مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که سیاست کوې ، نود رسول الله (ص) سیرت خپل کړه !

محمد انور ولید :

 

محمد انور ولید :

درنولوستونکو !

ما دلته په دې وړه لیکنه کې د (سیاست) او(سیرت) دوې کلمې راوړې دي ، خوکه لږ ورته ځیرشو، نو سیرت خو په ناطق اوعاقل صورت کې موندل کېږي ، که صورت نه وي ، د سیرت اظهارهېڅ امکان نه لري ، ځکه زاد (غشي) ته خو راحله ( لیندۍ ) په کارده او لیندۍ فاعل اومُرَبي ته اړتیا لري . که یا د عناصرنه وي نو زاد به څنګه پرهدف باندې لګېږي ؟  ولې مهمه خبره په کې داده چې موږ باید ســـیرت ( خوی خصلت ) په دوو برخو ووېشو :

·         ښه خوی .

·         بد خوی .

لومړی : ـــ  ښه خوی خصلت ( سیرت ) هغه دی چې انسان د نورو انسانانو په منځ کې د خپل خیر رسوونکي لاس اوژبې پرمټ ځانته ځای پیداکولی شي ، خپل باور په خلکو کې پخولی شي ، کد ورتونه اوتیاره ګوټونه  د خپل سپېڅلي ضمیرد څراغونو په واسطه روښانه کولی شي ، خپل خوی خصلت نوروته ورانتقالولی اود ټولنې نور وګړي همغه منل شوی دروند خوی خصلت د خپلې لارې مشال جوړولی شي . خودغه ډول ممتازبشپړانساني مواصفات یوازې په ریښتینو، امینو، با د یا نته اوصا د قوخلکوکې موندل کېږي ، ځکه امین خلک هم خدای(ج) اوهم د خدای (ج) مخلوق ته د منلو وړوي .

امین خلک د خپل خصلت له مخې په پټه اوښکاره په قول اوفعل دواړوکې د امانت اصل په پام کې ساتي . په دې معنا چې امین سړی د حق الله اوحقوق العبا د وترمنځ په تعبُدي اومعاملاتي دواړو روابطوکې له افراط اوتفریط ( عدول او انحراف ) څخه پرته تعادل اوموازنه برقراره ساتي .

له همدې کبله داسې انسانانوته هم الهي منصبونه ورسېدل اوهم انساني ، چې په الهي منصبونوکې موسی کلیم الله له الله پاک سره مخامخ خبرې وکړې اود طاغي اوسرکشه  فرعون په وړاندې د مقابلې مأموریت  ورپه غاړه شو، اوحضرت محمد الرسول الله (ص) یې ترهغه عرش مُعلی پورې ورساوه چې دده او الله (ج) ترمنځ آخر یوازې یوه پرده پانې شوه . رسول امین (ص) د آسماني ادیانو وروستی بشپړدین په خورا پسته ( نرمه ) اوله پند ، موعظې اوحکمته ډکه  ژبه اوغوره طریقه خلکو ته پرته څه کموالي او زیاتوالي په امانته توګه ورساوه او د رسالت وروستی الهي معیاریې ورباندې بشپړکړ . هغه داسې معمار ؤ چې د پوره انساني اواخلاقي تعمیربنسټ یې د خلکو په زړونوکې کېښود ، ټول حرکت اوسکون یې بشپړوانساني اخلاقوپوښلی ؤ . لومړی یې د عربو ټآپو وزمې ـ په تېره په حجازکې د یثرب په څېرد تبو اود قیت هرد یاراوهره سیمه په خپلوحمیده اخلاقوسره جوړه او بیا یې  د همغوخلکو په ملاتړاوالهي مرستې سره مکه ورباندې فتحه کړه .

هو! د نبې (ع ) سیاست اومزاج الله پآک همداسې جوړکړی ؤچې لومړی یې د انسانانو زړونه ورباندې تسخیرکړل ، ورپسې یې د انساني نړۍ زړونوته الهي برنامې اودساتیرد تلپالتې قانون په توګه ورد ننه کړل ، هغوی لومړی همغه وحی کړی شوی قرآن په خپله پرخپلوځانونواو نفسونو باندې عملي کړ، ورپسې یې پرنوروباندې درغنده دعوت اوبشپړوانساني بېلګوله لارې د وخت د پېښو له غوښتنو سره سم تطبیق کړ. ځکه خلکو ته یې په عمل کې داسې بېلګې او داسې قانون وړاندې کاوه چې د زر، زوراوتزویرله بې انصافه نفسیاتي خپلسروغوښتنواو بېځایه شیطاني دود دستورسره به یې له ځمکې ترآسمان پورې  ښکاره توپیردرلود .  د آنحضرت (ص) سیاسي مزاج د مظلومانو او لوېدلیو خلکو لاس نیوی ؤ ، هغه د هغومظلومانو زړونه لاسته راوړول چې د خپل مظلومیت پرګناه د طاغي اوسرکشه ظالمانوله ډول ډول تعذیبونوسره مخ وو او د بېوسۍ چیغې فریادونه یې خپله الله اورېدل ، ځکه آنحضرت (ص) ته الله ددې تعلیم ورکړی ؤ چې د مظلومانو زړونه په لاس راوړل په حقیقت کې د نړۍ تسخیرول ، اوآزارول یې د امپراتوریو ړنګېدل دي .

کله چې خلکوخپل ځای او خپل حقوق خپله د آنحضرت (ص) په پاک نبوي سیرت اود اصحابوکرامو (رض) په وجودي اخلاقوکې په عملي بڼه محسوس او ولیدل ، په خپله یې د جهالت له تیاروڅخه ځانونه د اسلام رڼاته را وایستل ، د اسلام دین یې ومانه اود توحید له کاروان سره یوځای شول . همدا د پیغمبر(ص) سیاست ؤچې ترنن ورځې پورې په میلیاردونو نړیوال له همدې سیاست څخه کاراخلي اوخپلې ځانګړې اوټولنیزې ، کورنۍ اوبهرنۍ چارې د همدې نبوي سیاست په رڼا کې پرمخ وړي ، ولې متأسفانه چې سیاسي بېواکه اوکاواکه  نظامونه یې د ملتونوله سیاست سره په توپیراو ټکرکې ځکه لیدل کېږي چې په هغوکې د خپلواک مسیحا روح نه ده ورپوشوې .

لکه څنګه چې احساس داړتیا اواړتیا دپیدایښت مورده ، همداسې عاطفه هم د انسانیت زیږنده ده ، په همدې ډول نړۍ او په نړۍ کې ما فیها ټول په یوه پاخه ، له حکمته ډک الهي تدبیرسره منځ ته راغلې ، ژوند په کې په سوله ئیزډول پیل شوی اوسوله ئیز ژوندانه د انساني تخلیقي قوې اومحسوسې اړتیا پربناء تمدنونه زیږولي ، خوپه عکس یې منفي تضادونو یو د بل په تقابل کې ورانې ویجاړې منځ ته را وړې اوله پېځایه افراط اوتفریط څخه ضرورتونه پیدا شوي ، چې همدغه ضرورتونو بیا نوي اکتشافات او انکشافات منځ ته راوړي ، خوانساني مثبت تفکر دوه ښاخونه پیداکړي چې یوه ښاخ یې انسان ترعرش معلی پورې رسولی ، او بل ښاخ یې انسان پورته د هوا په ستوریزنظام کې قدمونه کېښودل اوپه سمندونوکې یې د اوبوتل ته ورټيټ کړی او د سمندر داسې اسرار یې له ځانه سره پرې راپورته کړل چې انسان یې اوس هم پېژند ګلوۍ اوتعریفولواو د مادي نظام سالم پلانیزه مدیریت کولوته اړدئ .

ځکه که مدیرت نه وي د انساني ژوند په هېڅ برخه کې نظام نه جوړېږي ، نه ټینګېږي اونه هم دوام موندلی شي او یوازې انسانې مدیریتي سلوک ، وقاراوحیاء د یو لړ قوانینو په موجودیت اوعملي کېدوکې سیاسي نظام منځ ته راوړي چې همدغه نظام بیا پرانساني زړونوباندې حکومت کولی شي . خو په دې شرط چې مدیرعاقل وي . یوه دیني عالم [ امام غزالي (رح) ]هم ویلي : (( عقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ . )) چې د انساني ویښ ضمیرپرمټ د ښه اوبد ، په تفکیک سره د حق قضاءوت پرېکړې ورکوي . ځکه سلیم عقل د انسان په سالم وجود کې هغه مدیردئ چې انسان له کورني اونړیوال نظام اود کون ومکان له ما فیها سره تړي  .خو انساني نظام چلولوته هم ددې له پاره تواضُع اونرمه غاړه په کارده چې په تکبراوغوسې سره نظام پرمخ نه ځې . ځکه چې غوسه د کبرمورده اوکبرد ظلم پلاردی . که غوسه اوکبردواړه سره یو ځای شي ، ظلم ترې پیدا کېږي . او سیاسیون او اولیاء امورباید غوسه ناک اوکبرجن نه وي ، ځکه چې تکبراوغوسه چارواکي د سیاسي انسداد په نارغۍ باندې اخته او تغذیه یې ورته زهرقاتل جوړوي اوهېڅکله هم د ورپېښ قبضیت له درد څخه په امن کې نه وي .

که څه هم انسانان له بابا آدمه تردې دمه پورې ټول یوله بل سره په توپیرکې پیدا شوي چې له امله یې لوړې ژورې منځ ته پرې راغلې دي ، خوبیا هم په روغ نیت ، روغ فکر، روغ علم ، روغ مدیریت ، روغ سیاست ، روغ مسلک اویوبل ته په عفوه کولواوتېرېدنې سره ملي ، سیمه ئیزاونړیوال رغنده نظامونه جوړېږي . ځکه چې عفوه اوګذ شت د ټولو د ښمنیو اوبد بختیو د له منځه تلو ، اوکینې اوکد ورتونه د ټولوویجاړیواو ورانیو د لا زیاتېدواوغځېدواصلي سرچینې دي .

په سیمه اونړۍ کې هغه هېوادونه تل د سترو لوبو قرباني شوي چې سیاستوال یې یا کمزوري ، یا بې اتفاقه ، ځان غوښتونکي ، خود کُش او بېګانه پروره وي ، او یاهم پرسیمه ئیزو اونړیوالوسترو پټو استخباراتي لوبوباندې سم نه پوهېږي . په داسې حال کې چې سیاستوال باید په سیمه ئیزواونړیوالوسترولوبوباندې پوره پوه ، باخبره اومخکې له مخکې با تد بیره او با پلانه چمتو وي ،  ځکه ریښتینې سیاسي محوره پوهه اوعلم دهرهغه ناوړه کارد ترسره کېدو مخه نبسي چې د ځمکې پرمخ د ورانیو او وینو توئېد و سبب جوړېږي .

سیاست په ټولنه کې د ټولنې د رهبري کېدو له پاره یومحوري اصل دئ ، يه دې معنا چې که ناپوه اوجاهل سیاستوال هرڅومره ژوندي وي ، هغه ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ ټول په حقیقت کې ورسره مړه دي ، اوکه سیاستوال په نړیوالو د سیسو باندې علم ، پوهه ، کره معلومات ، تدبیر ، پلان او رغنده مدیریت  ولري ، خپل ـ او د بل تاریخ او جغرافیه ورته معلومه وي ، که څه هم دوی مړه وي ، خو ټولنه ، هېواد ، سیمه او نړۍ  یې ددوی د علم اوسیاسي پوهنې ، بصیرت او درایت له برکته ټول ورسره ژوندي اوخوندي پاتې کېدای شي . ولې دا هم باید په یاد ولرو چې سیاست يه جهالت اوناپوهۍ کې نه چلېږي . خکه چې د ټولنې ، هېواد ، سیمې او نړۍ نظم ورسره درهم اوبرهم کېږي ، د ځنګل وحشي قانون حاکمیت پیدا کوي ، انارشي منځ ته راځي اوبالآخره په ملوک الطواظُیوکې انساني قانون اونظام په بشپړه توګه له منځه ځي . 

دا د زیږدیزکال ( یوویشتمه ) پېړۍ ده چې موږ په کې ژوند کوو ، خود اسلام دین یوه الهی سیاسي برنامه ده چې له نن څخه (۱۴۳۹ ) کاله وړاندې لارورکي بشریت ته د الله له لوري په تدریجي ډول د ترټولو امین شخصیت  په خوله  له ګمراهۍ څخه د الله د مخلوق د نجات په خاطر د یوه قانون په توګه را نازله  شوه  چې د انسان د ژوند کړنلاره اوخط مشې په فکري اوعقیده وي لحاظ په کې له همدې محراب اومنبراود مدرسې له کړنګېدلي زنګ څخه انځوراوفرض شوې ده .

تاسې وګورۍ چې لومړی الله (ج) خپل نازولي پیغمبرآنحضرت (ص) ته د حرا په غارکې د (اقراء) په آیتونوباندې د حضرت جبرئیل (ع) په خوله د الهي تعلیم په ورکولو سره د هغه پیغمبرانه مأموریت سپارښتنه وکړه چې له مخې یې انسان ورسره وروزل شو، ځوان شو، پوخ شواود اکمال اوپخېدومرحلې ته په کې رسېد ، ترڅوپه معاملاتي اوتعبدي دواړواړخونوکې په متعادله ، مسؤولانه او واجبي توګه خپل ژوند پرمخ په کې یوسي  .

رسول الله (ص) د ځمکې پرمخ د خپلو حمیده اخلاقو او آسماني دستور پرمټ د داسې روغ انساني نظام بنسټ کېښود چې هلته به چارواکې د رسول الله (ص) د امت په چوپړکې وو. هلته د انسان شرافت په علم اوادب اود الله د قانون اوضوابطوپربنأ ټاکل کېده . هلته مال اونسب او روابط مطرح نه وو. هلته به یوچا پربل باندې هغه وخت برتري او فضیلت درلود چې عالم به ؤ ، برد باري به یې لرله ، زړه سواندی ، با ادبه ، صادق اوصابربه ؤ . د هغوی نظام کاملاً روغ انساني نظام ؤ. ځکه په روغ نظام کې ملي وړکسان د خلکوخدمتګاروي ، اوپه ناروغ نظام کې دشریفوخلکوبې عزتي، مأیوسي اوکارشکني حاکمه وي ، چې له کبله یې د ټولنې ډېر شریف خلک د څه کارد اجراء له پاره ورته ودرېږي ، سربېره پردې چې کاریې ورخلاص نه کړي ، بلکې په سپکو سپورو ښکنځلو باندې یې و نمانځي ، اومأیوس بېرته پرڅټ بې عزته ترې روان شي چې دا دبشریت په تاریخ کې ترټولو بد ترین د حکامو او بد ترین وخت ګڼل کېږي .

موږ چې ځانونه مسلمانان او د محمد الرسول الله (ص) امتیان ګڼو ، نوپرموږ باندې هم واجبه ده چې د رسول الله (ص) پرپله باندې پل کېږدو . د همغه اولی لاعزمه نازولي پیغمبرآنحضرت (ص) سیاست او سیرت خپل کړو ، لومړی خپل ځان ورسره عادت او پر خپل ځان او خپله کورنۍ باندې یې عملي کړو ،  بیا د خپلو اخلاقو بېلګې خپلې ټولنې ته په عمل کې وړاندې کړو ، تر څو خلک باور را باندې وکړي او په خلکو کې مو ډآدمن ځای او ملاتړ پیدا شي .

دنیا د ځمکې پرمخ یوه الهي مدرسه ده چې باید انسان د انسان د خدمت اوالهي عبادت له پاره په کې و روزل شي . موږ باید د انسانیت دغه مدرسه ، ښوونځۍ او پوهنتون بدنام نه کړو . مدرسین او استادان یې باید انساني ځوځات ته د انسانیت د نصاب پرمعیاربرابردرسونه ورکړي ، نه دا چې په دې مدرسه ، ښوونځۍ او پوهنتون کې د اولیاء الشیطان متخصصین اومدرسین د فسق ، فساد ، فتنو اچولو، ځان وژنو، ناحقه قتلونو، چور، غصب، اختلاس ، رشوت ، اداري فساد ، انساني او د مخدروموادود قاچاق مافیایي درسونه ورکړي .

اې افغان سیاستوالو! خپل مشروع ملي اهداف له بې خطره روا اومعروفولاروچارو او د قانون له مُجری څخه ترلاسه کړۍ ، نه د پردیومصنوعي ائتلافونواو زدوبندونو له لارې ، ځکه زموږهېواد ، ملت او روغ نظام یوازې دعدالت ، قانوني اړیکواوځان پېژندنې پرفلسفي بنسټ ژوندي اوخوندي پاتې کېدای شي ا وبس .

په روغ نظام کې روغ او صادق چارواکي په بیت المال کې ناروا تصرف نه کوي ، ځکه چې په بیت المال کې ناروا تصرف دغله ، اوناروا ګټې د سود خواره کاردی . خو بډې اختلاس د حرام خوره کاردی . په داسې حال کې چې الله (ج) خپل ځانته دا حق نه دی ورکړې چې حق العبد چاته وبښي ، نو بنده څه ډول د بل چا حق چاته وربښلی اویا یې خپله خوړلی شي ؟

که څوک د بیت المال یا کوم بل مسلمان حق په ناحقه سره تصرف کړي ، ویې خوري او یایې بل چاته ورهبه کړي ، هغه سړی که زورواکی وي یا چارواکي ، خائن دي . د خائن سړي هېڅ ډول پټ خیانت له خدای (ج) څخه پټ نه دی ، ځکه هغه ذات (ج) د هرچا په زړونو باندې علم لري . منافق هم خائن دی ، ځکه تل د خپل خصلت له مخې له مشرانوڅخه حقایق پټوي ، د نورو په کړي کارامتیازات اخلي اوځان جامع الکمالات ورته ښیي .

انسان د کرامت اوعزت څښتن مخلوق دی اوباید خپل وقاراوحیثیت په خپله وساتي ،  خوکه پت اوعزت له لاسه ورکړي نو بیا یې په ټولنه کې هېڅ ځای نه وي . زما له افغان سیاستوالو او چارواکو دا تمه ده چې خپل پت اوعزت په خپله افغاني ټولنه ، سیمه اونړۍ کې ژوندی اوخوندي وساتي . ملي ګټې یوسترملي امانت دئ ، چارواکي دې د مداحانواودرباري غلامانوپه خوله د هېواد اوملت لوړې ملي ګټې اوامانت د نورود سرصدقه نه کوي ، ځکه چې ملې ګټې د چاشخصي ملکیت نه دئ .

افغان چارواکي دې دخپلوځوانانوځوانه تعلیم یافته انرژي د سن ، عقل اوتجربې پخېدوترکچې وروسته د ملي سترو قضاءیاوود تصمیم نیولوپړاوته ورداخل کړي.ځکه د هغوی له خاموافکارو، خامو تصمیمونونیولواوخامو پرېکړوڅخه د افغانستان دښمنان ګټې اخلي چې د افغانستان راتلونکې ستونزې به نورې هم ورسره زیاتې اود مرګ ژوبلواوبې ثباتیوګراف به ورسره لوړاود خاورې د تمامیت برخلیک به نورهم ورسره پیکه کړي .

افغان چارواکي دې رغنده تنقید او نیوکې په ورین تندي ومني ترڅو له مخې یې پرې  د خپل سیاسي واک  ناسم اوکاږه کارونه ورغوي . دا د طبیعت قانون هم دی چې له مخې یې متضاد قطبونه تل یوبل سره جذبوي اوغیرمتضاد قطبونه یې بیا یوبل سره دفع کوي . او تضاد هغه مهال منځته راځي چې د ټولنې مالیکولونه سره غیرمنظم وي او تنقیدونه  هم تر هغو پورې ورسره مله وي ترڅو چې د ټولنیزجوړښت مالیکولونه سره منظم شي . خو که رغنده تنقید نه وي ، درباري مداحان او بېسواده چآپلوسان به زموږ نظام اوټولنه د ناکامیوابدي جهنم ته وروغورځوي .

دایوحقیقت دی چې افغانان له یوبل سره د کښېناستوقابلیت او وړتیا لري ،ترڅود خپلې ټو لنې نظام خپله سره برابرکړي ، خومتأسفانه چې پردي کبرجن یې کښېناستو ته نه سره پرېږدي . په داسې حال کې چې دغه اجنبي مستکبرین افغانانو ته داسې بې باوره  دي لکه په کاږه دېوال ، شلیطه ښځه اومات شوی لوښی . ځکه دوی په افغانستان کې د جرمي وارداتي او بین الافغاني سولې ترمنځ جګړه پیل کړې ، د ترورېزم پلیطه وارداتي پدیده دوی زموږ هېواد ته د افغانستان د ګاونډیانو په توافق راوړه . خو پوښتنه داده چې څوک به یې و ګټي ؟ افغانان ، که سیمه ئیزوا او نړیواله مافیا ؟  

خو زه وایم چې که د افغانستان بین الافغاني سوله هرچا له هرې خوا تخریب کړه ، هغوی دې الله په خپل قادرذات سره تخریب کړي، اللهم آمین.

اوس خو د داعش له مانورو داسې ښکاري چې افغان حکومت او وسله وال طالبان باید سوله سره ونه کړي ، ځکه چې که دا جګړه ختمه شي ، ورسره جوخت د سیمه ئیزې غواګې د د رامد پۍ ور سره وچېږي او د بهرنیانو د ګټو پروژې په افغانستان او ټوله سیمه کې ورسره خرابېږي .

اې افغانانو ! که سیاست کوۍ ، نو د رسول الله (ص) سیرت خپل کړۍ ! ځکه زموږ ټولو اصلي موخه په ټول هېواد کې د خپلې خاوري بشپړارضي او فضائیي تمامیت ، مصؤونیت ، خود جوشه ملي حاکمیت اود خپلوټولوملي اودیني ارزښتونواود خپلوخلکو د سر، مال او ناموس خوندیتوب او ریښتینې تلپاتې سوله ده . ټول سره یوشۍ ! یو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړۍ ! خپلې دغې مقدسې موخې ته شا مه وراړوۍ ! خپل ځان خولې کړۍ !  پرخپلو وړتیاووفخروکړۍ ! خپل لاسونه اوژبې کنټرول کړۍ ! له نورو سرټکونې بس کړۍ ! له بې ګټو خلکو سره آشنایۍ اود خپلولیو اړیکې پالل پرېږدۍ ! له خپلو تېروتنواوکړیواشتباهاتوڅخه پندونه ـ عبرتونه او درسونه واخلۍ ! تل تل صادق او رښتنی اوسی!  کوشش وکړی چی د زړه او خولی خبره مو یو ه وی !  تل صادق او رښتنی اوسی!  تل کوشش وکړی چی د زړه او خولی خبره مو یو ه وی ! تل هڅه وکړی چی ملګرتیا ته مو داسی اصول غوره ګړی چی دوستی مو له مینی ‌‌‌‌‌‌ډګه او تل پاتی وي ، ترڅوبریالي خپل هدف ته پرې ورسېږۍ .

               فاعتبروا یا اولی الابصار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery