مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سعودي ته دایران دافغاني جاسوسانوتازه دوره

benawa afghanistan
صاحبزاده مشرقي وال
 که دعبدالله اوعطانور هغه شمالي ډله چې د ایران سره قوي اړیکې لري په دې کامیاب شي چې سعودي ته ځان نږدې کړي او سعودي پرې باور وکړي نو دا به د سعودي غټه خطا وي


ګلمرجان افغانیت نه مني نوسعودي ته به څه وفا وکړي؟

يه ګلمرجانه رب دې مړکړه--------- چی له وطنه دغلیم پری شي لاسونه

 داچې ټولو ته معلومه ده چې دغټومادي قوتونوترمنځ دتود اوبیا سوړجنګ وروسته غرب دعالم اسلام دتسخیرخوبونه لیدل پیل کړل اوترډیره حده بریالي هم شوخودیوولسم ستمبر احداثو د جنګ نقشه بدله کړه اواوس دعربي نړۍ دمشغولولو ترڅنګ یوځل بیا هم د غټو مادي قوتونو دپاره اوهم دجنوبی اسیا دمنطقوي رقیبانولپاره افغانستان دلوبې میدان ګرزیدلی اوپه دغه لوبه کې هرچاخپلې مهرې میدان ته غورزولي.

داوسنۍ لوبې غټ لوبغاړي روس ، امریکا اوچین دي چې په افغانستان کې خپل رقابتونه پالي ، دوهم د پاکستان اوهند رقابتونه دي چې ددغه اور خشاک هم افغانان دي خودریم رقابت په افغانستان کې د ایران اوسعودي عربستان دی چې په دغه رقابت کی ایران په افغانستان کی دسعودي په پرتله خکاره برلاسی ښکاري اولامل یې هم دایران دافغانستان سره نږدې ګاونډیتوب او په افغانستان کی پراخه نفود اوقوي استثمار دی چې په تیرو څو لسیزو کې ایران پرافغانستان کړي.خو د دې برعکس عربي نړۍ او بالخصوص سعودي عربستان په افغانستان کې دروس پرخلاف تخریبي استثمار او هغه هم دغرب په اشاره اوددې ترڅنګ دخپلو سخت دریځو نه دځان خلاصولو په موخه وو اوبس. خو د سعودي په مقابل کې ایران په ټوله اسلامي نړۍ اوبالخصوص په افغانستان کې برملا فرهنګي اواستخباراتي برلاسي لري.                                                                                                   

داچې اوس سعودي په نوره عربي نړۍ کې دایران لخوا ځان محاصره ولیده او د ایران حمایت یافته شیعه حوثیان یې په خپله دروازه ولاړ ولیدل  نو آخر کور ته د رارسیدلي جنګ د مخنیوي لپاره دیمن پر حوثیانو په حملې مجبور شو او له الله جل جلاله نه ورته د ایران په مقابله کې کامیابي غواړو. خو کله چې اوس هر ایراني ته په سعودي کی دشک په سترګه کتل کیږي اوحتی ایرانیان سږکال دسعودي دحج دشرایطو د نه منلو له آمله دحج نه هم منع کړای شو نو ایرانیانو اوس دسعودي د غیرمستحکم کولو دپاره غیرایراني عرب اوعجم جاسوسان په کار واچول اوپه دې سلسله کې یې د ډاکټرعبدالله اوعطانور په شان خپل دکلونو روزلي افغاني مهرې رامخکې کړې چې مونږ او تاسې دایران ددغه افغاني زرو (جاسوسانو) دسعودي اوسنۍ دورې شاهدان یو. 

ډاکټرعبدالله چې په خپل ملک کې د ګلمرجان په نوم شهرت لري اوډیری نورو ملکونو ته یې هم سفرونه اودورې کړي خو هغو ملکونو سره دګلمرجان یارانه واضحه اواهداف یې ښکاره دي او دا خبره اوس ټولو افغانانو اونړیوالو ته واضحه شوې هم ده چې ګلمرجان د ډیرو ملکونو مزدوج بلکه درې کونجه اوڅلورکونجه ایجنټ او زری(جاسوس) دی خو دا چی د سعودي عربستان په غولیدو او خویدو مونږ خفه کیږو نو لامل یې دا دی چې سعودي فقط د سعودي دحکامو نه بلکه دحرمینو شریفینو له آمله دنړۍ دټولومسلمانانو دی او د سعودي خویدل زمونږ د ټولو خویدل دي. مونږ نه وايو چې سعودي عربستان به خپل قوي استخباراتي نظام یا په دې ارتباط معلومات نه لري خو وایي چې رښتیا راځي نو درواغو به کلي وران کړي وي او بل دا چې اوبو وړی هربوټي ته لاس اچوي. له بده مرغه سعودي یو طرف ته دایران سره دشمني کوي خو بل طرف ته د عربي نړۍ دسني مجاهدینو په ټکولو کې هم دچا نه پاتې نه دی اوپه دې سلسله کې دشرق اوغرب د حکمرانانو سیاست یو دی. یوازې په سعودي کی ترشپیتو زرو زیات کسان د ارهاب په تور په جیلونو کی پراته دي اوداټول هغه خلک دي چی دایران د روافضو سره قوي عقیدوي دشمني لري او دایران پرخلاف یوښه ډال ثابتیدای شي. بلکه دعالم اسلام هرسني مسلمان دحرمینونه ددفاع په خاطر هرې قربانۍ ته تیار دی.

خوسعودي دافغانستان په ارتباط ډیر اوږد غفلت کړی اوپه کلونو کلونو یې افغانستان دایران اوپاکستان په رحم او کرم پریښی او د ټولو بد سیاست یې دا روان کړی چې سعودي افغانستان ته دپاکستان په عینکو کې ګوري اوپاکستاني استخباراتو له کلونو راهیسې شاهي خاندان او د هغوی ادارې د افغانستان په ارتباط بې لارې کړي اوپه پاکستان کې دشیعه ګانو دمضبوطو لاسونو په دې کی برابر لاس دی . پاکستان اوس په دې هم وتوانیده چې طالبان دایران اوروسیې سره کینوي اوبل طرف ته پاکستان دسلفیت ترعنوان لاندې خپل افغاني اوپاکستاني سلفي جاسوسان سعودي ته معرفي کوي چې نه دسعوي په پاکستان کې اونه هم افغانستان کې دایران دمقابلې دپاره په درد خوري او وجه یې داده چې دا محدود مغرض خلک دي اوعوامي حمایه نه لري.

   خلاصه دا که دعبدالله اوعطانور هغه شمالي ډله چې د ایران سره قوي اړیکې لري په دې کامیاب شي چې سعودي ته ځان نږدې کړي او سعودي پرې باور وکړي نو دا به د سعودي غټه خطا وي. ډاکټرعبدالله ، عطانور اومسعودیان په عموم کې هغه اصحاب الشمال دي چې د خپل افغانیت نه انکاري دي اوپه خپله تذکره کې دافغان لفظ لیکل نه غواړي.ګلمرجان هغه خاین دې چې د پردو په مټو د افغانانو مخې ته ولاړ دې او د انتخاباتو نتایج نه مني او د ایران په مشرۍ دغټ فارس خبرې کوي نوسعودي ته به څه وفا وکړي؟ . دا خوهم هغه اصحاب شمال دي چې عرب مجاهدین یې په ډیرې بې دردۍ ووژل او ویې نیول اوپه امریکایانو یې خرڅ کړل او په زخمي حالت کې په سخت ژمي کې دکابل له شفاخانو راوویستل او د پښو یې نیول اوپه واورو به یې راښکودل او د عربانو د ښځو بې عزتیانې یې وکړې اوپه خپلو کې یې د مال او متاع په څیر خرڅې کړې. ډاکټر عبدالله ، عطانور او  دده نور شمالیان خو هم هاغه اصحاب الشمال دي چې په هرات کې یې د پیاوړي مسلمان فاتح ابومسلم خراساني سرک نوم بدل اوپه ځای یې ورته د شهدای ایران نوم کیښود .اوس اصحاب الشمال لګیا دي او د کره او افغاني اصطلاحاتو پر ځای یې ایراني اصطلاحات کارول شروع کړي. داخو هماغه شمالیان دي چې دهغه عرب مجاهد تصویریې فخریه نشر کړ چې اول یې ترې پرتوګ ویستلی اوبیا یې په ډیرې بې رحمۍ وژلی وو 

 نو د سعودي جنابانو!که تاسې رښتیا هم دایران سره دشمني لرۍ نو مهرباني وکړئ اوایراني جاسوسان مه نازوئ نو که دایران سره مو دشمني دعقیدې په بنا نه وي او فقط دخپلې چوکۍ دشمنان یې ګڼئ نو اقلا په خپلو هغو مظلومو عربانو او د هغوی په ښځو خو لږ غیرت وکړئ چې د دغه ګلمرجان او عطانور او په عموم کې افغاني شمالیانو یې بې عزتي کړې. یاد ساتئ که تاسې دافغان ملت ننګه ونه کړه او د هغه افغانو سره مو براه راست کومک ونکړ چې د روس په شان ښامارنو نه یې تاسې خلاص کړي اوستاسې دتیلوچینې یې د خپلو وینو په قیمت د سور اشتراکي ښامار له منګولو وساتلې نو دګلمرجان په شان خاینان اوسلفیت په نوم دشیخ جمیل الرحمن پرکټیان اودلشکرطیبه په شان دپنجابي نیشنلزم مهرې به مو داسې کندې ته وغورزوي لکه دیمن په عبدالله صالح اودمصرپه عبدالفتاح سیسي چی تاسې غلط شوی او د ملت او عالم اسلام په خاینانو د بې خرته سرمایه ګزارۍ باوجود نن هغوی ستاسې دشمنان دي نو که تاسې افغاني قضیه هم دایراني اوپاکستاني مهروپه لاس کې ورکړئ نو دابه موبله غټه خطا وي.افغانان متل لري چې (تورې دې ملا وهي او مړۍ دې عبدالله وهي) نوتاسې سره توره افغان ملت کړي نه د ډاکټرعبدالله په شان د ایران او نورو عالمي استخباراتو مهرې او د دغه ګلمرجان حمایه به تاسی ته ډیربد ډیرعواقب ولري.    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery