مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

انس حقاني

خوله د یوې بلې اژدها وچه شوه
د ژوند په ستوني کې یې ساه وچه شوه

دغه پریوتي بې ضمیر غماز ته
دیموکراسي وه لنګه غوا، وچه شوه

سولی! ستا غږ چاته سپرلی راوړی
چاته بیا تکه شنه دنیا وچه شوه

بیا یې سرې کرښي ورته ژیړی کړلې
قسم دی سترګوکې حیا وچه شوه

ها د اشغال ها زقوم رنګه ونه
ريښه ريښه یې په رښتیا وچه شوه

دغه دی بیا یې ټول جهان رڼا کړ
چاویل د حق سپینه رڼا وچه شوه؟

خود به په عقل وی نو نفس واکمن
په کومو زړو کې چې معنا وچه شوه

سترګی په ډیرو ښکلیو نه یخیږي
که ریښتیا ووایم ښکلا وچه شوه

انس د زړه په وینو عشق لیکلو
د قلم څوکه یی په تا وچه شوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery