مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دصلحي پروسه او ددوږغ ډبره - څلورمه برخه

عبدالستار ایوبي


 (۲۷ جدي ۱۳۹۹)
دا چي ولي لوی ملا صاحب د حامد کرزي د وژلو سره علاقه او کندهار ته د هغه راتګ سره ستونزه لرل، دا سوال هغه مهال جواب سو چي کله د کندهار طالبانو ته رسماً امر وسو چي واک هغه کندهاري قومندانانو ته تسلیم کړي چي په کابل محوره ګوندونو پوري مربوط وه او دا هغه ګوندونه وه چي مستقیماً یا نیابتاً د طالبانو د واکمني په ټولو کلونو کي د شمالي ټلوالي تر بیرغ لاندي د طالبانو په مقابل کي جنګیدلي وه او د آی ایس آی او ایراني استخباراتو سره یې تاریخي معاملې درلودلي وې. حامد کرزی که څه هم چي پخپله د دې ګوندونو څخه په یوه ګوند پوري تړلی پاته سوی وو خو په کټه کي د ده د پلار د تروریدو وروسته د سهیل لویدیځي حوزې د قبایلو د مشرانو لخوا په رهبري منل سوی وو. د ارزګان څخه کندهار ته د راتګ پر مهال دی هله د امریکایي بمبار لاندي راغلی کله چي یې د یوې راډیو سره د مرکې پر مهال دا څرګنده کړل چي امریکایانو د دوئ سره دا نه وه کړې چي د پخوانۍ شمالي ټلوالي ځواکونو ته اجازه ورکوي چي کابل ته داخل سي او ټول وزارتونه او ریاستونه اشغال کړي. دا چي د حامد کرزي په مشري د افغانستان په جنوبي کمربند کي د طالبانو ځواکونه په بریالیتوب سره خالي صلاح سول او امریکا و د هغه د ائتلافیي هیوادونو (چي ځانونه نړۍ او خپل اړوند موضوعاتو ته نړیوال موضوعات وایي) ته متوجه امنیتي ګواښونه ورک سول په کار وه چي په نوي جوړیدونکي نظام کي حامد کرزي او پښتنو قبیلو تر څنګ طالبانو ته هم غوښنه برخه ور رسیدلې وای. نړۍ او تاریخ پرې شاهد دی چي پخوانۍ شمالي ټلوالي د امریکایي بمباریو د ملاتړ سربیره تر اخیره پوري یو ګام پرمختګ هم ونه کړ او امریکا مجبوره وه چي د افغانستان د شمالي صفحاتو او کابل څخه د طالبانو پر شا تمبولو لپاره د پاکستان ای ایس آی ته ستر امتیازات ورومني چي د هغه وروسته د عالي قدر امیر المومنین په فرمان د طالبانو لمړنیو خطونو باندي اکمالات قطع سول او د عقب نشیني امر ورته وسو چي دې غیر منظمي او نامدیریت سوي پرشاتګ د پښتون ټبر په زرهاوو جنګیالي زلمیانو د شهادت او اسارت لامل سو. اوس که موږ د دې ځوانانو په قصاص کي ملا یعقوب او نور د آی ایس ای جاسوس طالب مشران ټوټه ټوټه هم کړو، څه ګټه لاسته نه راځي. عادي طالبان دومره ساده او بیعقلان وه چي خپله رهبري وپوښتي چي دا دعقب نشیني پر مهال وسلې او مهمات مرکزي ښارونو ته او نظامي قرارګاوو ډیپوګانو ته ولي انتقالوي. په هره سیمه کي لازمه وه چي ټولي نقدي پیسې، دا درنې وسلې او مهمات په لیري سیمو کي تحریک ته وفاداره ولسي وګړو ته ویشل سوي وای یا د غرونو په سمڅو کي ساتل سوي وای څو یو خو د هوایي بمبار او چاپو څخه مصئون پاته وای او بل په اینده کي د چریکي جګړې لپاره کار ځني اخیستل سوی وای او د شمالي ټلوالي په ګوندونو پوري اړوند قومندانانو ته ولي د واک سپارلو امر ورته کیږي. په کار دا وه چي د دښمنانو د سیمو څخه منظمه تکتیکي عقب نشیني سوې وای، مهمات او واک ځایي پښتني قبایلو ځوانانو ته سپارل سوي وای او جنګیالي په قاچاقي لارو خپلو کورونو ته لیږل سوي وای. دا چي حامد کرزی پنځه لس کاله ولس مشر پاته کیدو سربیره ولي په دې ونه توانیدی چي یوه مسلکي کابینه، بې طرفه امنیتي ځواکونه او اهل چارواکي مقرر کړي؟ یوازینی علت یې کابل ته د شمالي ټلوالي د ځواکونو راتګ وو. هغه ته بهرنیانو اجازه ورنه کړل چي قابل او مسلکي کسان پر مهمو موقفونو باندي وګماري ځکه چي د هغوئ افغان جاسوسان ځني خوابدي کیدل او بیا یې جاسوسي نه ورته کول. افغان ولس د ده شهامت په هغه ورځ مشاهده کړ په کومه ورځ چي ده د سترتاجک تړون د امضاء څخه ډډه وکړل. لویي جرګې ته رابلل سوي منتفذین د افغان ولس مخور او منل سوي کسان وه چي په یوه ژبه او یوه صلاح یې پخواني ولس مشرته د تړون د امضاء کولو صلاح ورکړل. دا چي زموږ متنفذین ولي بې کفایته دي؟ جواب موندل یې مهم نه دي. مهم کار د ناهل شخص ګوښه کول دي چي کله یې نا اهلي ثابته سي او اهل و قابل شخص د هغه پر ځای راوستل دي چي د معلوم کار د بریا ضمانت وړاندي کړي. یو تکړه جنرال هغه مهال د جګړې د ګټلو لپاره خپل مهارتونه پر کار اچولای سي چي عسکر یې منظم، اطاعت کونکي، تکړه او په لازمو مهارتونو کي روزل سوي وي. استاد هغه مهال شاګرد ته درس ورښودلای سي چي شاګرد درس د زده کړي شوق ولري. تر څو پوري چي زموږ عام خلګ د ښه اوبد مشر فرق زده کړي نو دا بد مشران به ورته ښه سي. کله چي زموږ خلګ د خپلو مشرانو د اړیندو مسئولیتونو په اړه متفق سي، داغه مشران به مسئولیت شناسه سي. کله چي زموږ خلګ د خپلو مشرانو په وړاندي خپل مسئولیتونه احساس او اجراء کړي، اهل مشران به خپله ځانونه ورته څرګند کړي او نا اهله مشران به په خپله خوښه خپل تاجونه پر تخن ورته کښیږدي او د دې څخه به بې علاقه وي چي ولس دا تخت او تاج و چاته ورکوي. کله چۍ د طالبانو د سقوط وروسته نوی نظام تاسیس سو نو د افغان ولس په استازیتوب یوازي حامد کرزی کابل ته ولاړ چي ولس مشر وټاکل سو نور حکومتي رهبري که د شوراوو وه، که امنیتي ځواکونه او که ملکي ادارې وې هغه کابل محوره سازمانونو ته ښکیلو دولتونو په ټېکه ورکړې چي د دوئ د استخباراتو اجیر وه. دا چي ولي افغانستان ته راغلي غربي ائتلاف د حامد کرزي سره د سردار محمد داود په څیر سلوک وکړ، په علت یې ټول افغانان پوهیږي، چي هغوئ د افغانستان په هر ولایت، ولسوالي او کلي کي خپل تنظیمي لوچګان لرل، رانیول سوي پیران او علماء یې لرل او داسي قومي مشران یې په واک کي لرل چي د یوې ډیري محدودي طمعي لپاره یې پر دې سازمانونو ایمان راوړی وو. هر افغان ته رشوت منل سوی وو. په هغه ورځو کي هغه طالبو جنګیالیو ځانونه ډېر یواځي احساسول چي د مخفي استخباراتي پروګرامونو څخه خبر نه وه. د افغانستان په ښارونو او کلیو کي دوئ د د الله تعا لی ج او یو څو بې وسه عادي وګړو پرته بل ملګری نه لیدئ. ډېر زور غواړي چي شپږ اوه کاله د وینو په دریاب کي سفر وکړې او په پای کي بیرته هغه ځای ته راوګرزې، د کوم ځایه څخه چي دي حرکت کړی وي. هغوئ ټول په شهادت وروسول سول یا ونیول سول او یا فرار سول... حامد کرزي بله چاره نه لرل چي په هغه څه قناعت و صبر وکړي چي ور رسیدلي وه، ، ارام کښیني او انتظار وباسي چي د دولتي اصلاحاتو غوښتنه خپل د ولس لخوا په دسته جمعي راپورته سي، بیا به دی هم خپل وس ورسره ملګری کړي. باوجود د دې چي نوموړي تر خپله وسه د کابل محوره مافیاوو سره اوبه غلبیلولې، هغوئ دده او د ده د کورنۍ د ختمولو یوه موقع هم د لاسه نه ده ورکړې. په کندهار او کابل کي وژونکي بریدونه پر وسول. پر ورور احمدولي خان کرزي باندي یې د ماهي پر پر لار قاتلانه برید ترسره سو او بالاخره په کندهار کي په شهادت وروسول سو. حامد کرزی شاید په دې پوه وو چي په څو لسیزو کي د جګړو او مهاجرتونو د بټیو وتلي پر افغان ولسونو به دا ځل دومره اسانه د درباري خواجه سرایانو او شاهي کورنۍ مخلوط نسل خپله سلطه قایمه ونه ساتلای سي. دی شاید پوهیدی چي کابل محوره مافیاوي چي د اقتدار میدان ځان ته چغالي وویني نو د افغانستان د جنوب څخه غرب ته او بیا شمال ته غزیدلي پښتني قمر بند کي به د خپلو نیژدې ملګرو سره حتماً غدر کوي. ځکه چي غدر د دوئ میراثي کسب دی. کله چي د حمید الله توخي د ځوان زوی د مرګه خبر سوو نو ډیر افسوس راته ودریدی چي دومره عبادت چي ده د جمیعت وکړ، د هغه په نیمایي یې د خدای پاک عبادت کړی وای نو شاید د نیمي نړۍ پاچاهي خدای پاک ورکړې وای خو جمیعت دده پر زوی باندي د امنیت ملي صاحب منصبي هم نه وه پېرزو. دا تیرو څو کلونو کي خو دا کابل محوره مافیاوي دومره لیونۍ سوي دي چي هڅ یوې طبقې ته هم د ژوند اجازه نه ورکوي. د کابل پر دولتي موقفونو باندي خپله میراثي قبضه ساتل دومره ورته مهم سوي دي چي فقط د اشتباه په صورت کي په پراخه اندازه قتلونه کوي. یو ځل یې پر علماوو سودا ولویږي، دلته عالم دین وژلی، هلته عالم دین وژلی؛ بیا یې پر خبریالانو باندي یې سودا ولویږي، چي راځئ خبریالان ووژنو... هر ځای د خبریالانو ویني پرتې وي. که څه هم د فقر، بې سیوادي او مریدي په ذلت کي ګرفتاره افغان ولس لپاره اوږده مسافه پاته ده چي د سیاست او حکومتوالي په رموزو ځان آګاه کړي، د خپلو اسلامي او پښتني معنویاتو په قدر وپوهیږي او د هغوئ نفاذ لپاره سره متحد سي. د ځانونو او خپلو اولادونو لپاره لیک و لوست د اوبو او ډوډۍ په شان مهم وشمېري. د پیاوړي حکومتوالي په وړاندي د خپلو حقوقو او مسئولیتونو پیژندل او د هغوئ تامین د اسلام د پنځو بناوو یا د ایمان د ارکانو په څیر مهم وبولي؛ خو د کابل محوره مافیاوو ظلمونه به دا مسافه ډېره رالنډه کړي. کله چي اشرف غني کښینستی، ده او دده عقلدانه ملګرو د افغانستان د اداره کولو لپاره کالونیسټي سیاست لار غوره کړل. د افغانستان مختلفو قومونو مخورو ته یې امتیازات ومنل او په هر ولایت کي یې پر مهمو دولتي موقفونو باندي د ناقلو کورنیو هلکانو او انجونو مقررۍ پیل کړې. ځان ته وفاداره دې ناقلو او ځینو ځایي کورنیانو لپاره یې معیار دا وټاکه چي د خپلو آمرانو په وړاندي د غوړمالي او لویالیزم سلوک ولري او په دې لاره کي هیڅ اخلاقي حد ته موتقد ونه اوسیږي. د بهرنیانو په مټ دا پالیسي د نوي نظام د راتګ سره پیل سوې وه. د دې تر مخه د طالبانو په صفوفو کي هم لوړ موقفونه د قابلیت په اساس نه ورکول کیدل. هغه وخت هم ښه موقفونه د خور و د لور په بیه موندل کیدل. د اشرف غني په راتګ سره چاري هغه مرحلې ته داخلي سوې چي نور به دا قومي مخور هم ډي ډي آر کیږي او ټولنه به د مامورینو په مټ مستقیماً د ډکټیشن د لاري اداره کیږي. اوس نو که دا پلان په اخفاء کي پر مخ ولاړی نو ښه تر ښه. او که رسوا سو نو اشرفکه دا ناقلین خو دي په ځای میشتو قومونو قتل عام ته ودرول. چسپکي مینونه اوس هم خلګ پر ریاست امنیت ملي تاوانوي. د کابل قتلونه علني خلګ د امر الله صالح کار بولي. په دې کارونو خو دي اوس هم د نظام او دولت اعتبار په یوه ایکي کړی دی. دا چي په کالونیسټي سیاست دي ځای میشتي ولسونه خبر سول نو لکه هغه د خلقیانو په شپو کي چي به د کابل دروازې لغماني سلمانیان به هر ځای وژل کېدل، بیا به خلګو ته په هر ولایت، هره ولسوالي او هر کلي کي خپل دښمنان ورمعلوم سي. دا په هر یوه پسي ته باډیګارډ پسې کولای سې؟ حامد کرزی به منتظر پاته سي ولو چي دا انتظار د ده تر مرګه پوري وي. دا چي بیا به داسي مشر ولرو چي د افغانستان د جنوبي کمر بند پښتانه به پر راټولیږي او ورو ورو به د ټول هیواد د ملتونو درناوی خپلوي.... یوه غیبي خبره ده چي شاید تنها الله تعا لی ج علم په ولري. شاید موږ پر دې هم علم ونه لرو چي موږ دم تر حاله څومره مسافه پوره کړې ده. دا چي د افغانستان د صلحي پروسه د دوږخ د ډبري سره په مسابقه کي ده، د ملا صاحب او چرسي پر اختلاف دی. ملا صاحب وایي چي د دوږخ کنده ډېره ژوره ده او چرسي بیا ورته وایي چي هر څومره ژوره وي، وخت ډېر پر تیر سوی دی. دا ډبره یوځای بنده ده. د پښتو متل دی چي دنیا په امیند خوړل سوې ده او د چرسي خبره موږ ته یو امیند راکوي. بناً ښه به دا وي چي دا یو ځل د ملا صاحب پر ځای د چرسي پر خبره باور وکړو او د ډبري د بندښت ځای پیدا کړو. دا فورمول اوس افغانانو او نړیوالو ته دومره ساده دی لکه ۱+۱ =۲ چي طالبان تر هغه وخته پوري د پاکستان د استخباراتو د احتیاج څخه نسي خلاصیدلای تر څو چي په کابل کي د آی ایس ای جاسوسان د واک تر ګدۍ نه وي راغورزول سوي. تر څو چي طالبان د آی یس آی د احتیاجه خلاص نه کړو، د طالبانو په منځ کي یو څو د آی ایس آی جاسوسان د خپل واک، دسیسو او خرمستیو څخه نه سو غورزولای. تر څو چي د طالبانو په صوفوفو کي د آی ایس آی جاسوسان خنثاء نه کړو، په دولتي ادارو او ولسي ساختارونو کي د آی ایس ای استخباراتي محراقونه د بینه نه سو وړلای. او تر څو چي دا استخباراتي محراقونه د بینه یو نه سو نه په هیواد کي صلحه او امنیت راوستلای سو، نه پرمختګ کولای سو او نه هم فقر و غربت د بینه وړلای سو. د حل یوازینۍ لار داغه ده چي موقت حکومت جوړ سي یو څو ورځي وړاندي د کندهار په ښار کي یو کندهاری ځوان ووژل سو. تازه نظامي پیلوټ سوی وو او تر اوسه یې په عملیاتو کي برخه نه وه اخیستې. ځوانانو په فیس بوک کي طالبانو ته ښکنځل کول. د دې لپاره چي د کندهار خلګ دا موضوع سمتي ونه ګڼي نو یو بل پیلوټ په کابل کي هم ووژل سو. هغه خلګ چي وایي ښه دی دا نظامي پیلوټان ووژل سي، ځکه چي دوئ افغانان په خپلو استوګنځایونو کي بمباروي. نو باید پوښتنه ځني وکړو چي د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، فراه او غزني ځوانان د ملي اردو رهبري صوفوفو کي داخل نه سي، ریاست امنیت ملي ته داخل نه سي، نظامي پیلوټان نه سي، د پولیسو صاحب منصبان نه سي نو د دې سیمو طالب غازیان به بیا ځنګه درک لګوي چي د بمبارونو او چاپو لپاره معلومات څوک ورکوي؟ د بمبار امر څوک کوي؟ د بهرنیانو سره پټ روابط څوک ساتي چي د شپې بیده یو سهار مو هیواد ته ۸۰ لکه بهرني مجهز عسکر داخل سوي وي، او د یوه سره هم نه پاسپورټ وي او نه د افغانستان ویزه. وروره دا بمبارونه د داغه لپاره کیږي چي زموږ ځوانان د مهمو دولتي موقفونو څخه راوګرزول سي. هغه د ظاهرشاه په وختونو کي به پیرانو خپل مریدان دې ته هڅول چي هغه کورنیاني آزار کړي چي خپلي لوڼي او زامن مکتبونو ته استوي. د همدې پیرانو مریدانو به دا ماشومان لواطت ته هڅول. اوس چي څراغ پسي راواخلو نو خبریږو چي دا ټوله صاحبزاده ګان او پیرخانې د کابل او د کابل شاوخوا ولایاتو راغلي ناقلین دي چي موږ یې د مریدي په پلمه خپل مریان ګرزولي وو. د دوئ ځوانان د ځای میشتو مسلمانو کورنیو د ځوانانو څخه خلاف په فسق او فجور کي غرق دي. د ستر ملي ارمان د تکمیل لپاره باید افغانان پر څو جبهاتو همزمانه وجنګیږي. لمړی باید خپل مشران او کشران د کابل محوره ګوندونو د عبادت څخه راوګرزوي او کابل ته واضح پیغام وړاندي کړي چي د بهرنیانو په مرسته پر خپل سر راغلو واکمنانو ته موږ مالیات نه ورکوو. والي، و قومندان امنیه و ولسوال و رئیس یې نه منو. د یونیم ملیون ملي غدارانو په رایو راغلی نظام باید د همدې یو نیم ملیون خلګو په مالیاتو وچلول سي. کابل که د افغانستان پلازمینه ده، باید د افغانستان د خلګو لخوا اداره سي نه د بهرنیانو د جاسوسانو په لاس. دا نوی نظام چي راغلی دی، هره کابینه چي یې اعلان سي افغانان داسي احساس کوي لکه دا هیواد چي د ایران کالوني وي. د افغانانو کابینه هم باید د افغانانو څخه جوړه وي. پیغمبر ص او د هغه صحابه رض چي مسجد نبوي جوړ کړ نو یوازي یې لمونځونه نه پکښي کول. د لیک لوست او علم تحصیل تر څنګ، سیاسي تصامیم هم پکښي نیول کیدل، د چارواکو او ولسونو تر منځ شخړي هم پکښي حلیدلې او واکمنانو به د هري جمعې ورځي د خطبې په ویلو سره عامو مسلمانانو ته دا هوډ تازه کاوه چي موږ د الهي شریعت د تعقیب څخه نه یو اوښتي نو بناً ستاسو د ملاتړ حقداره یو. نن ورځ د نړۍ ټول ستر ابرقدرتونه کافر دي او د شر څخه یې یوازي خدای پاک ج موږ ته نجات راکولای سي. دمنافقت لار غوره نه ده. یا باید د یوه مخه کامل او راسخ مسلمانان سو چي دنیا و آخرت مو سم سي او یا باید د یوه مخه یهودیان سو چي د فلسطینیانو او کشمیریانو په سرنوشت نه سو ګرفتاره. د افغانستان په درغلیو کامیابه سوی بې مینډیټه ولس مشر پر واک پاته کیدو ته د پلمو په لټه کي دی. چي په لیري امریکا کي یو بې مینډیټه سړی ولس مشر سي، هم ده ته طمع پیدا سي چي ګوندي پر واک به پرېښودل سم. دی د نامي زوی دا فکر کوي چي افغانستان په زرهاوو موقفونه لري او پر ټولو موقفونو فاسد خلګ مقرر دي. دده موقف هم یو د دغو موقفونو څخه دی، چیري به بیا خلګ ده ته متوجه وي؟ په هر صورت د موقت حکومت خبره ښه پرمختګ دی خو که دا موقت حکومت واضح ولسي مینډیټ ونه لري. واضح اصلاحاتي مهالویش ونه لري او اجرائیه غړي یې د شفافو سوابقو او مسلکي قابلیتونو په اساس  ونه ټاکل سي شاید د وخت ضایعه ثابته سي. هغه څوک چي د افغانستان سیاسي حالاتو سطحي مطالعه او د سمون لپاره یې یوه ډیره محدوده علاقه هم ولري، د موقت حکومت د قیام سره مخالفت نه سي کولای. د اشرف غني لخوا د ټاکنو تدویر او بیا په یو نیم ملیونو رایو ځان دوهمي دورې ته داخلول داغسي وه لکه د اولاد ارمان لرونکي شخص ته چي تایلینډی لیډي بوای (lady boy) ورپه نکاح کړو. کله چي دا شخص خبر سي نو پرته د طلاقولو یې بل علاج نه ویني. افغانانو ته هم نور د کابل اوسنی شنډ نظام د زغملو نه دی. د دې شنډ نظام تر ړنګولو هم زیاته مهمه دا ده چي د یوه ګړنګن لیري کولو وروسته بل ګړنګن پر تخت راڅخه کښېنه ني. د نوي ممکنه موقت حکومت لپاره چي عمده کارونه دي په هغه کي د موقفنو د وېش لپاره د ثابتو معیاراتو او مقرري شاف طرز العملونو ټاکل او عملي کول، دولتي ادارو د خدماتو کمي او کیفي څار او درغلیو د مخنیوي لپاره ولسي مدني ټولنو ته لازم واکونه سپارلو او ملاتړ موثره طرزالعمل ایجادول، په مختلفو سویو د سیاسي موقفونو د ډکولو لپاره کم مصرفه ټاکنیز سیسټم رامنځته کول دي چي هر څومره غیر مرکزي او شفاف وي، هغومره زموږ د ټولني ډیموکراټیک بنسټونه تقویه کولای سي، د کاریګري او کسبګري طبقې تر منځ د ثروت متناسب ویش او تر ټولو زیات مهم یو موثره پوهنیز نظام او په عصري وسایلو مجهزي ملي اردو قیام دی. د عصري ملي اردو قیام موضوع د طالبانو لپاره ډیر زیات اهمیت ځکه لري چي دوئ د امریکا او غربي ټولني سره تعهد کړی دی چي د افغانستان خاوره به د دوئ پر ضد نه کارول کیږي. د شانګهای تړون دولتونو په منځ کي محاصره افغانستان څخه امریکایان تر هغه وخته پوري نه سي مطمئینه کیدلای تر څو چي یې د دې هیواد نظامي ځواک طالبانو ته نه وي سپارلی او د هغوئ عسکر یې په عصري روزنه او تجهیزاتو نه وي سنبهال کړي. دا چي طالبان نه ټانک ولري، نه طیاره ولري، نه خودکفاء اقتصاد ولري، او په داخل کي مخالف جبهات هم موجود وي او دوئ په مطمئین ډول د افغانستان خاوره د نړیوالو تروریسټانو لخوا د کارول کیدلو څخه څنګه راوګرزوي. اوس طالبان افغان ولس ته هم نه سي ویلای چي دا ستاسي کار نه دی، موږ تعهد کړی دی، زموږ یې د پوره کولو چم زده دی. ځکه چي د طالبانو څخه یو ځل کاسه شړپيدلې ده او په میخانیکي لیسه کي د لوی ملاصاحب د امیر المومنین ټاکلو په مراسمو کي ګډون کونکي علماء تر نن ورځي پوري په ولس کي مړې سترګي ګرزي او بل دا جنګیدونکي ځوانان د افغان ولس برخه دي. تر کومه پوري چي د ملاهیبت الله صاحب خبره ده، موږ په دې لا نه یو خبر چي دی څنګه وټاکل سو او چا وټاکی. د طالبانو سیاسي کمیسیون چي په روانو شرایطو کي ډېر فعاله وای، په روانه مبارزه کي یې هیڅ نقش نه تر سترګو کیږي. دوئ په مټي و جهادي کمیسیون ته دا مشورې ورکړي چي په افغانستان کي د پیسه داره خلګو اولادونه غلا کړئ او په تاوان کي ډیري پیسې ځني وغواړئ. اوس خو چریکي جنګ دي. د تحریک د ډیر لږ غړي په وسلواله جګړه بوخت دي. زیات شمیر داوطلب یې باید د ولسونو په داوطلبانه خدماتو بوخت وای څو په ولس کي د تحریک محبوبیت برقراره وساتي. دې کمیسیون باید د هیواد ټول مسجدونه د بنسټیز سیواد او سیاسي پوهاوي په مرکزونو بدل کړي وای. د ولسي مشرانو او دیني علماوو سره په هم آهنګي یې د نوي نسل مناسبي ښوني او رزوني په برخه کي عملاً کار کولای. زموږ په اطرافو کي اوس هم خلګ د صاحبزاده ګانو، کوډګرانو او ملنګانو تر تاثیر لاندي دي، چي هغوئ په ټولنه کي لواطت، زنا، بې دیني او نورو اخلاقي فسادونو ته لمني وهي او د خاد سره په هم اهنګي د خودسرو وسلوالو ډلي تشکیلوي. د سیاسي کمیسیون داوطلبو باید اسلامي حکومتوالي په برخه کي په هر کلي او کوڅه کي د ځوانانو سره سیاري لنډ مهاله غونډي لرلای. دا صحیح ده چي د بمبار له ویري ستري او اوږدمهاله غونډي نه سي دائریدلای. حد اقل دومره خو خلګ باید پوه سي چي آیا طالبان د واک لاسته راوړلو سره د دوئ ستونزو ته حل لاري لري هم او که نه. دا چي د کابل اداره د تیرو ۲۰ کلونو په بهیر کي چپ له فساده، درغلیو او زورواکیو بل څه لاسته راوړنه نه لري؛ طالبانو ته ډېر پراخ فرصت برابر کړی دی چي د افغانستان په تاریخ کي یو نوی باب پرانیزي. نن طالبان درې ستر فوقیتونه د کابل پر رژیم باندي لري. لمړی فوقیت یې دا دی چي رهبري او کښته صفوف یې د افغانستان د نفوس د ډیموګرافیک ویش سره مناسب دي. دوهم فوقیت یې دا دی چي د نړۍ تر ټولو قوي دیني ایډیولوژي یعني اسلام او تر ټولو جامع آین یعني حنفي فقهي څخه استازیتوب کوي او دریم فوقیت یې دا دی چي د اطرافو په ځوان نسل کي یې پراخ نفوذ کړی دی. دومره وخت چي دوئ بین الافغاني مزاکراتو ته ورکړ، د هغه نیمایي توجه یې نړیوالو روابطو پر سمون مصرف کړې وای، اوس به یې دوخته لا کابل په لاس کي وای. بین الافغاني مزاکرات خو په دې معنا نه دي چي حتماً به د یونیم ملیون خاینانو د استازو سره نتیجې ته رسیږي. د کابل د رژیم ټول نړیوال ملګري په اصولو کي ملامت دي اوس یوه پلمه غواړي چي ځان ترې وباسي. که لږ فکر وکړو چي دا ینس سټونټلبرګ (په افغانستان کي د ناټو قومندان) به د خپلو ملګرو او خپلوانو څخه نه خجیل کیږي کله چي وایي چي په افغانستان کي زموږ عمده هدف د ټروریزم مخنیوی او په اینده کي یې ګواښونه دبینه وړل دي او موږ د دې هدف په اساس د کابل رژیم سره ملاتړ ته دوام ورکوو. او ټوله نړۍ یې ویني چي د کابل رژیم اردو داعشیان د طالبانو پر ضد تقویه کوي. د خپلي ولکې لاندي سیمو کي وژني کوي او پر طالبانو یې تاوانوي. د داسي غیر مسئول حکومت په ملاتړ سره به څنګه ناټو خپل بنسټیز هدف  ته ورسیږي؟ په افغانستان کي د قدرت او سیاسي واک څخه پښتنو محرومول او دولتي موقفونو په اوزبکانو، هزارګانو، تاجکانو، شاړو او نورو اقلیتونو ډکول اصلاً دې ته لاره هوارول دي چي افغانستان د ایران کالوني وګرزي. د افغانستان غالب اکثریت نفوس پښتو وایي او پښتانه دي. دا حقیقت باید په پارلمان، د مشرانو جرګه، کابینه، ملي امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو کي منعکس سي. اوس بهرنیان په کابل کي د خپلو لاسپوڅو د قدرت د بقاء یوازینۍ لاره دا ویني چي په ټوله هیواد کي کورنۍ جګړې پیل کیړي. افغانانو د د ېستراتیژي ننداره دوه ځله کړې ده، ښه ورسره بلد دي. نن ماشومان لا پوهیږي چي په افغانستان کي به یا خو صلحه راځي او یا به کابل هواریږي. که د زورواکو په زوره لیري کولو ته اړتیا پیدا سي نو اړتیا څه ده چي ګرده افغانستان د اور لمبو ته اچوو؟ د بارودو مصرف ډیریږي. ښه به دا وي چي ټوله جګړه پر کابل او د هغه شاوخوا ورکوټو ولایتونو باندي متمرکزه سي څو د جنګ لمبې د هغه کورنیو او ملاتړو تر پښو ورورسیږي چي په دواړو خواوو کي ولاړ دي، د کفارو جاسوسان دي، د اسلامي شریعت د نفاذ قسم خوړلي مخالفین دي او د کورني جنګ نغارې ږغوي  . نور په افغانستان کي د بې مینډیټه رهبرانو وخت ختم دی. دا د الله تعا لی ج تصمیم دی. هیڅ څوک دلته تر ابده د ولسواکي مخه نسي نیولای. نړیوال باید دې حقیقت ته درناوی ولري چي تیرو ناخوالو د افغانانو سیاسي شعور ور لوړ کړی دی او دا چي افغانان د بهتره حکومتوالي مستحق دي.
کندهار به بیا کنډواله سي
که د ارغنداو الکوزي اود ویش اڅکزي خپل مشران د دې مرداري لوبي څخه راونه ګرزوي نو کندهار ښار ولسونو ته په لمړي ګام، کندهار ولایت ولسونو ته په دوهم ګام او ټوله سهیل لویدیځي حوزې ټولو ولسونو ته په دریم ګام سخت ځاني او مالي زیانونه ورسیږي. دا جوته خبره ده چي جمیعتي ټوپکیان او د اشرف و صالح دهریان اوس هم په پټه یوه خوله او متحد دي، تنها غواړي چي په کندهار کي د انسانانو سګواني جوړه کړي. که الکوزو د جمیعت پیسې او په قدرت کي ونډه نوشیجان کړې ده بیا دغومره رهبران یې هم د جمیعت په پښو کي ورحلال کړي دي. اڅکزو که د کابل د پخوانیو خادیسټي دهریانو سره د اړیکو په مټ د کندهار امنیتي سیکټور انحصار کړی دی، بیا یې دغومره ځوانان هم پکښي وژل سوي دي. دوئ باید د کابلیانو هیڅ احسان ونه مني او نه دي هم په آینده کي کومه طمع ځني ساتي. تر کومه پوري چي د پاکستان او طالبانو موضوع ده، بهرنیان بیا هم غواړي چي د تیر په څیر یې بیا خطا باسي. په حکومت کي د ګډون طمع ورکوي خو په دې شرط چي خپل جنګي ځواک او جنګي قومندانان د جبهیي جګړې په پلمه متمرکز او بمباریدو ته یې برابر کړي. کله چي د طالبانو جنګي ځواک ختم سي نو د قطر ډرامه به یا ختمه سي او یا به د نامعلوم وخته پوري د نامعلوم سرنوشت سره مخامخ سي. هغسي هم په غونډه کي ګډون کونکي اکثره طالب مشران (چپله ملابرادر اخوند څخه) د دې غونډو څخه په عذاب دي. ټوله تجارتي معاملات یې شاته پاته دي. هره ورځ د لکهاوو ډالرو تاوانونو (د احتمالي ګټو نه لاسته راوړلو تاوان) سره مخ دي. ولاکه چي د طالبانو کوم ځای کاه کوي چي چرکي جګړه پریږدي او جبهیي حالت ته ځانونه راولي. ارام دي کښیني او خپلي پیریاني جګړې ته تر هغه وخته دوام ورکړي تر څو چي بهرنیان او داخلیان د افغانستان ملي امنیتي ځواک، تعلیمي سیکټور او محلي ارګانونو تشکیلات عملاً ورسپارلي نه وي. طالبانو باید اوس د چین و روسیې سره پر دې باب خبري کولای چي د ترکیې په مرسته څو پیلوټان را روزئ، څو ټانکسټان، نظامي منصوبین او نور جنګي متخصصین راروزئ. څومره عصري جنګي وسایل مفت راکوئ او څومره د کابل نیولو وروسته را باندي پلورئ. دوئ په قطر کي ناست دي د ګړنګن اشرف غني نخرې او سړوپ صالح اختارونه زغمي. دا د ټولو لپاره د شرم خبره ده چي زموږ ۳۹ ملیونه ملت ښه خډل خډل جنګیالي، ښه په ږیره قاچاقبر (چي ځینو یې ۴۰ ودونه کړي او په دې څلویښتو میرمنو زامن هم زیږوي)، سیاسیون او هر ډول بلا وبدتر پکښیکي دي. په دې ګردو یوه د لبنان فاحشه او د هغې دوه یاران نه سي پر لاره کولای. او که دا درې ورستې مڼې د کابل د کرېټه ونه غورزول سي نو افغانستان خو خراب دی یو څه به نور هم خراب سي، پاکستان به تر افغانستان لا بدتره حال ته ورسیږي. اشرف غني د پاړسکانو او دهریانو سره په ملتیا لګیا دی چي افغانستان د ایران جوب ته واچوي او عمران خان د اسلام آباد د بنګله دیشیانو، اسماعیلیانو، شیعګانو او قادیانیانو سره په ګډه آی ایس ای د دې لپاره کاروي چي څنګه پاکستان د هند ګوزار ته برابر کړي.  ښه دا ده چي د پاکستان هغه قوتونه چي د پاکستان بربادي نه غواړي عمران خان او ای ایس آی د ارګ د لغړیانو د ملاتړه څخه راوګرزوي او افغانستان د یوه مستقل ګاونډي په صفت په رسمیت وپیژني. یو دبل په مقابل کي د دواړو هیوادو سیاسي پالیسي باید د هغه تاریخ حقیقت پر محور راوګرزي چي تنها ۳۷۰ کاله وړاندي دواړه هیوادونه د کندهار څخه د ورورلي او برابري په اساس اداره کیدل. نو ځکه کندهار د خرابولو نه دی، د ابادئ مستحق دی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery