مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟

مولوي عصمت الله عزام

 

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلی و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :

د مور او پلار سره ښېګڼه کول جنت ته د داخلېدلو اغېزناک سبب دی .

دا داسي يو عمل دی چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام - شريعتونه متفق دي او په هر شريعت کي مُهم کار ګڼل شوی دی .

د پيغمبرانو - عليهم السلام - اخلاق او د نېکانو طريقه ده او همداراز د عُمر د زياتوالي، د روزۍ د پراخوالي، د غمونو د لري کېدلو، د دُعاگانو د قبلېدلو، د سينې د خلاصېدلو او د ژوند د ښه کېدلو لامل دی .

او همدا راز د مور او پلار سره د ښېګڼي ډېر زيات فضائل راغلي دي .

اوس دا چي د مور او پلار سره غوره ښېګڼه او ښه چلند څه دی ؟

غواړو د دې پوښتنې لپاره جواب ولټولو : د دې جواب دا دی چي  چي د مور او پلار غوره ښېګڼه هغه ده په کوم چي الله تعالی امر کړی دی الله تعالی فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ، وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (سورة الاسراء : ۲۳ ، ۲۴ )

ژباړه : او ستا رب حکم کړی چي له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او د مور او پلار سره ښېګڼه کوئ . که ستا سره يو له هغو، يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي، نو هغوی ته اُف ( لا ) مه وايه او مه يې رټه ! او د هغوی سره په درناوي خبره کوه ! او په رحمت سره هغوی دواړو ته مات غاړی اوسه او داسي وايه چي اې زما ربه ! پر دواړو داسي رحم وکړې لکه زه چي يې وړوکی روزلی يم !!

مطلب دا راوزي چي غوره ښېګڼه د مور او پلار سره دا ده چي د دوی سره احسان، نېکي او ښه وشي !!

نېکي او ښېګڼه ګڼي طريقي لري : کله په خبره او وينا سره وي، کله په کار سره وي،کله په مال سره وي .

ضروري دا ده چي بايد د وخت او حالت سره سم د مور او سره هره هغه کړنه وشي کومه چي ښېګنه او ښه چلند ګڼل کېږي .

په دغه مبارکو آيتونه کي په راغلو الهي ارشاداتو که عمل وشي، دا د مور او پلار سره غوره ښېګڼه ده .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery