مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داسلام تشریعي اساسات !

مفتي فضل هادي (سالک)


(د حـــج فرضیت ،فضیلت ،شرطونه او نور اړوندمسایل )

مشهور محقق اودحنفي مذهب خور انوموتی عالم (علامه زین ابن نجیم ) رح دکنزالدقایق په څیړیزه شرح(البحرالرایق )لومړي جلدکې داسې کاږې چې :(اعلم ان مدار الدین متعلق بالاعتقادات والعبادات والمعاملات والمزاجر والآداب ......)دحنفي فقه ددې علامه دڅیړنې په بنسټ داسلامي دین ګردې چارې پدې پنځوبنسټونو راڅرخي ،چې هغه عقاید،عبادات معاملات ،عقوبات یاحدود او آداب دي ،زین ابن نجیم رح ددې اجمال دتفصیل پر وخت کاږې چې :اعتقادات پنځه دي ( په الله  ایمان ،په ملایکو،په کتابونو،په رسولانو اودقیامت په ورځ باندې ایمان راوړل دي ،عبادات هم پنځه ډوله دي : لمونځ ،زکات ،روژه حج او جهاد،معــــاملات هم پنځه قسمه دي : مالي معاوضات ،مناکحات ،مخاصمات ،امانات او ترکات ، مزاجریاسزاګانې هم په پنځه ډوله دي :مزجره دقتل النفس ،مزجره دمال د اخستلو ،مزجره دهتک الستر ،مزجره دهتک العرض اومزجره دقطع البیضه ، او آداب بیا په څلور قسمه دي : اخلاق ،شیم حسنه ،سیاسات او معاشرات .....).
که دالله نصرت راسره مل وو،نو ګام په ګام به ددین ددې پورته ذکرشویو شعبویا څانګوڅخه دخپلې وسې سره سم هغه مباحث نړیوالو چاپي رسنیو،الیکټرانیک میډیا او دخواله رسنیو په بریښنایي پاڼو کې پرله پسې ټوګه تر تحقیق او څیړنې لاندې نیسو،چې نن سبا یې اړتیا ډیره اومزیدې سپړنې ته اړ وي ،دا بیا داسې خورا ارزښتنمن فصلونه دي ،چې دانساني ژوند له ټولو اړخونوسره اړیکه لري، بلکې په ټولیزه توګه به ووایوچې دانسان نیکمرغه معیشت په همدې شمیرل شویو اساساتوولاړ دی ،چې دیوه الهي دین په صفت اسلامي شریعت دې ټولو مواردوکې ځانګړې لارښوونې اواصول لري او په عملي کولو سره یې مسلمان مکلف وي .
داچې دحج ورځې شپې دي ،او د((حجاز او یثرب )) له قافلوسره دالله دکعبې ډیری میینان اودرسول الله دزیارت عاشقان په تلو دي ، نو دبلاغت فی البحث غوښتنه همداوه ،چې پر نورو ارکانودعباداتو او په عباداتو کې دحج په ځینو مهمو مسایلو بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي .
دتحقیقي مباحثوپه دې لړکې به انشاءالله تعالی کوشش کوو،چې داړوندو فصلونوڅخه هغه مسایل تر څیړنې لاندې ونیسو،چې هغه شننې ته نن سباډیر ضرورت لري او په ورځني ژوندکې ورته دخلکو اړتیا ډیره وي ،دلته چې تحقیق کوو،نودنورو څلورګونو مذاهبواقوال به هم له استدلالاتوسره مله راوړواوتشریح به پکې کووانشاءالله تعالی !
ددې ګڼې څیړنه کې به داعنوانونه تر بحث لاندې ونیسو:
حج څه ته وایې ؟ ،
حج کوم فضیلت لری ؟،
دحج دفرضیت دلایل ،
دحج ټاکلې میاشتې :
دحج اداکول علی الفور(دمګړۍ) فرض دي که علی سبیل التراخي ؟
آیا پرماشوم حج شته ؟
آیایوڅوک دبل چاپه عوض هم فرضي یا نفلي حج کولای شي ؟
دعربي ژبپوهانودتحقیق له مخې د(حج )په (حاء)تورې فتحه اوکسره دواړه باک نلري ،خو په دومره توپیرچې فتحه یې مشهوره او کسره یې نامشهوره ده ،کله چې (حج)په فتحې د(حاء) سره ومنو،نوبیا یې معنی محض قصد یا اراده ده، ځینې محققین ژبيوهان بیا وایې ،چې په فتحې دحاء سره (حج )دیوه خورا لوی او سپیڅلې ځای ارادې ته ویل کیږي ،خومشهوره معنی یې لومړنۍ ده ،او(تاج العروس فی الماده )کې یې پر ( حا ء)دکسرې لغت هم رانقل کړی ،چې هلته بیاداسم یا دحج دنوم په معنی دی اوکه دکسرې په صورت کې ورسره مدوره (تاء) هم راشي ،نو یو کرت حج کولوته وایې ،لکه پدې عبارت کې چې (الْحَجُّ : بِفَتْحِ الْحَاءِ وَيَجُوزُ كَسْرُهَا ، هُوَ لُغَةً الْقَصْدُ ، حَجَّ إِلَيْنَا فُلانٌ : أَيْ قَدِمَ ، وَحَجَّهُ يَحُجُّهُ حَجًّا : قَصَدَهُ . وَرَجُلٌ مَحْجُوجٌ ، أَيْ مَقْصُودٌ . هَذَا هُوَ الْمَشْهُورُ .
وَقَالَ جَمَاعَةٌ مِنْ أَهْلِ اللُّغَةِ : الْحَجُّ : الْقَصْدُ لِمُعَظَّمٍ .
وَالْحِجُّ بِالْكَسْرِ : الاسْمُ . وَالْحِجَّةُ : الْمَرَّةُ الْوَاحِدَةُ ، وَهُوَ مِنَ الشَّوَاذِّ ، لأَنَّ الْقِيَاسَ بِالْفَتْحِ (1)
خو دشریعت په اصطلاح کې حج یوه ځانګړي ځای ته (کعبه شریفه اوعرفات )په خاص وخت کې (دحج میاشتوکې )دځانګړیو اعمالو دترسره کولو لپاره (چې هغه طواف ،وقوف او سعی ده )په مخصوصو شرایطوسره اراده کول دي ،لکه چې همدا مفهوم دفتح القدیراو نوروفقهي کتابونو داسې افاده شوي :
تَعْرِيفُ الْحَجِّ اصْطِلاحًا : الْحَجُّ فِي اصْطِلاحِ الشَّرْعِ : هُوَ قَصْدُ مَوْضِعٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ الْبَيْتُ الْحَرَامُ وَعَرَفَةُ ) فِي وَقْتٍ مَخْصُوصٍ ( وَهُوَ أَشْهُرُ الْحَجِّ ) لِلْقِيَامِ بِأَعْمَالٍ مَخْصُوصَةٍ وَهِيَ الْوُقُوفُ بِعَرَفَةَ ، وَالطَّوَافُ ، وَالسَّعْيُ عِنْدَ جُمْهُورِ الْعُلَمَاءِ ، بِشَرَائِطَ مَخْصُوصَةٍ يَأْتِي بَيَانُهَا کما فی ..... بتصرف يسير عن فتح القدير للكمال بن الهمام وزيادة السعي 2 / 120 ، الاختيار 1 / 139 ، والشرح الكبير للدردير على مختصر خليل 2 / 2 ، ومغني المحتاج 1 / 459 ، وشرح منتهى الإرادات 1 / 472 ، والتعريفات ص 82)
دحج فضیلت
قَالَ اللَّهُ تَعَالَى : { وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ . . . فکلوا منهاوأ طعموا البائس الفقیر} (سورة الحج / 27 ـ 28 . )
ترجمه :اوغږوکړه (ای ابراهیمه )په خلکوکې دحج (داداکولو)لپاره ،چې راشي (حاجیان ) تاته پلي اوسپاره، په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان ) له هرې لیري لارې (ژورې لري ) څخه لپاره ددې چې حاضرشي (دغه خلک ځای ددنیوي اواخروي )ګټوخپلوته ،اوچې یاد کړي نوم دالله په هغو څوورځو(دلوی اختر)کښې چې معلومې دي په (ذبح د)هرحیوان چې ورکړی دی الله دوئ ته له بي ژبوچارپایانوڅخه ،پس خورئ تاسوله هغې (غوښې)څخه اوخوروئ یې په بدحاله فقیر. .
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : " مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ . " أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 382 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 2 / 983 ، 984 ـ ط الحلب) ژباړه :حضرت ابوهریره روایت کوي چې رسول الله فرمایې :چې چا دالله  لپاره حج وکړ(له حج نه پس یې )نه بدکاروکړاونه فسق ،دابه له حج نه بیرته ( یعنې له ګناهونونه به داسې پاک وي )کورته راستون شي ، لکه په کومه ورځ چې مور ږیږولی وي .
وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرُ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنَ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلائِكَةَ . . ." أخرجه مسلم ( 3 / 983 ـ ط الحلبي ) (3) وَمَعْنَى يَدْنُو : يَتَجَلَّى عَلَيْهِمْ بِرَحْمَتِهِ وَإِكْرَامِهِ . ژباړه :عایشه رضی الله تعالی عنها وایې چې رسول الله وفرمایل داسې کومه ورځ نشته چې زیاته وي ددې نه چې الله تعالی پکې خپل بندګان له اوره ازاد کړي دعرفې دورځې څخه ،اودا اللهرا نږدې کیږې (دخپل رحمت اواکرام تجلی کوي پدوئ)بیاپه دوئ باندې دملایکومخکې فخرکوي.....
وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : < تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلا الْجَنَّةُ " (1) . " أخرجه الترمذي ( 3 / 166 ـ ط الحلبي ) وقال : " حديث حسن صحيح " .ژباړه :عبدالله بن مسعودفرمایې چې متابعت دحج اوعمرې تر منځ وکړئ ،ځکه دادواړه فقراو ګناهونه داسې له منځه وړې لکه دآهنګردبنۍ اورچې داوسپنې ،سرواوسپینوزروخیری او زنګ پاکوي ،اودحج مقبول بدله نشته مګرجنت دی .
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : " الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللَّهِ ، إِنْ دَعَوْهُ أَجَابَهُمْ وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ ) . " أخرجه ابن ماجه ( 2 / 966 ـ ط الحلبي ) ، وقال البوصيري : " في إسناده صالح بن عبد الله ، قال البخاري فيه : منكر الحديث " . ولكن له شاهد من حديث ابن عمر ، أخرجه ابن ماجه تلو حديث أبي هريرة ، يتقوى به
ژباړه :ابوهریره فرمایې چې رسول الله وفرمایل چې حاجیان او عمره کوونکي دالله وفد (وفدونه)دي که دعا ورته وکړي قبولوي یې ،اوکه بخښنه ترې وغواړې نو بخشش ورته کوي .
< وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ : نَرَى الْجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ أَفَلا نُجَاهِدُ ؟ قَالَ : لا ، لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ " أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، والنسائي ( 5 / 114 ـ ط المكتبة التجارية
ژباړه :حضرت عایشه فرمایې چې ما وویل چې یا رسول الله :مونږه جهاد ترټولو غوره عمل وینوآیامونږه جهاد ونکړو؟هغه وفرمایل چې نه ،لکن غوره جهاد مقبول حج دی .
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ < رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ : أَيُّ الأَعْمَالِ أَفْضَلُ ؟ فَقَالَ : إِيمَانٌ بِاَللَّهِ وَرَسُولِهِ ، قِيلَ ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : جِهَادٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، قِيلَ : ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : حَجٌّ مَبْرُورٌ " أخرجه البخاري ( الفتح 3 / 381 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 88 ـ ط الحلبي ) ژباړه :ابوه هریره فرمایې چې له رسول الله  نه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه غوره دي ؟نوده ورته وفرمایل چې په الله اودهغه په رسول ایمان راوړل ،بیا چاوویل چې نو بیا کوم یو؟نوده ورته وفرمایل چې دالله په لاره کې جهاد کول ،بیاچاوویل چې بیا کوم یو؟نورسول الله ورته وفرمایل چې مقبول حج .
دحج دفرضیت دلایل :
حج داسلام له ارکانوڅخه پنځم رکن دی اوپه هر مکلف چې(( زاد اوراحله)) یعنې دتللوراتللو دبسنې پوره وسایل او استطاعت ولري ،په ټول عمر کې صرف یو ځل فرض عین دی ، ددې فرضیت په درې ګونوشرعي دلایلو( کتاب الله ،سنت الرسول او اجماع ) ثابت دی (الْحُكْمُ التَّكْلِيفِيُّ لِلْحَجِّ :
- الْحَجُّ فَرْضُ عَيْنٍ عَلَى كُلِّ مُكَلَّفٍ مُسْتَطِيعٍ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً ، وَهُوَ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ ، ثَبَتَتْ فَرْضِيَّتُهُ بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَالإِجْمَاعِ).
دحج دفرضیت قرآني نص : { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } سورة آل عمران / 97 . ژباړه :اودالله لپاره په هغه خلکودبیت الله شریف قصداواراده لازم ده، چې دلارې وسه لري ،اوچا چې کفر وکړ،پس یقیناچې الله له مخلوقاتونه غني او بې پروادی .دې آیت کې په صراحت سره دحج فرضیت جوت دی ،چې داستدلال وجه یې داسې ده چې :دلته آیت کې د(ولله علی الناس ...)راغلی اودا دالزام او ایجاب صیغه ده اوهمدې سره یې فرضیت راغی ،په (لله )کې دا لام دالزام لپاره دی ،بلکې مونږه ګوروچې دحج فرضیت باندې ډیر اشد تاکید شوی اوداځکه چې په مقابل کې یې د(ومن کفر ...)راغلی ،چې دلته دفرضیت مقابل کې کفر راغلی ،نو دسیاق نه داسې برداشت کولای شو،چې دمسلمان دشان څخه داده ،چې حج به نه پریږدې اودحج پریښودل دنا مسلمانه کیدوشونتیا لري .
لکه په (الموسوعة الفقیه )کې داسې عبارت دی چې : .
فَهَذِهِ الآيَةُ نَصٌّ فِي إِثْبَاتِ الْفَرْضِيَّةِ ، حَيْثُ عَبَّرَ الْقُرْآنُ بِصِيغَةِ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ } وَهِيَ صِيغَةُ إِلْزَامٍ وَإِيجَابٍ ، وَذَلِكَ دَلِيلُ الْفَرْضِيَّةِ ، بَلْ إِنَّنَا نَجِدُ الْقُرْآنَ يُؤَكِّدُ تِلْكَ الْفَرْضِيَّةَ تَأْكِيدًا قَوِيًّا فِي قَوْله تَعَالَى : { وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ } فَإِنَّهُ جَعَلَ مُقَابِلَ الْفَرْضِ الْكُفْرَ ، فَأَشْعَرَ بِهَذَا السِّيَاقِ أَنَّ تَرْكَ الْحَجِّ لَيْسَ مِنْ شَأْنِ الْمُسْلِمِ ، وَإِنَّمَا هُوَ شَأْنُ غَيْرِ الْمُسْلِمِ .
دسنت دلیل :جامع صحیح البخاری اوصحیح مسلم کې درسول الله څخه د ابن عمر په سند متفق علیه روایت راغلی چې فرمایې : - " بُنِيَ الإِسْلامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، وَإِقَامِ الصَّلاةِ ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ، وَصِيَامِ رَمَضَانَ ، وَالْحَجِّ " (" أخرجه البخاري ( الفتح 1 / 49 ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 1 / 451 ـ ط الحلبي)ژباړه :رسول الله فرمایې چې اسلام په پنځواساساتو ولاړ دی :پدې خبره شهادت ورکول چې الله یو دی اودعبادت وړ لده نه پرته بل څوک نشته ،اوبل دلمانځه اقامه کول ،دزکات ورکول ،درمضان روژه نیول او حج .
دې حدیث شریف کې تعبیر په (بنی الاسلام...) سره وشو،داپدې دلالت کوي ،چې حج داسلام له ارکانونه یو رکن دی او خورا مهم فرض دی (وَقَدْ عَبَّرَ بِقَوْلِهِ : " بُنِيَ الإِسْلامُ . . . > فَدَلَّ عَلَى أَنَّ الْحَجَّ رُكْنٌ مِنْ أَرْكَانِ الإِسْلامِ
).
په یوه بل روایت کې چې مسلم شریف له ابې هریره څخه روایت کړی داسې راغلي : وَأَخْرَجَ مُسْلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : < خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ الْحَجَّ فَحُجُّوا فَقَالَ رَجُلٌ : أَكُلَّ عَامٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ فَسَكَتَ حَتَّى قَالَهَا ثَلاثًا ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ وَلَمَا اسْتَطَعْتُمْ . . . >( أخرجه مسلم ( 2 / 975 ـ ط الحلبي).ژباړه حضرت ابوهریره فرمایې چې مونږته رسول خطبه راکوله ،نو ویې فرمایل چې ای خلکو! الله پرتاسو حج فرض کړی ،نو حج وکړئ!نو یوه سړي ورته وویل یارسول الله آیاهرکال؟نورسول الله چوپ شواوځواب یې ورنکړ،تردې چې درې کرته یې ورته وویل ،نو رسول الله ورته وویل چې که ما هو ، ویلی وي، نو بیا به درباندې هرکال واجب شوی وی ،پداسې حال کې چې ستاسو وسه به نه وه . (المنذری )په (الترغیب والترهیب )کې لیکلې چې دحج دفرضیت په باب ښه ډیراحادیث شته، تردې چې دتواتر اندازې ته هم رسیدلي اوقطعي علم او یقین افاده کوي (وَقَدْ وَرَدَتِ
الأَحَادِيثُ فِي ذَلِكَ كَثِيرَةً جِدًّا حَتَّى بَلَغَتْ مَبْلِغَ التَّوَاتُرِ الَّذِي يُفِيدُ الْيَقِينَ وَالْعِلْمَ الْقَطْعِيَّ الْيَقِينِيَّ الْجَازِمَ بِثُبُوتِ هَذِهِ الْفَرِيضَةِ)( انظر الترغيب والترهيب للمنذري 2 / 211 ـ 212 ، والمسلك المتقسط ص 20).
داجماع دلیل :په ټول عمر کې یوکرت په مستطیع مسلمان باندې دحج په فرضیت دامت اجماع منعقد ده،اودا مسئله له هغو څخه ده ،چې له دین څخه معلومه ده او منکرترې کافر دی لکه (المغني 3 / 217 ، ونهاية المحتاج 2 / 369 ، ولباب المناسك ص 16 ـ 17 ، مع شرحه المسلك المتقسط في المنسك المتوسط لعلي القاري ، شرح رسالة ابن أبي زيد القيرواني ص 455 .) غوندې مشهورو کتابونوکې داعبارت داسې راغلی دی : وَأَمَّا الإِجْمَاعُ : فَقَدْ أَجْمَعَتْ الأُمَّةُ عَلَى وُجُوبِ الْحَجِّ فِي الْعُمُرِ مَرَّةً عَلَى الْمُسْتَطِيعِ ، وَهُوَ مِنَ الأُمُورِ الْمَعْلُومَةِ مِنَ الدِّينِ بِالضَّرُورَةِ يَكْفُرُ جَاحِدُهُ)
دحج ټاکلې میاشتې :
عبدالله بن عمر جمهور صحابه کرام اوتابعین رح پدې نظر دي ،چې دحج داداکولولپاره درې معلومې میاشتې ټاکل شوي دي (شوال، ذې قعده او دذې الحجې لس ورځې ) لکه ددې لاندینې آیت په تفسیرکې چې راغلي :
- ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى لِلْحَجِّ زَمَانًا لا يُؤَدَّى فِي غَيْرِهِ ، فِي قَوْله تَعَالَى : { الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ } (سورة البقرة / 197 .) .
قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ وَجَمَاهِيرُ الصَّحَابَةِ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ : هِيَ شَوَّالٌ وَذُو الْقِعْدَةِ وَعَشْرٌ مِنْ ذِي الْحِجَّةِ (انظر تخريجه في المستدرك 2 / 176 ، وقال : " صحيح على شرطهما " ووافقه الذهبي ، وانظر تفسير الطبري 4 / 120 ـ 121 ، وابن كثير 1 / 236 .) .
وَوَقَعَ الْخِلافُ فِي نَهَارِ يَوْمِ النَّحْرِ ، فَقَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ : هُوَ مِنْ أَشْهُرِ الْحَجِّ . وَقَالَ الشَّافِعِيَّةُ : آخِرُ أَشْهُرِ الْحَجِّ لَيْلَةُ النَّحْرِ ، وَلَيْسَ نَهَارُ يَوْمِ النَّحْرِ مِنْهَا .
لنډه ژباړه او مفهوم :الله دحج دادا کولولپاره داسې وخت ټاکلی، چې ددې څخه په غیر بل وخت کې نه ادا کیږي ، لکه چې فرمایې (دحج لپاره معلومې میاشتې دي )حضرت عبدالله بن عمر ،جمهور صحابه ،تابعین او ددې څخه وروستني داوایې چې (دادشوال اوذې قعدې میاشتې او دذې الحجې دمیاشت لس ورځې دي )پدې کې اختلاف دی ،چې دلوی اختر ورځ هم دحج په میاشتوکې راځي که نه ؟احناف او حنابله وایې :چې هو راځي او شوافع وایې چې دلوی اختر شپه پکې راځي ،خو ورځ پکې نه راځي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دحج ادا علی الفور (دمګړۍ )واجب ده که علی التراخي (په ځنډ)؟
. پدې باب څلورګونه مذاهبوکې اختلاف کتل کیږي ،هدایه ،فتح القدیر،هندیه فتاوی اونوروکتابونوکې دامام ابوحنیفه رح اصح قول داسې لیکل شوی چې علی الفور حج واجب دی ،یعنې که څوک دتګ راتګ پیسې او وسایل ولري ،نودمګړۍ پرې واجب دې او ځنډکول پکې ګناه ده، چې د امام صیب سره پدې نظرکې امام ابویوسف رح،امام مالک رح په راجح قول کې دامام احمد بن حنبل رح په ګډون ملګري دي ،دوئ ټول پدې عقیده دي چې پرچاحج واجب شو،نو سمدستي دې یې ادا کړي اوکه ځنډ پکې وکړي ګناهګار دی ،داشو دجمهوروعلماوو نظر،خو بل طرف ته بیا امام محمد بن الشیباني رح اوامام شافعي رح پدې نظردي ،چې دحج وجوب پرې علی التراخي دی ،یعنې ځنډ کې پرې ګناه نشته ،دزیاتې تشریح لپاره لاندینی عبارت ښه وضاحت لري :
وُجُوبُ الْحَجِّ عَلَى الْفَوْرِ أَوِ التَّرَاخِي :
اخْتَلَفُوا فِي وُجُوبِ الْحَجِّ عِنْدَ تَحَقُّقِ الشُّرُوطِ هَلْ هُوَ عَلَى الْفَوْرِ أَوْ عَلَى التَّرَاخِي ؟ . ذَهَبَ أَبُو حَنِيفَةَ فِي أَصَحِّ الرِّوَايَتَيْنِ عَنْهُ وَأَبُو يُوسُفَ وَمَالِكٌ فِي الرَّاجِحِ عَنْهُ وَأَحْمَدُ (1) إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ عَلَى الْفَوْرِ ، فَمَنْ تَحَقَّقَ فَرْضُ الْحَجِّ عَلَيْهِ فِي عَامٍ فَأَخَّرَهُ يَكُونُ آثِمًا ، وَإِذَا أَدَّاهُ بَعْدَ ذَلِكَ كَانَ أَدَاءً لا قَضَاءً ، وَارْتَفَعَ الإِثْمُ .
وَذَهَبَ الشَّافِعِيُّ وَالإِمَامُ مُحَمَّدُ بْنُ الْحَسَنِ إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ عَلَى التَّرَاخِي ، فَلا يَأْثَمُ الْمُسْتَطِيعُ بِتَأْخِيرِهِ . وَالتَّأْخِيرُ إِنَّمَا يَجُوزُ بِشَرْطِ الْعَزْمِ عَلَى الْفِعْلِ فِي الْمُسْتَقْبَلِ ، فَلَوْ خَشِيَ الْعَجْزَ أَوْ خَشِيَ هَلاكَ مَالِهِ حَرُمَ التَّأْخِيرُ ، أَمَّا التَّعْجِيلُ بِالْحَجِّ لِمَنْ وَجَبَ عَلَيْهِ فَهُوَ سُنَّةٌ عِنْدَ الشَّافِعِيِّ مَا لَمْ يَمُتْ ، فَإِذَا مَاتَ تَبَيَّنَ أَنَّهُ كَانَ عَاصِيًا مِنْ آخِرِ سَنَوَاتِ الاسْتِطَاعَةِ(2 )
((1)المسلك المتقسط ص 44 ، وانظر الهداية وفتح القدير 2 / 123 ، وشرح الرسالة لابن أبي الحسن 1 / 454 ، ومواهب الجليل وفيه تفصيل الخلاف في المذاهب 2 / 471 ـ 472 ، والشرح الكبير 2 / 2 ـ 3 وحاشية الدسوقي ، ورجح الفورية بقوة حتى قال " ينبغي للمصنف الاقتصار عليه " . والمغني 3 / 241 ، والفروع 3 / 242 .
(2)الأم 2 / 117 ـ 118 ، وروض الطالب 1 / 456 ، ومغني المحتاج 1 / 460 ، والمسلك المتقسط ، وفتح القدير الموضعين السابقين) .
ژباړه :کله چې دحج شروط متحقق شي، نودلته بیا پکې اختلاف رامنځته کیږي، چې دمګړۍ یې اداکول لازم دي که نه دوخت وسعت پکې شته ؟دحضرت امام ابوحنیفه رح په اصح الروایتین کې ،دامام ابویوسف رح په نزد،دامام مالک رح په راحج قول اوهم دامام احمد بن حنبل په عقیده (علی الفور)پرې حج واجب دی ،په چاکې همدا کال دحج فرضیت تحقق پیدا کړي اوده وځنډاوه، نو ګناهګار شو،خوکه چیرته یې ددې کال څخه پس اداکړ،نو داهم ادا ده قضاء نده ،اودګناه څخه خلاص شو.دامام شافعي رح او امام محمد بن الحسن رح په نزد په (تراخي) سره واجب دی ،نو شتمن سړی یې په ځنډ سره نه ګناهګاریږي ،او تاخیرپکې پدې شرط روا دی ،چې دا یې راتلونکې کې دکولو کلکه هوډ لري ،که چیرته له دې نه ویریده، چې له اداکولونه به یې عاجز شي ،یا به یې مال له منځه لاړ شي نو پدې وخت یې تاخیر نا روا دی ،خو دامام شافعي رح په نظردهغه چا لپاره چې استطاعت لري ،په حج تعجیل کول ورته سنت دي ،تر هغې پورې چې ونه مري ،کله چې ومړ،نو څرګنده شوه ،چې دا سړی دشونتیا اوځواکمنۍ په وروستیو کلونوعاصي او نافرمانه و.
په عالمګیري فتاوي کې داسې لیکل شوي (وَأَنْ لَا يَجِبَ فِي الْعُمُرِ إلَّا مَرَّةً كَذَا فِي مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ ، وَهُوَ فَرْضٌ عَلَى الْفَوْرِ ، وَهُوَ الْأَصَحُّ فَلَا يُبَاحُ لَهُ التَّأْخِيرُ بَعْدَ الْإِمْكَانِ إلَى الْعَامِ الثَّانِي كَذَا فِي خِزَانَةِ الْمُفْتِينَ .
فَإِذَا أَخَّرَهُ ، وَأَدَّى بَعْدَ ذَلِكَ وَقَعَ أَدَاءً كَذَا فِي الْبَحْرِ الرَّائِقِ وَعِنْدَ مُحَمَّدٍ - رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى - يَجِبُ عَلَى التَّرَاخِي وَالتَّعْجِيلُ أَفْضَلُ كَذَا فِي الْخُلَاصَةِ .
وَالْخِلَافُ فِيمَا إذَا كَانَ غَالِبُ ظَنِّهِ السَّلَامَةَ أَمَّا إذَا كَانَ غَالِبُ ظَنِّهِ الْمَوْتَ أَمَّا بِسَبَبِ الْهَرَمِ أَوْ الْمَرَضِ فَإِنَّهُ يَتَضَيَّقُ عَلَيْهِ الْوُجُوبُ إجْمَاعًا كَذَا فِي الْجَوْهَرَةِ النَّيِّرَةِ وَثَمَرَةُ الْخِلَافِ تَظْهَرُ فِي حَقِّ الْمَأْثَمِ حَتَّى يَفْسُقَ وَتُرَدَّ شَهَادَتُهُ عِنْدَ مَنْ يَقُولُ عَلَى الْفَوْرِ ، وَلَوْ حَجَّ فِي آخِرِ عُمُرِهِ فَلَيْسَ عَلَيْهِ الْإِثْمُ بِالْإِجْمَاعِ ، وَلَوْ مَاتَ ، وَلَمْ يَحُجَّ أَثِمَ بِالْإِجْمَاعِ كَذَا فِي التَّبْيِينِ .فتاوی عالمګیري /ج/۴۳۳
خلص مطلب اوژباړه :حج په عمرکې یو کرت واجب دی او داعلی الفورلازم دی ،همدا خبره ترنورو صحیح ده ،نو تاخیرپکې د شتمنۍ په شتون کې دوهم کال ته مباح ندی،خو که بیا هم یې وروسته کړ ،دا هم ادا ده قضاء نده ،دادتراخي خبره دامام محمد رح قول دی او تلوار پکې غوره دی ،دطرفینو ترمنځ داداختلاف موضوع ددې نه نشأت اخلي ،چې ددې شخص دسلامتیا غالب ګمان شتون ولري ،که دناروغۍ یا سپین ږیرتوب له امله یې دمړینې احتمال ډیرو، نودټولوپه اجماع سره بیا په وجوب کې دلته ورته وسعت (تراخي ) نشته ،نتیجه یې داکیږي چې څوک علی الفور باندې ولاړدي ،نودګناه په صورت کې هغه بیا دداسې شخص شهادت نه مني او فاسق ورته وایې ،خوکه چیرته دعمرپه وروستیوکې یې هم ادا کړ،ددې ګناه څخه په اجماعي اقوالوسره خلاص شو،خوکه داسې ومړ، چې حج یې ونکړ،نو اجماعا ګناهګار شو.
په فوري وجوب دجمهورونقلي دلیل :دترمذی دا حدیث چې فرمایې ((مَنْ مَلَكَ زَادًا . وَرَاحِلَةً تُبَلِّغُهُ إِلَى بَيْتِ اللَّهِ ، وَلَمْ يَحُجَّ فَلا عَلَيْهِ أَنْ يَمُوتَ يَهُودِيًّا أَوْ نَصْرَانِيًّا " حديث : " من ملك زادا أو راحلة تبلغه إلى بيت الله . . . " أخرجه الترمذي ( 3 / 167 ـ ط الحلبي ) من حديث علي بن أبي طالب ، وقال الترمذي : " هذا حديث غريب لا نعرفه إلا من هذا الوجه ، وفي إسناده مقال ، وهلال بن عبد الله مجهول ، والحارث يضعف في الحديث " .
ژباړه :څوک چې دزاداوراحلې(خورک ،څښاک او ترانسپورتې وسیلې ) څښتن شي ،داسې چې بیت الله شریف ته یې رسولی شي اوده بیا هم حج ونکړ،نوده باندې نشته یعنې دا بیا باک نلري چې یهودي مري که نصراني.
که څه هم ترمذي ورته دتضعیف ګوته نیولې ،خو سړی حیران شي ،چې داڅنګه کیدای شي چې داسې لویې لو یې درې ګونه علمي سټې چې امت یې په امامت ویاړې پداسې یوه روایت باندې دې استدلال وکړي ،نو ښکاري داسې چې ددوئ له نظره داحدیث ضعیف نه دی ،که فرضا وی ،نوجمهورو به پرې دلیل نه نیولی (والله اعلم )خو که وګوروهغې بلې خوادشوافعوخواته هم کوم داسې مصرح نقلي دلیل نشته ،بلکې داصول فقه یوه قاعده ده اوبس . البته دجمهورودنظردثبوت لپاره یو بل حدیث شریف هم شته، چې امام سبکی رح په خپله فتاوی کې رانقل کړی چې دامام احمد بن حنبل ،ابوداود ،ابن ماجه په څیرله ثقاتوڅخه یې را نقل کړی دی ،چې هغه پدې ډول دی :وقد روي من حديث ابن عباس عن النبي صلى الله عليه وسلم من أراد الحج فليعجل رواه الإمام أحمد وأبو داود وابن ماجه بألفاظ مختلفة
فإن قلنا بوجوبه على الفور فمؤخره يعصي بالتأخير عن أول وقت الإمكان .....
ژباړه :حضرت ابن عباس چې له رسول الله  څخه روایت کوي هغه فرمایې چې څوک چې دحج اراده وکړي نو چابکي دې کوي .داحدیث شریف چې چاورته دضعف ګوته نده نیولې داحنافو نظریه په شدومد تاییدوي .همداسې په (احکام العبادات فی التشریع الاسلامي )کې داحدیث هم دجمهورودنظر تاییدکوي ،چې فرمایې (وقال صلى الله عليه وسلم: (من أراد الحج فليتعجل, فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة) "رواه أحمد"بل روایت کې داسې راغلي چې (وعن سعيد بن جبير عن ابن عباس عن الفضل أو أحدهما عن الآخر قال " قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم من أراد الحج فليتعجل فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة "
- رواه أحمد وابن ماجه وسيأتي قوله عليه السلام " من كسر أوعرج فقد حل وعليه الحج من قابل ")
دجمهورو عقلي دلیل : الْمَعْقُولُ : وَذَلِكَ أَنَّ الاحْتِيَاطَ فِي أَدَاءِ الْفَرَائِضِ وَاجِبٌ ، وَلَوْ أَخَّرَ الْحَجَّ عَنِ السَّنَةِ الأُولَى فَقَدْ يَمْتَدُّ بِهِ الْعُمُرُ وَقَدْ يَمُوتُ فَيَفُوتُ الْفَرْضُ ، وَتَفْوِيتُ الْفَرْضِ حَرَامٌ ، فَيَجِبُ الْحَجُّ عَلَى الْفَوْرِ احْتِيَاطًا.
. ژباړه :دفرایضوپه ادا کې احتیاط واجب دی ،که چیرته دحج ادا ددې فرض شوي کال څخه مؤخر شي، نو تر عمره پورې به وغځیږې اوښایې داشخص ومري ،نودفرضو فوات به رامنځته شي ،او فرضو پریښودل حرام دي ،نو داسې پایلې ترې اخستلای شو،چې احتیاطا دحج وجوب علی الفور دی نه په تراخي . -
دشوافعو دلیل :وَاسْتَدَلَّ الشَّافِعِيَّةُ وَمَنْ مَعَهُمْ بِمَا يَلِي :
أ - أَنَّ الأَمْرَ بِالْحَجِّ فِي قَوْله تَعَالَى : { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ } سورة آل عمران 97 . مُطْلَقٌ عَنْ تَعْيِينِ الْوَقْتِ ، فَيَصِحُّ أَدَاؤُهُ فِي أَيِّ وَقْتٍ ، فَلا يَثْبُتُ الإِلْزَامُ بِالْفَوْرِ ، لأَنَّ هَذَا تَقْيِيدٌ لِلنَّصِّ ، وَلا يَجُوزُ تَقْيِيدُهُ إِلا بِدَلِيلٍ ، وَلا دَلِيلَ عَلَى ذَلِكَ . وَهَذَا بِنَاءٌ عَلَى الْخِلافِ أَنَّ الأَمْرَ عَلَى الْفَوْرِ أَوْ لِلتَّرَاخِي ( انْظُرْ مُصْطَلَحَ : أَمْرٌ ) .ژباړه :دالله تعالی دا قول چې { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ }دوخت په تعین کې مطلق راغلی ،نوځکه یې ادا په هروخت کې صحیح کیدای شي ،نو علی الفورالزام ترې نه ثابتیږي ،ځکه دا خو دنص مقید کول دي او له دلیل پرته دنص تقیید ناسم دی او دلته داسې کوم دلیل پرې نشته چې نص دې مقید شي ،اودا په هغه خلاف باندې بناء دی چې امر دفور لپاره دی که دتراخي لپاره دی .دلته دامر په با ب هغه اختلاف ته نغوته وشوه ،چې د(مسلم الثبوت شرح او البرهان )کې یې لیکلې، چې داحنافو په صحیح قول کې امر یوازې دطلب یا غوښتنې لپاره دی ،نودې کې تراخي او فور دواړه مساوي اومجاز دي ،اوهمدا نظرشوافعوته هم منسوب شوی دی ، امام رازي او آمدي هم غوره بللی ،نوروبیا ویلې چې امر دتراخي لپاره دی اوددې نظر نسبت مالکیانو ،حنبلیانو،امام کرخي ،سکاکي اوقاضي ته شوی ،خوپخپله پکې امام ابوحنیفه رح پدې پار چې امر دفورلپاره دی او که دفور او تراخي تر منځ قدر مشترک دی، توقف کړی لکه چې دمسلم الثبوت دشرحې ددې عبارت نه معلومیږي :دَلالَةُ الأَمْرِ عَلَى الْفَوْرِ أَوِ التَّرَاخِي :
7 - الصَّحِيحُ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ أَنَّ الأَمْرَ لِمُجَرَّدِ الطَّلَبِ ، فَيَجُوزُ التَّأْخِيرُ كَمَا يَجُوزُ الْبِدَارُ ، وَعُزِيَ إِلَى الشَّافِعِيِّ وَأَصْحَابِهِ . وَاخْتَارَهُ الرَّازِيُّ وَالآمِدِيُّ .
وَقِيلَ : يُوجِبُ الْفَوْرَ ، وَعُزِيَ إِلَى الْمَالِكِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَالْكَرْخِيِّ ، وَاخْتَارَهُ السَّكَّاكِيُّ وَالْقَاضِي .
وَتَوَقَّفَ الإِمَامُ فِي أَنَّهُ لِلْفَوْرِ أَوْ لِلْقَدْرِ الْمُشْتَرَكِ بَيْنَ الْفَوْرِ وَالتَّرَاخِي (4) .( شرح مسلم الثبوت 1 / 387 ، 388 . والبرهان للجويني 231 ـ 247 .)
دشوافعو بل دلیل :
ب - ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَتَحَ مَكَّةَ عَامَ ثَمَانٍ مِنَ الْهِجْرَةِ ، وَلَمْ يَحُجَّ إِلا فِي السَّنَةِ الْعَاشِرَةِ وَلَوْ كَانَ وَاجِبًا عَلَى الْفَوْرِيَّةِ لَمْ يَتَخَلَّفْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ فَرْضٍ عَلَيْهِ ) (الأم 2 / 118 ، وانظر حاشية القليوبي على شرح المنهاج 2 / 84 ، وبدائع الصنائع للكاساني 2 / 119 .
ژباړه او خلص مطلب :شوافع وایې چې رسول الله مکه مکرمه په اتم هجري کال فتح کړي ،خو حج یې په لسم کال وکړ،نوکه چیرته علی الفور فرض وی ،نو ده به دداسې یوه فرض نه چې پرده لازم وتخلف نوی کړی .

دنیل الاوطار مصنف دشوافعوددې وروستي دلیل په ځواب کې : واحتجوا بأنه صلى الله عليه وآله وسلم حج سنة عشر وفرض الحج كان سنة ست أو خمس وأجيب بأنه قد أختلف في الوقت الذي فرض عليه الحج ومن جملة الأقوال أنه فرض في سنة عشر فلا تأخير ولو سلم أنه فرض قبل العاشرة فتراخيه صلى الله عليه وآله وسلم إنما كان لكراهة الأختلاط في الحج بأهل الشرك لأنهم كانا يحجون ويطوفون بالبيت عراة فلما طهر الله البيت الحرام منهم حج صلى الله عليه وآله وسلم فتراخيه لعذر ومحل النزاع التراخي مع عدمه (نیل الاوطار)
ژباړه او لنډ مفهوم : دشوافعوددې استدلال څخه چې رسول الله په لسم هجري کال حج ادا کړی، پداسې حال کې چې په ده باندې په پنځم یا شپږم هجري کال کې فرض شوی و،داسې ځواب شوی چې پدې کې هم اختلاف دی ،چې پرده کوم کال حج فرض شوی و،ځینې داسې اقوال هم شته، چې پردهحج دهجرت په لسم کال فرض شوی نوکه داسې شي ،نو بیاخو هیڅ تراخي یا ځنډپکې ندی راغلی ،اوکه داسې ومنو،چې له لسم کال څخه مخکې فرض شوی و،نودده د ادا تاخیر ددې کبله و،چې نه یې غوښتل چې له مشرکینو سره یې په حج کې اختلاط راشي ،ځکه دوئ به حج او عمره په بربنډه کوله ،نوکله چې الله ترې کعبه پاکه کړه، نورسول الله بیا حج هم وکړ،نوڅرګنده شوه چې دده دحج دادا تراخي دعذرله کبله وه .
دشوافعودلومړي دلیل څخه چې داصول فقه ددې قاعدې له مخې چې (يجب العمل بالمطلق على إطلاقه إلا بدليل يدل على تقييده؛ لأن العمل بنصوص الكتاب والسنة واجب على ما تقتضيه دلالتها حتى يقوم دليل على خلاف ذلك./الاصول من علم الاصول)دتقیید دمطلق لپاره یې دلیل غوښت همداد(نیل الاوطار)ځواب هم ښه علمي او منطقي دی ،هغه داسې چې که دحج فرضیت په لسم هجري کال شوی وي ،نوبیا خوپکې دتقییداو اطلاق اړتیا نشته او که فرضیت یې دلسم هجري کال څخه مخکې شوی وي،(پنځم یا شپږم کال ) نوبیا ددې نوموړې عذرپه وجه یې دا تاخیر هم ددې قاعدې نه خروج ندی ،اوڅرنګه چې دقرانکریم تفسیر رسول الله کاوه، نودمطلق دتقیید دلیل همدا مذکورحدیث هم کیدای شي (وعن سعيد بن جبير عن ابن عباس عن الفضل أو أحدهما عن الآخر قال " قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم من أراد الحج فليتعجل فإنه قد يمرض المريض وتضل الراحلة وتعرض الحاجة "
- رواه أحمد وابن ماجه وسيأتي قوله عليه السلام " من كسر أوعرج فقد حل وعليه الحج من قابل ")
)والله اعلم .
نودحج فرضیت علی الفور،تراخي یې بې عذره ګناه او وروسته یې ادا کول قضاء نه بلکې ادا ده !

دماشوم دحج مسئله :
دفقهاووپه اتفاق سره داخبره ثابته ده ،چې له بلوغ نه مخکې پر ماشوم حج واجب ندی ،خوکه دحج مناسکوته حاضرشي ،نو ترې صحیح کیږي او دابه یې نفل وي ،البته پرده به فرضي حج لکه دپخوا په څیرفرض پاتې وي ،چې کله بلوغ ته ورسیږي ،نو بیا به فرضي حج وکړي ،لکه دې لاندیني عبارت کې چې دا مفهوم ښه څرګند دی : وَمِنْهَا الْبُلُوغُ ) فَلَا يَجِبُ عَلَى الصَّبِيِّ كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ وَلَوْ أَنَّ الصَّبِيَّ حَجَّ إذًا قَبْلَ الْبُلُوغِ فَلَا يَكُونُ ذَلِكَ عَنْ حَجَّةِ الْإِسْلَامِ وَيَكُونُ تَطَوُّعًا ،(فتاوی هندیه )ج۵/ص۴۴۷
لا يَجِبُ الْحَجُّ عَلَى الصَّبِيِّ قَبْلَ الْبُلُوغِ إِجْمَاعًا ، لَكِنْ إِذَا فَعَلَهُ صَحَّ مِنْهُ ، وَكَانَ نَفْلا ، وَعَلَيْهِ حَجَّةٌ أُخْرَى إِذَا بَلَغَ إِجْمَاعًا .
وَتَتَفَاوَتُ كَيْفِيَّةُ إِحْرَامِ الصَّبِيِّ وَأَدَائِهِ الْمَنَاسِكَ بِتَفَاوُتِ سِنِّهِ هَلْ هُوَ مُمَيِّزٌ أَوْ لا .
وَقَدْ سَبَقَ بَيَانُ ذَلِكَ مُفَصَّلا فِي مُصْطَلَحِ إِحْرَامٍ فَانْظُرْهُ ( ف 131 - 136 ) وَيُلْحَقُ بِالصَّبِيِّ غَيْرُ الْمُمَيِّزِ الْمَجْنُونُ جُنُونًا مُطْبِقًا بِاتِّفَاقِهِمْ (على تفاصيل في إفاقته وما يلزم فيها . انظر المسلك المتقسط ص 78 ، والإيضاح ص 556 ، والشرح الكبير 2 / 3 ، والمغني 3 / 249 .)
دبل چاپرځای دحج فریضه اداکول
دجمهورو (حنفي ،شافعي او دحنبلي )علماووپه عقیده دبل چا پر ځای یوڅوک دهغه په مصرف اواجازه حج کولای شي ،یوازې دامام مالک رح په نظردبل چاڅخه دحج ادا کول نا روا دي ،دلایل به ددواړو طرفینو راوړل شي ،دا مسئله به هم راوړل شي ،چې آیا دبل چا لپاره دحج کولولپاره د نائب حج شرط دی اوکه نه ؟پدې باب به هم اختلاف المذاهب راوړل شي او واضحه به کړو،چې داحنافوپه مذهب کې دنائب لپاره اولا خپل حج شرط ندی او نورمذاهب داسې څرګندوي ،چې باید نائب پخپله حج کړی وي ،صاحب دفتح القدیراونورودحج عن الغیردجواز په باب دمذاهبو اختلاف داسې تحریرکړی :
مَشْرُوعِيَّةُ الْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِ :
114 - ذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ ) إِلَى مَشْرُوعِيَّةِ الْحَجِّ عَنِ الْغَيْرِوَقَابِلِيَّتِهِ لِلنِّيَابَةِ ، وَذَهَبَ مَالِكٌ عَلَى الْمُعْتَمَدِ فِي مَذْهَبِهِ إِلَى أَنَّ الْحَجَّ لا يَقْبَلُ النِّيَابَةَ لا عَنِ الْحَيِّ وَلا عَنِ الْمَيِّتِ ، مَعْذُورًا أَوْ غَيْرَ مَعْذُورٍ . وَقَالُوا : إِنَّ الأَفْضَلَ أَنْ يَتَطَوَّعَ عَنْهُ وَلِيُّهُ بِغَيْرِ الْحَجِّ ، كَأَنْ يُهْدِيَ أَوْ يَتَصَدَّقَ عَنْهُ ، أَوْ يَدْعُوَ لَهُ ، أَوْ يُعْتِقَ (2) . انظر فتح القدير 2 / 308 ، ومغني المحتاج 1 / 468 ـ 469 ، والمغني 3 / 227 ـ 228 ، ومواهب الجليل 2 / 543 ، وحاشية الدسوقي 1 / 18 . )
لنډمفهوم اوژباړه :جمهورعلماء وایې چې حج عن الغیر روادی اودامام مالک رح باورې قول دادی، چې ندی روا ،اوپدې باب نه دژوندې اونه هم دمړه نیابت روادی ،خوددوئ په نظر غوره داده چې وارث ترې صدقه او خیرات وکړي یا ورته دعا وکړي .
دجمهورو نقلي او عقلي دلایل :
اسْتَدَلَّ الْجُمْهُورُ عَلَى مَشْرُوعِيَّةِ حَجِّ الإِنْسَانِ عَنْ غَيْرِهِ بِالسُّنَّةِ الثَّابِتَةِ الْمَشْهُورَةِ ، وَبِالْعَقْلِ .
نقلي دلایل :
أَمَّا السُّنَّةُ : فَمِنْهَا حَدِيثُ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : " جَاءَتِ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمَ عَامَ حَجَّةِ الْوَدَاعِ ، قَالَتْ : يَا رَسُولَ اللَّهِ : إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَسْتَوِيَ عَلَى الرَّاحِلَةِ ، فَهَلْ يَقْضِي عَنْهُ أَنْ أَحُجَّ عَنْهُ ؟ قَالَ : نَعَمْ " . أخرجه البخاري ( الفتح 4 / 66 ـ ط السلفية ) ، مسلم ( 2 / 973 ـ ط الحلبي )
ژباړه :حضرت ابن عباس فرمایې چې د(خثعم) قبیلې یوه ښځه په حجة الوداع کې راغله ،رسول الله ته یې وویل چې ای دالله رسوله ! یقینا چې دالله فریضه په بندګانوباندې حج کې زما پلا رپداسې حال کې موندلې چې هغه ډیر سپین ږیری او مشر دی ،ددې وسه نلري چې په سپرلۍ باندې ځان ټینګ کړي ،آیا دهغه نه به داپوره شي چې زه دهغه لپاره حج وکړم ؟رسول الله ورته وویل چې هو!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَيْضًا : " أَنَّ امْرَأَةً مِنْ جُهَيْنَةَ جَاءَتْ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ : إِنَّ أُمِّي نَذَرَتْ أَنْ تَحُجَّ فَلَمْ تَحُجَّ حَتَّى مَاتَتْ أَفَأَحُجُّ عَنْهَا ؟ قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ حُجِّي عَنْهَا ، أَرَأَيْتِ لَوْ كَانَ عَلَى أُمِّكِ دَيْنٌ أَكُنْتِ قَاضِيَتَهُ ؟ . . اقْضُوا اللَّهَ ، فَاَللَّهُ أَحَقُّ بِالْوَفَاءِ " (1) . . أخرجه البخاري ( الفتح 4 / 64 ـ ط السلفية)
ژباړه :او دابن عباس نه همدارنګه روایت شوی، چې دجهینه قبیلې یوه ښځه رسول الله ته راغله ،نوویې ویل یقینا زما مورنذرایښی و،چې حج به کوي، تردې چې وفات شوه ،آیا زه ترې حج وکړم ؟نورسول الله ورته وویل چې هو! ته دهغې څخه حج وکړه ،ته خبر راکړه (ستا په فکریا نظر) که ستا په مور پور وړي وي ،آیاته یې ادا کونکې یې ؟دالله (دفریضې)قضاء راوړئ ! پس الله ډیر احق دی په وفا کولوسره (یعنې چې په خپل نذر وفا ورسره وکړئ ) .
دجمهورو دلیل عقلي :
وَأَمَّا الْعَقْلُ ، فَقَالَ الْكَمَالُ بْنُ الْهُمَامِ : وَكَانَ مُقْتَضَى الْقِيَاسِ أَنْ لا تَجْرِيَ النِّيَابَةُ فِي الْحَجِّ ، لِتَضَمُّنِهِ الْمَشَقَّتَيْنِ الْبَدَنِيَّةَ وَالْمَالِيَّةَ ، وَالأُولَى لَمْ تَقُمْ بِالآمِرِ ، لَكِنَّهُ تَعَالَى رَخَّصَ فِي إِسْقَاطِهِ بِتَحَمُّلِ الْمَشَقَّةِ الأُخْرَى ، أَعْنِي إِخْرَاجَ الْمَالِ عِنْدَ الْعَجْزِ الْمُسْتَمِرِّ إِلَى الْمَوْتِ ، رَحْمَةً وَفَضْلا ، وَذَلِكَ بِأَنْ يَدْفَعَ نَفَقَةَ الْحَجِّ إِلَى مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ ، بِخِلافِ حَالِ الْقُدْرَةِ فَإِنَّهُ لَمْ يَعْذُرْهُ لأَنَّ تَرْكَهُ لَيْسَ إِلا لِمُجَرَّدِ إِيثَارِ رَاحَةِ نَفْسِهِ عَلَى أَمْرِ رَبِّهِ ، وَهُوَ بِهَذَا يَسْتَحِقُّ الْعِقَابَ ، لا التَّخْفِيفَ فِي طَرِيقِ الإِسْقَاطِ ، وَإِنَّمَا شَرَطَ دَوَامَهُ ( أَيِ الْعُذْرِ ) إِلَى الْمَوْتِ لأَنَّ الْحَجَّ فَرْضُ الْعُمُرِ ( " فتح القدير 2 / 310)
خلص مفهوم: علامه کمال ابن الهمام په فتح القدیرکې لیکي چې : دقیاس غوښتنه داده چې په حج کې نیابت په هیڅ ډول جایزنشي اودا ځکه چې دا د دووتکالیفومتضمن وي ،یو مشقت مالي بل بدني ،لومړی مشقت چې بدني دی د آمر څخه نه پوره کیږي ،نو الله  ددې مشقت په اسقاط سره رخصت ورکړ، په تحمل ددوهم مشقت ،چې هغه مالي دی ،دادې امله چې دا ترې عاجز دی اوعحزیې مستمر دی ،تر مړینې پورې ،دادالله  محض رحمت او فضل دی ،دا شخص به بل چاته لګښت ورکړي اوهغه به ددې پر ځای ترې حج وکړي .........
وَقَالَ ابْنُ قُدَامَةَ : هَذِهِ عِبَادَةٌ تَجِبُ بِإِفْسَادِهَا الْكَفَّارَةُ ، فَجَازَ أَنْ يَقُومَ غَيْرُ فِعْلِهِ فِيهَا مَقَامَ فِعْلِهِ ، كَالصَّوْمِ إِذَا عَجَزَ عَنْهُ افْتَدَى بِخِلافِ الصَّلاةِ (3) " . المغني 3 / 228 .)
ژباړه :ابن قدامه په المغني کې لیکې چې :دا حج عبادت دی او په افساد یې کفاره راځي ،نوجایزده چې دبل چا کړنه پدې کې دده په ځای ودرول شي ،لکه روژه چې دعجزپه صورت کې ترې کفاره ادا کیدای شي، دلمانځه په خلاف چې دا سې پکې نشي کیدای .
وَأَخَذَ الْمَالِكِيَّةُ بِالأَصْلِ ، وَهُوَ عَدَمُ جَرَيَانِ النِّيَابَةِ فِي الْعِبَادَةِ الْبَدَنِيَّةِ ، كَالصَّوْمِ ( مواهب الجليل في الموضع السابق ، وفيه توسع ، والتاج والإكليل لمختصر خليل 3 / 7
ژباړه :اومالکیانوپه اصل باندې اعتماد کړی اوهغه داسې چې په بدني عباداتو کې نیابت جایز ندی ،لکه په روژه کې چې ندی روا .
دبل چاپر ځای دحج کولو شرطونه :
لومړی شرط:
أَوَّلا - شُرُوطُ وُجُوبِ الإِحْجَاجِ :
115 - يُشْتَرَطُ لِوُجُوبِ الإِحْجَاجِ عَنِ الْمُكَلَّفِ عِنْدَ الْجُمْهُورِ - خِلافًا لِلْمَالِكِيَّةِ - : الْعَجْزُ عَنْ أَدَاءِ الْحَجِّ الْوَاجِبِ عَلَيْهِ .
وَيَشْمَلُ ذَلِكَ مَا يَلِي :
أ - كُلُّ مَنْ وَجَبَ عَلَيْهِ الْحَجُّ وَهُوَ قَادِرٌ عَلَى الْحَجِّ بِنَفْسِهِ وَحَضَرَهُ الْمَوْتُ يَجِبُ عَلَيْهِ الْوَصِيَّةُ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ . سَوَاءٌ حَجَّةُ الإِسْلامِ ، أَوِ النَّذْرِ ، أَوِ الْقَضَاءِ .
وَلَمْ يُوقِفِ الشَّافِعِيَّةُ وُجُوبَ الإِحْجَاجِ عَنْهُ عَلَى الْوَصِيَّةِ إِجْرَاءً لِلْحَجِّ مَجْرَى الدُّيُونِ .
أَمَّا الْمَالِكِيَّةُ : فَلا يُوجِبُونَ عَلَيْهِ الْوَصِيَّةَ ، وَلا يَسْقُطُ عَنْهُ الْفَرْضُ بِأَدَاءِ الْغَيْرِ عَنْهُ - كَمَا هُوَ أَصْلُ مَذْهَبِهِمُ الَّذِي عَرَفْنَاهُ - لَكِنْ إِذَا أَوْصَى نَفَذَتْ وَصِيَّتُهُ ، وَإِنْ لَمْ يُوصِ لَمْ يُرْسَلْ مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ .
ب - مَنْ تَوَفَّرَتْ فِيهِ سَائِرُ شُرُوطِ وُجُوبِ الْحَجِّ وَاخْتَلَّ شَيْءٌ مِنْ شُرُوطِ الأَدَاءِ بِالنَّفْسِ ، يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ ، أَوْ يُوصِيَ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ إِذَا لَمْ يُرْسِلْ مَنْ يَحُجُّ عَنْهُ .
ج - مَنْ تَوَفَّرَتْ فِيهِ شُرُوطُ وُجُوبِ الْحَجِّ بِنَفْسِهِ فَلَمْ يَحُجَّ حَتَّى عَجَزَ عَنِ الأَدَاءِ بِنَفْسِهِ يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَحُجَّ عَنْهُ فِي حَالِ حَيَاتِهِ ، أَوْ يُوصِيَ بِالإِحْجَاجِ عَنْهُ بَعْدَ مَوْتِهِ .
وَيَتَحَقَّقُ الْعَجْزُ بِالْمَوْتِ ، أَوْ بِالْحَبْسِ ، وَالْمَنْعِ ، وَالْمَرَضِ الَّذِي لا يُرْجَى زَوَالُهُ كَالزَّمَانَةِ وَالْفَالِجِ ، وَالْعَمَى وَالْعَرَجِ ، وَالْهَرَمِ الَّذِي لا يَقْدِرُ صَاحِبُهُ عَلَى الاسْتِمْسَاكِ ، وَعَدَمِ أَمْنِ الطَّرِيقِ ، وَعَدَمِ الْمَحْرَمِ بِالنِّسْبَةِ لِلْمَرْأَةِ ، إِذَا اسْتَمَرَّتْ هَذِهِ الآفَاتُ إِلَى الْمَوْت (المسلك المتقسط ص 287 ، والإيضاح في مناسك الحج للنووي وحاشيته للهيثمي ص 108 ـ 109 ، ومغني المحتاج 1 / 468 ـ 469 ، والمغني 3 / 227 ـ 228 ، والفروع 3 / 245 ، ومواهب الجليل 2 / 543 . )
دپورتني عبارت لنډه ترجمه :دجمهورو علماووپه عقیده دبل چا څخه دحج کولوشرطونه دادي چې : الف -همیشنی عجز یعنې دا آمر داسې معذور وي ،چې ترمړینې پورې یې عجز پاتې وي ،اوداپه څو نوروفروعاتو مشتمل دی ،یوداچې کله پدې شخص فرضي ،نذر او یا هم قضایې حج وي ،نوداحنافوپه نزد په ده باندې وصیت لازم دی ،چې نورڅوک یې ترې کړي . ب : په یوه شخص کې دحج اداء بالنفس شروط بشپړشول ،خو یو شرط یې متخلل یا منتفی شو،چې دده دحج کولو مخه یې ونیوله، نودا به یوڅوک دځان پرځای حج ته لیږي او که څوک نه وو،نو چاته به یې وصیت کوي . ج :په چاکې چې دحج دوجوب شروط پوره شول ،خو دې شخص ادا نکړ،تردې چې دا ترې نور عاجز شو،نو واجب ده ،چې یادده په ژوند کې ترې حج وشي او یا هم چاته دا وصیت وکړي ،او دعجز تحقق په مړینه ،اسارت ،منع کولو،اوهغه مرض راځي، چې دزوال هیله یې نوي ،لکه فالج ،ړوندوالی ،همیشنی مرض ،ګوډوالی ،داسې سپین ږیرتوب، چې ځان نشي ټینګولی ،دلاري نا امني ،دښځي سره دمحرم نشتوالی ،چې داټول آفات تر مړینې پورې پاتې شي .
دوهم شرط:
ثَانِيًا : شُرُوطُ النَّائِبِ عَنْ غَيْرِهِ فِي الْحَجِّ :
116 - اشْتَرَطَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ لإِجْزَاءِ الْحَجِّ الْفَرْضِ عَنِ الأَصِيلِ أَنْ يَكُونَ النَّائِبُ قَدْ حَجَّ حَجَّةَ الإِسْلامِ عَنْ نَفْسِهِ أَوَّلا ، وَإِلا كَانَتِ الْحَجَّةُ عَنْ نَفْسِهِ ، وَلَمْ تُجْزِئْ عَنِ الأَصِيلِ ، وَهُوَ قَوْلُ الأَوْزَاعِيِّ وَإِسْحَاقَ بْنِ رَاهُوَيْهِ ( المجموع والمهذب 7 / 98 ، والإيضاح ص 119 ، والمغني 3 / 245 ، والفروع 3 / 265 ـ 266 .)
وَاكْتَفَى الْحَنَفِيَّةُ بِأَهْلِيَّةِ الْمَأْمُورِ لِصِحَّةِ الْحَجِّ ، بِأَنْ يَكُونَ مُسْلِمًا عَاقِلا ، فَأَجَازُوا أَنْ يَكُونَ الْمَأْمُورُ لَمْ يَحُجَّ عَنْ نَفْسِهِ حَجَّةَ الإِسْلامِ ( وَهُوَ الْمُسَمَّى صَرُورَةً ) ، (الصرورة : من لم يحج )وَأَجَازُوا حَجَّ الْعَبْدِ ، وَالْمُرَاهِقِ عَنْ غَيْرِهِمْ ، وَتَصِحُّ هَذ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery