کې مو پر پالیسۍ له سره غور وکړئ، همدا ملي بیرغ چې په حقیقت کې تر ټولو اسلامي بیرغ هم دی، تایید کړئ ، ویې ځلوئ او ویې رپوئ ، د ځان پر خلاف بله جبهه مه خلاصوئ . عجیبه خبره خو دا ده چې طالبان خپل مخالفین لکه تورن اسمعیل خان او نور ، چې د دوی ورسره د سوونو مړو حساب او کتاب پاتې و ، هغه یې ټول په غېږ کې ونیول ، خو خپل ملي بیرغ په غېږ کې نه نیسي؟
۹-طالبانو ګورئ تېروتنه ونه کړئ ، خدای مه کړه چې ستاسې مخالفین او لنډغر ، چې کلونه کلونه یې د همدې ملي بیرغ د مسخه کولو لپاره هلې ځلې کړي ، د همدې بیرغ ساتنه پلمه کړي ، ستاسو او د ولس تر منځ تضاد پیدا کړي او بیا وروسته دې بیرغ ته هم شا کړي او خپل بیرغ ته
مخه.
۱۰- وروستۍ خبره مو همدا ده چې څو ورځې نور هم طالبانو انتظار کوو، چې دوی په هېواد کې داستقرار او امنیت جوګه شي ، تر هغه به وروسته د طالبانو مشرتابه ته ورځو ، دلیل او منطق به ورسره وایو او د دوی په اصطلاح د شریعت په رڼا کې به خپل ملي هویت ګټو، ټول ملتپال او اسلامپال افغانان دې د داعيې د ګټلو لپاره یو ځل بیا سره متخد شي."
ملي بیرغ دې رپاند وي
#افغانستان_زنده_باد
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery