مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

پوهنمل محمد وارث

 

کله مو یواځې د خپل ځان سره ژړلي دي
 یا مو نیمه شپه کې لوند ګریوان سره ژړلي دي

 نشته داسې زړونه چې حالاتو نه په امن وي
 ټولو وار په وارې خپل ارمان سره ژړلي دي

 ما خو ګردچاپیره داسې نخښې پیدا نه کړلې
 چاچې پټ په پټه خپل وجدان سره ژړلي دي

 ټال د بوډۍ څومره ډیر رنګونو نه جوړشوی دی
 دې ټولو رنګونو داسمان سره ژړلي دي

 ماتو اوښکو لارې تر لمنې پورې جوړې کړې
 دلته ټول مظلوم ولس جهان سره ژړلي دي

 ستا شډل لاسونو د غوټیو مرۍ پرې کړلې
 ځکه ګل صحرا کې د باران سره ژړلي دي

 احساس دپټ دردونو ټول عالم ته ښکاره ندی
 هسې زخمي زړونو د درمان سره ژړلي دي

 خود به ستایل کیږي د ( وارث ) غوره اشعارو کې
 چاچې په رښتیا د هر انسان سره ژړلي دي

 اوسلوـ ناروې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery