مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په زابل کې د بادام ګل مشاعره په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه.

مقیم ا=فغان

نن پنجشنبه د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره د زابل په مرکز کلات ښار کې د سلګونو برخه والو په ګډون او تودو ولولو سره ولمانځل شوه.
د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره چې له تېرو دوولسو کلونو راهيسي هر کال د بادام د ښکلي ګل په غوړيدو سره په زابل کې لمانځل کېږي، سږ کال هم د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعرانو او  د ادب مينه والو برخه پکې اخيستې وه.
د مشاعرې په پيل کې د زابل والي بسم الله افغانمل مېلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ د ولسونو د ذهنيت په روښانولو کې د شعر او شاعري رول مهم وباله او له شاعرانو څخه يې وغوښتل چې د شعر او ادب له لارې د ولس په را ويښولو کې خپل رسالت ترسره کړي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتواوفرهنګ د وزير ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام د زابل د اطلاعاتواوفرهنګ د ريېس عبدالمقيم افغان له لورې ولوستل شو.
وروسته مشاعره پيل شوه؛ چې شاعرانو تر ډېره بريده د افغان ولس پر ټبر وروستۍ غميزې انځور کړې وې او د سوله يېز ژوند ستر آرمانونه يې په خپلو شعرونو کې نغښتي وو.
د مشاعرې په ورستۍ برخه کې د زابل د ولايت مقام له لورې چمتو شوې ډالۍ پر شاعرانو ووېشل شوې او بالاخره د بادام ګل سږنۍ مشاعره د ستر رب (ج) دربارته په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery