مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د عطا نور ستونزې!

سرلوڅ مرادزی
عطانور د بلخ پخواني والي خپلو تازه څرګندونو کې له ملګرو ملتو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادو غوښتي چې هېواد کې د وروستي سیاسی کړکیچ (ولایت مقام څخه د ځان لیري کېدو ته نوموړی د هېواد سیاسي کړکیچ نوم ورکوي!) په مخنیوي کې مرسته وکړي.
خو نوموړی هېروي یوازې څو ورځې مخکې يی ویلای ول چې ملګري ملتونه او نړیوال دې حکومت سره د ده په بغاوت کې بې پرې پاتې شي، اوس څنګه نړیوالو او ملګرو ملتونو ته وايي چې رامخته شي او د مرکزي حکومت او د ده ترمنځ دې د کړکیچ په حل کې ده سره مرسته وکړي!
ریښتیا يي ویلي، چې درواغجن حافظه نه لري!
نړیوال او ملګري ملتونه په افغانستان کې یوازې مرکزي حکومت په رسمیت پېژني، هر سمتي او قومي ټېکدار او لنډه غر سره د ملاتړ ژمنه نه لري. په دې اړه به کافي وي چې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیل زاد څرګندونه، عطا نور ته ورپه یاده کړو چې وايی«کسانی را که امریکا از کولاب به کابل آورد و به اریکه های قدرت نشاند باید خود را بشناسند و منافع ملی را زیر پا نکند ما با دولت مرکزی افغانستان وعده حمایت داده ایم و به وعده خود متعهد هستیم.»
خو کاشکې چې د عطا نور ستونزه یوه وای! نوموړی نه یوازې د مرکزي حکومت په وړاندې یاغي او باغي دی، بلکې ټولټال د نظام او د هېواد د اساسي قانون په وړاندې هم یاغي دي. عطا نور د افغانستان جغرافیه، تاریخ، کلتور، ملي بیرغ، ملي سرود، ملي نښان، ملي هویت، تابعیت او ملي ګټې هم نه مني او د دې ټولو په وړاندې هم یاغی دی.
ملګري ملتونه او نړیوال به د عطانور د کومې ستونزې په حل کې هغه سره مرسته وکړي!؟
اوس ښکاره ده، عطا نور ټول سنګرونه له لاسه ورکړي او باید مرکزي حکومت ته غاړه کیږدي! په داسې پریکړه کې يي هم عزت خوندي دی او هم ګټې!
د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۷ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery