مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اعتراف

سرلوڅ مرادزی


دا مهال داهسې لوبه ده روانه
چې بدیل يي لیدی نه شي هیڅ زمان کې
چې پخپله تر شیطان ځني شیطان دی
بیا شیطان په کاڼو ولي بل مکان کې
ځان قبا کې د حدیث او قران نغاړي
خو نه چرت وهي حدیث نه په قران کې
ژوند يي خپله په دوزخ ځانته بدل کړ
بیا د ځان ګنا غورځۍ د بل ګریوان کې
هیڅ ښادي، خوښي به ونه ګوري ژوند کې
څو تغییر بدلون رانه وړي پخپل ځان کې
ملامته به تر نورو اول ځان کړې
کوم بڅری که ژوندی لرې وجدان کې
خپله ګرم یوو، ملامته هيڅوک نه دی
ژوند مو خرڅ کړ د واهیاتو په دکان کې
هغه زړه چې کنیسه (۱) کې ناارام شو
ارام نه شو په کعبه او واټیکان کې
عقیده، بې ایماني د نورو څه کړې
چې پخپله نقیصه لرې ایمان کې
که ملا او شیطان دواړه پرتله کړې
توپیر نشته یو د بل صورت و شان کې
یا شیطان دی ننوتی په ملا کې
یا ملا دی ننوتی په شیطان کې
حقیقت درته د ځمکې پرسر پروت دی
بېهوده يي لټی څله په اسمان کې
راز دې هسې طبیعت سره شریک دی
چې دریمګړي ته اړتیا نشته په میان کې
د اسمان ځمکې ترمنځه واټن نشته
دا واټن دی تش په فکر د انسان کې
زولنې د سنت ماتې، ځان ازاد کړه
ځان دې خوسا کړ د سنتو په زندان کې
زه به ځان تر جانان سل ځل صدقه کړم
صدقه کې مې لېدلی په جانان کې
يادونه:
(۱)کنیسه د یهودانو عبادت ځای ته وايی.
شعروزمه خیالونه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery