مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اوړه په اوړه، منت یې پر څه؟

محمود نظری

 

طنز( د پخوا غولونکی اوس نه چلیږی)

 

یو چړي په یو کلي کې سو د اذان دعا ملا
تل یې کوله په ضد د،بلا او شیطان دعا ملا

هره شپه میلمه وو په پلو او غوړه ښوروا
سبا ناری راتله ورته له هر کوره غړي او حلوا

ډنگر او په کولمه وچ ملا سو ژر سخوټ موټ
سترگي یې لغړولې لکه په اذان راغلی هرگوټ

یوه شپه میلمه وو ماښامي په کور کي د جانان
د هغه ماینې په منگولو کې زړه ونیوه د ملاجان

هغې ته د ځان ښوولو لپاره یې کوئ هرگړی اذان
په ماغزو کي يي ښوریدل د مینې هرگړی چنجان

«ای لف یو» يي ویل په ژړا په اخیر کي د اذان
نه خلک پوهیدل نه درخو په مانا د دي بیان
*** 
یوه ورځ ملا، جانان چې رگ وهه ولیده
ناست مخ په لوري د قبلې سیده ولیده

ملا نارې کړې هله کافر سوې جانانه!
درباندې په درو طلاقه سوه درخوجانه

ملا کلیوال يي راټول کړه له هرېخوا
جانان یي سور تور کړی په خپله فتوا

ملا ویل طلاقه کړه درخو په درو!
ته کافر یي مسلمانه ده درخو خوبرو

خوله خوله کړ کلیوالو خوار جانان
هغه بې وسه کړه طلاقه درخو هغه ان

ملا درخو کړه په دقیقه کې خپله ارتینه
د درواغو په شولمبو یې یخه کړه خپله ینه
***
شپه ورځ د ملا پسې سو جانان څرک
څاری یې هر گړي هرچیري ملاجان زیرک

هر چیري به ملا ته ناست وو په خزه
چې ملا وویني ناست مخ په قبله په مزه

یوه ورځ د جانان سوه خوږه خوله په حلوا
چي ملا يي ولید ناست رگ ته د قبلې په خوا

په خندا خندا يي ځان ملا ته ورسوه خېله
ول کافر سوې ملا په دې نوراني جوله

د ملاجان تر شا نیغ ودرید دینگ پینگ
له شا يي په غیز کي ونیوی ټینگ مینگ

نارې یې کړې کلیو الو ته له خوښي
هله ملا جان مخ په قبله خپله رگ وهي

جانان ول مخ په قبله ناست يې په گونډو!
اوس به درخو په درو طلاقه کړې تنډو!

د ملا ژبه بنده سوه څټ يې وکړه سړه خوله
له سوچ وروسته يي په کشمشي خندا سره ویله

مخ په قبلې ناست وم سیده، ته وايي ښه
سر مي کوږ کړی وو، باید ته ووايي وبښه

سا ختلی سو، خوار هک اریان دریان جانان
نه پوهیده چاته څیړي کړي، ډک د توپان گریوان
***
له نیکمرغه راغلی، له ښاره یو سره انجینر
پوه سو ملا جان کړي له جانان سره هنر

له هرخوا یې د ملا لنده نخښه په کمره ولیدله
بیا یې هغه په قبله نما، او سروي کمره وڅېړله

 اخیرانجینر ول دا رگ سوی په خوا د قبله
سل په سلوکې دې د دې زنا کار، ناروا بدشکله

دی لا د دین ستن ده وهي قبلې ته چکرونه
باید مخ تور پر خره سپور سي داسې اثرونه

نارې سوې،  هله طلاقې کړه میرمني په درو!
ته کافر یي مسلمانه ده درخو، ببو، نازو ،گلرو

هر کلیوال بوتله ترې بیرته خپله مطلقه عورته
ان یو بوډا بوتله د هغه خپله بوډچقه عورته

متل دی په خپله لومه کې بندیږي اخیر رند صیاد
دا طنزي کیسه ولره هر وخت لکه پند یاد
***

وییونه :

سا ختلي(حیران او پریشان)، خوله خوله کول(ملامت ول)، دینگ دریدل(شخ)،تنډو(خېټور)، بوډچقه(زړه ښځه)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery