مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلام دښيګڼو او محاسنو دين دی !!

فاضل افغان

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
بې له شکه چي داسلام مقدس دين دمحاسنو ، ښيګڼو او هر راز نيکبختيو سرچينه ده، اسلام دبشريت او انسانيت ستر لارښود دی ، اسلام د هر حقدار حق په ښه توګه واضح او بيان کړيدی ، د اسلام مقدس دين هيڅکله په هيڅ ځای کي توپيري چلند نه دی کړی ، ځکه اسلام د دوست او دښمن، انسان او حيوان، ذي روحه او بې روحه دټولو لپاره خپل حقوق وضع کړيدي .
اسلام داخلاقو او نيکو خويونو معدن دی ، د اسلام مقدس دين دټولو محامدو او ټولو نيکيو او ښو خصلتونو مرجع اليه دی ، غرب او داسلام دښمنان چي دکومو محاسنو دعوه ګير دي نو هغه يې داسلام له مقدس دين څخه په غلا وړي دي ، غرب هيڅکله هم د انسانيت او بشريت لپاره کومه ښيګڼه نه ده راوړې ، داسلام له مخه ټوله نړۍ په جهالت مبتلا وه ، خپل منځي عداوتونه او عام وژنه يو مشهور او جائز دود ؤ، هيڅ ځای هم د ترحم ، شفقت او مهرباني اثار نه ليدل کيده ، دا اسلام ؤ چي نړيوال يې دمعرفت په اوبو اوبه کړل ، د جهالت له تاريکي يې خارج او د علم، پوهي او عرفان په رڼا يې منور کړل ، اسلام خلګ ورورګلوي او محبت ته راوبلل ، اسلام دتور ، سپين ، سور او خړ ترمنځ فرق ونکړ ، اسلامي شريعت دعجم او عرب تر منځ يک طرفه چلند نه دی کړی، بلکي دمختلفو رنګو خاوندان او د بيلابيلو قومونو ، ژبو او عاداتو څښتنان يې يو امت او يو موټي کړل ، دفضيلت او بهتري معيار يې تقوا ، نيک اخلاق او دالله اطاعت وضع کړ .
غواړم چي داسلام دمقدس دين په ځيني مهمو محاسنو او ښيګڼو رڼا واچوم تر څو دا موضوع لاهم ښه روښانه او واضح سي .

اخلاق حسنه :
اسلام په ډير جديت او ټينګار سره خلګ و ښو او نيکو اخلاقو ته رابللی .
الله تعالی خپل رسول محمد صلی الله تعالی عليه وسلم ته په خطاب کي فرمايي : « انک لعلی خلق عظيم » .
يعني بيشکه ته دلويو اخلاقو خاوند يې .
او رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
(إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ)) البخاري
زه ددې لپاره ليږل سوی يم چي نيک اخلاق کامل او پوره کړم .

او دارنګه مبارک عليه السلام فرمايي : « ان من خياركم احسنكم اخلاقا» .
يعني بېشکه بهتر ستاسي هغه څوک دی چي دښو او نيکو اخلاقو خاوند وي .
نواس بن سمعان رضي الله تعالی عنه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه دنيکي او ګناه پوښتنه وکړه ، نو نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم په جواب کي ورته وفرمايل : « البر حسن الخلق.. » نيکي ښه والی داخلاقو دی .
عجيبه خو داده چي زموږ نوي ځوانان ځيني خارج ته تعليم لپاره ځي کله چي راستانه سي نو ځيني اخلاق يې زده کړيوي ، او دايې فکر وي چي اخلاق په کفري نړۍ کي دي نه په اسلام کي ، سره له دې چي د اخلاقو مصدر اسلام دی ، کفارو اخلاق له اسلامه وړيدي ، خو افسوس داچي دی له خپل دين او مذهب څخه خبر نلري ، نه يې له هغه نيک تأثرات واخيستل او نه يې دهغه محاسن تر اوسه درک کړي، دی که هر څومره داخلاق مزاوله کړي خو د اجر پر ځای يې عذاب دی ، ځکه دا ااخلاق دی دکفارو په اتباع تر سره کوي نه داسلام په تابعداري کي ، او بالعکس که يې دا اخلاق له اسلامه زده کړيوای او بيا يې عملي کولای نو بيابه مأجور او مثاب هم وای .

اسلام او حقوق
د اسلام مقدس دين د هر چا حقوق ځان ته وضع کړيدي ، له هر چا سره يې دښه او نيک چلند دکولو امر کړيدی، په دې اړه هم يو څه وضاحت درته وړاندي کوم :

له ماتحت او خادمانو سره نيک چلند :

يا أبا ذر! أعيرته بأمه؟ إنك امرؤٌ فيك جاهلية، إخوانكم حولكم، جعلهم الله تحت أيديكم، فمن كان أخوه تحت يده فليطعمه مما يأكل، وليلبسه مما يلبس، ولا تكلفوهم ما يغلبهم، فإن كلفتموهم فأعينوهم"2.
مغرور فرمايي : له اباذر رضي الله تعالی عنه سره په ربذه کي يو ځای سوم ، دده او دمريي ( غلام) يو قسم جامې وې، نو ما دهغه پوښتنه ورڅخه وکړه ، ده راته وويل يو وخت ما له يو سړي سره ښکنځل وسوه بيا ما دمور پيغور ورکړ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم راته وويل : اباذره تا دمور پيغور ورکړ ، بېشکه په تا کي دجاهليت خوی موجود دی ، دا وروڼه ستاسي خادمان دي ، الله تعالی ستاسي تر لاس لاندي کړيدي ، نو که ستاسي ديوه تر لاس لاندي يو ورور ؤ نو هغه خورک دي ورکوي کوم چي دی يې خوري ، او هغه جامې وراغوندی چي تاسي يې اغوندی، په داسي څه يې مه مکلفوئ چي دوئ يې توان نلري ، بيا کچيري مو مکلف کړل نو بيا مرسته او کومک ورسره کوئ ..
سبحان الله !!! څومره له شفقت ، مهرباني او تلطف څخه ډک دين دی .
همدارنګه نبوي ارشاد دی ، « لايرحم الله من لايرحم الناس ..» همدارنګه يو بل روايت دی « الراحمون يرحمهم الرحمن ..» اوس تاسي فکر وکړئ چي داسلام په مقدس دين کي دترحم او شفقت څومره ټينګار سويدی .

پر کشرانو شفقت او د مشرانو احترام کول :

نبوي ارشاد دی : « ليس منا من لم يوقر کبيرنا ولم يرحم صغيرنا ولم يعرف لعالمنا حقه .» .
هغه څوک زموږ له ډلي نه دی چا چي زموږ دمشرانو تعظيم او احترام ونکړ ، زموږ پر کشرانو يې رحم او شفقت ونکړ او زموږ دعالم حق يې ونه پيژندی .

دسپين ږيري احترام او تعظيم :

إِنَّ مِنْ إِجْلَالِ اللَّهِ إِكْرَامَ ذِي الشَّيْبَةِ الْمُسْلِمِ..
دالله تعالی له اجلال او تعظيم څخه يو د سپين ږيري اکرام او احترام دي .

دمشر ورور احترام :

دمشر وررو په هکله فرمايي : « حق کبير الاخوة کحق الوالد علی الولد » .
دهر حقدار په هکله په عمومي ډول فرمايي : « أنزلوا الناس منازلهم » يعني خلګ په خپلو منزلو کي نازلوئ !
همدارنګه فرمايي « من لم يشکر الناس لم يشکر الله ..» . چاچي دخلګو شکر ادا نکړ هغه به دالله جل جلاله شکر ادا نکړي .
په اسلام کي دهمسايه حقوق

داسلام ستر پيشوا رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

« لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ لَا يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ » نه داخليږي جنت ته هغه څوک چي همسايه يې له شر او ظلمه په امن نه وي .
څومره شامل او نړۍ ته دامن او سولي پيغام دی ، له دې حديث څخه دهمساپه په اړه داسلام چلند ښه واضح سو ، په دې ډول چي هيڅوک بايد دهمسايه سره داسي چلند ونکړي چي دهغه لپاره تکليف او ضرر وي ، او هر همسايه يې بايد له شر او ضرر څخه په امن وي ، همدارنګه دهمسايه ډېر حقوق اسلام په ښه وضاحت او تفصيل بيان کړيدي ، که په ټولنه کي څوک دهمسايه سره داسلام هدايات عملي او اسلامي چلند غوره کړي نو هميشه به همسايه ګان له يو او بل سره دوروڼو په څير و اوسي ،او له ميني محبت ، ورورکلوي او الفت څخه به ډک ژوند وکړي .

دحيوانانو په اړه داسلام موقف :

اسلام دحيوانانو د حقوقو په اړه پوره هدايات او لارښووني کړيدي ، او دهغو حقوقو مراعاتول يې ضروري او فرض بللی دی .
په دې اړه ځيني نمونو پام وکړئ :

۱ : ما مِن مُسلم يَغْرِس غرسًا أو يزرع زرعًا فيأكل منه طير أو إنسان أو بهيمة إلا كان له به صدقة
هر مسلمان چي يو شي وکری بيا له هغه څخه مرغه انسان او يا چارپای خورک وکړي نو دا دده لپاره صدقه ده .

6- روى أبو داود أن النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ كان في سفَر ومعه بعض أصحابه، فذهب لبعض شأنه، فأخذ جماعة منهم فرْخَيْن لطائر يُسَمَّى “قُبَّرَة” فجعلت تَحُوم وتعلو وتهبط لتُخَلِّص ولَدَيْها منهم، فلما رآها ـ صلى الله عليه وسلم ـ قال: ” مَن فَجَعَ هذه بولدها؟ رُدَّوا وَلَدَهَا إليها”.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم په سفر وتلی ؤ بعض اصحاب ورسره وه ، بيا ځينو د قبره نومي مرغه راواخسته ، نو دا مرغه راغلی پر دوئ راګرځيدی ، پورته او کښته کيدی ددې لپاره چي خپل دوه بچي له دوئ خلاص کړي ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم مرغه وليد ، بيا يي وفرمايل : « دا مرغه چا په خپل زوۍ غمجن کړيدی ، خپل بچی ورايله کړی .

جاء في ذلك حديث الطبراني والحاكم وصححه: أنَّ رجلًا أضْجَع شاة ليَذْبَحها وهو يُحِدُّ شَفْرَته، فقال ـ صلى الله عليه وسلم ـ أتُريد أن تُمِيتَها مَوْتَات، هلَّا أحددْتَ شَفْرَتك قبْل أن تُضْجِعْهَا”؟

وقد أخبر ـ صلى الله عليه وسلم ـ أن رجلًا نزل بئرًا فسقى كلبًا يلهث من شدة العطش، فشكر الله له فغفر له ولما سأله الصحابة عن الأجر في سقي البهائم قال ” في كُلِّ ذَاتِ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أجْرٌ” رواه البخاري،

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي يو سړی يو څاه ته کښته سو بيا اوبه را وکښلي او يو سخت تږی سپی يې اوبه کړ نو الله جل جلاله ده ته بخښه وکړه ، صحابه ؤ رضي الله عنهم دحيوانانو داوبه کولو داجر په اړه پوښتنه وکړه ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم جواب ورکړ چي په هر د لندې يني خاوند کي اجر دی ، يعني هر حيوان چي ژوندی وي نو دهغه اوبه کول اجراو ثواب لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery