Central Processing Unit
دا د کمپيوټر مهمه برخه ده چې په کمپيوټر کې د يوه زړه په څېر کار کوي،د کنترول عمومي مرکز دی چې معلومات
پراسس او هغه د پام وړ پايلو ته بدلوي.
CPU د پراسسر په نامه هم يا ديږي CPU او پراسسر ددې پرزو لپاره سم نومونه
دي او په دې کتاب کې له دواړو نومونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.
د لاندې دلايلو له مخې دې پرزې ته د CPU نوم ورکړل شوی
دی:
څرنګه چې دا برخه Data پراسس کوي نو CPU پراسسر دی.پراسس يعنې له يوې برخې څخه بلې برخې ته د ديتا ليږدول او
په هغه د منطقي او حسابي چارو سرته رسول.
CPU يوه برخه ده چې له ميلونونو ترانزستورونو څخه جوړه يوه ټوټه
ده.
CPU يوه مرکزي برخه ده ځکه چې د چارو دسرته رسولو مرکز دی.
د ورکړل شوو دستورونو سرته رسول هم د CPU
دنده ده.
د نورو فرعي پراسسورونو په مرسته کولای شي چې د کمپيوټر د ټولو پرزو دندې کنترول او اداره کړي.CPUپه ح
قيقت کې هغه څه چې ورته دننه کېږي هغه په پايلو اړوي او کمپيوټرونه د CPU د ډول له مخې پيژندل کېږي.
د اصلي دړې (Main
Board) پر مخ معمولاً CPU په دوه ډوله ځای په ځای کیدای شي:
د ساکټ په ډول
(Socket):
د ساکټ ډول هم د نوعو لرونکې ده .لکه ساکټ ۱ ،ساکټ ۲،ساکټ
۳،ساکټ ۷ او نور... هره شمیره په اصلي دړه کې د CPU د نصبیدلو ډول ښیي.هره لوړه شمیره د CPU نوی ډول ښيي.
د درځ په ډول (Slots):
هغه CPU ګانې چې د اصلي دړې د
پاسه یې د درځ په ډول ځای نیوه ،په مارکیټ کې د لنډې مودې لپاره شته وو ولې اوس ترې ګټه نه اخیستل کیږي.
د CPUتا
يخچه له 1971 کال څخه پيليږي په همدې کال د INTEL یا (Integrated Electronics)په نامه يوې نا مشهورې او کوچنۍ کمپنۍ په يوه چېپ یا
ټوټه (Chip)کې څو ترانزستورونه (Transistors) يو ځای او هغه يې په CPU ونوموه.انتل دا چېپ (خپله لمړنۍ CPU)د Intel 404په نامه ياد
کړ.نن ورځ انتل يواځنۍ کمپنۍ نه ده چې دا ډول چېپونه یا ټوټې جوړوي ولې ددې ډول چېپونو په جوړولو کې يوه مشهوره کم
پنۍ ده.
د CPU کړنې یا عملیات د هغه له دوو ځانګړنو سره تړاو لري:
د کلمې اوږدوالی(Word
Length):
يا د بيتونو هغه شميره چې پراسسر يې په هر ځل کې هغه پراسس کولای شي.د بيتونو دا شمېره کېدای
شي چې16،32او يا 64 بيټه وي.
دCPU د ګړۍ چټکتيا:
CPUلاندې دندې سرته رسوي:
۱:ددستورونو تفسير او سرته رسول
۲:د م
نطقي او حسابي چارو سرته رسول
۳:په غير مستقيم او د اصلي حافظې له لارې د کمپيوټر له نورو برخو سره اړيکې
نيسي.
ننۍ عصري CPU ګانې د پيچلو سرکتونو ټولګه ده چې د سليکان د يوه Chip د پاسه ځای په ځای او د Microprocessor په نامه
ياديږي.
۱:موافقت يا سازګاري(Compatibility):
هر پروګرام نشي کولای چې د هرېCPU
په واسطه سرته ورسيږي.هره CPU د مخکې تهيه شوو دستورونو
Built in)) لرونکې وي چې هغه سرته رسولای شي.که څه هم نوي
پراسسورونه کولای شي چې د مخکنيو پراسسورونو ټولې دندې سرته ورسوي.د بيلګې په ډول Pentium IV کمپيوټر کولای شي چې
دPentium III, Pentium;l, Pentium Pro اوPentium ټولې چارې سرته ورسوي.
مګر Pentium IV پراسسر نشي کولای چې د Power PC پراسسر پروګرامونه
چې په مکنتاش کمپيوټرونو کې وي سرته ورسوي.
۲:چټکتيا(Speed):
د CPU چټکتيا د هغې ګړۍ په واسطه ټاکل کېږي کومه چې د پراسسر د ننه ځای لري.
ګړۍ هغه وسيله ده چې د
کمپيوټر چارې د اليکتريکي پلسونو(Pulses) پواسطه هم غږي (Synchronise)کوي.
CPUيا د کمپيوټر پراسسر د لاندې څلورو برخو
څخه جوړه شوې: (راتلونکی لوست ولولئ!)