مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دعا ارزښت څه ډول پېژندلای شو؟

شمس الحق حیران

اورېدلي به مو وي چې دعا د مومن اسلحه ده. خو د دې اسلحې زده کړه او کارونه هم ستر مهارتونه غواړي چې ټول مومنان ترې برخمن نه دي. دعا له خپل پالونکي ‌‌‌ذات سره د زړه راز او نياز دی، دعا د تيارو او ناهيليو د اُفق پر څنډه د هيلو وروستۍ رڼا ده، دعا د ستړو زړونو دمه ځای دی، دعا د وچو شونډو، لړزاندو لپو او دربېدونکو زړونو ډاډ دی، دعا د اخلاص له لمدو اوښکو سره يو ځای د الهي نعمتونو شکرانه ده، دعا په وياړلو شېبو کې د مومن يوازينۍ او لومړنۍ ملګرې ده، دعا په خپله ناتوانۍ اعتراف دی، دعا د سترو انساني ارزښتونو او انفسي ښکلاوو ښکارندويه ده، دعا په ښکاره له ځان پرته بل ذات ته د سر ټيټولو خو باطن کې د خپل واقعي انساني لويوالي څرګندولو نوم دی، دعا د زم زم فلسفه، د ابابيلو کيسه، د مينې تړون، نه شلېدونکی پيوستون، ستره بلنه، ريښتونې پالنه، د بنده ګۍ راز، د ښکلي ژوند آغاز، لوړ اعزاز، د جسمي او روحي دردونو درملنه، د مظلوم بروسه او د ژوند مدرسه ده. دعا د خپلو دينوي او اُخروي چارو ښه والي لپاره د داسې چا رابلل دي چې د دې کائيناتو پيدا کوونکی، له منځه وړونکی او وړو او لويو رازونو له ټکي، ټکي څخه خبر دی.
د دې لپاره چې د دعا ارزښت وپېژنو، اړينه ده چې دعا يوازې تر پنځو لمونځونو راټوله( محدوده) نه کړو. دعا د خپلو ټولو خوږو او ترخو شېبو ملګرې وبولو، همدا چې لوی الله مو په ياد وي، ليدونکی او د چارو څارونکی يې وګڼو؛ ستره دعا مو کړې ده.
دعا په ښکلو ځايونو، خوښې وړ وختونو، پاکو او ځلېدونکو جامو کې بېل کيف لري. د دعا پر مهال ژوره ساه وباسئ او د هېڅ څیز په اړه فکر مه کوئ، له ځان او الهي عدل نه راضي واوسئ، لپه مو پورته او سر مو د ادب له مخې ښکته ونيسئ، ځان ته داسې احساس ورکړئ چې تاسو د نړۍ تر ټولو ځواکمن ‌ذات ته سر ټيټولو سره نېکمرغه او بريالی انسان ياست. د دعا خوند وڅکئ تر څو د ژوندانه ريښتونې خوښۍ او برياوې ترلاسه کړئ. ويلای شم چې يوازې ډېر بدمرغه مومن به د دعا له ښکلاييز کيفيت، سکون او ډاډمنتيا بې برخې پاتې کېږي. نو هيله ده ځان د نېکمرغو مومنانو له ډلې وګرځوئ او په مخلصانه دعا سره حقيقي تسکين خپل کړئ. که چېرې تر اوسه د دعا په حقيقي ارزښت پېژندلو نه ياست بريالي شوي؛ پوه شئ چې شکر دی لاهم ژوندي ياست. د دعا پر مهال ډېر کله له ځان سره وانګيرئ چې ولې زيږېدلي ياست؟ د ځمکې پرمخ څه کوئ؟ د ژوند موخه څه ده؟ په پای کې به چېرته ځئ؟ له پوه کسانو سره خبرې، ناسته ولاړه او د قرآن عظيم الشان تلاوت، تفسير او ترجمه وکړئ. د خلکو له يوه داسې ټولي سره ملګري شئ چې د لوړو اسلامي باورونو په اړه خبرې کوي، نو په دې ترتيب سره به په ډېرې آسانۍ دې دعا په ارزښت وپوهېږئ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery