مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-02-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فــتــنه ګر

سمیع الدین افغاني

 


بې ضمیره لـــوی دښمن دی د بشر
بې حیا او بـــې انصافه دی فتنه ګر

خپلې ګټې او د بل بربادي غــواړي
چال ، دوکه او مکاري یـــې ده هنر

په ظاهر به د ورورۍ نه درته وایي
خو په زړه کې د ابلیس نه دی بدتر

نه انصاف نه ترحم لري په زړه کې
دی بې رحمه ،خرابکار دی، ستمګر

ولسونه که دغم په ټغر ناست وي
پروا نکړي که سوځیږي سمه او غر

په فریب او په دوکو یې زندګي ده
د حرامو روزي نه شي سپین او زر

تل د بـــل عیبونه شماري حقیقت کې
دی د خپلو عیبو نـــه دي بـا خبر

که په هرجامه، لباس کې را ظاهر شي
دی هویت یې معلومدار په لر او بر

ربه تـــه یې هدایت د نیکي وکـــړې
د اخلاص یې په زړه نشته کوم اثر
-------------------------------
۵ – ۲ – ۲۰۲۰
م ۰ کال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery