مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي هر کار سبا ته پریږده؟

محمود نظری

دڅو عقلي ناروغانو پخلا ته ولي ټول ولس انتظار دی
 دوطن هرکام په خپله دیو جنتي کام ان تر هګۍجار دی
 دا اتل باتور افغان کامونه ولي اوس دومره پمن سول
 دهر سپي غپا ته ددوی تړلی کاروان لکه یو نیلۍ ولاړ دی

***
پخوا به هر باتور په مټو توکړه ول دا د شوربازار غله لالا ته پریږده
 نن هر داړن لالا په ټوخي وایي دملي بس کیسه بر نیول امریکا ته پریږده
 نن ان لوی واکمن دملي کارو په کړوکې دپمن سپیانو له غپا ځان پټوي
 ان دویم واکمن اول ته به پند وایي راځه دا ملي قانوني کار امریکا ته پریږده

 اوس یو امبار خوره نیغ چمبرخیال په دې ټوله مامته کې کله پيداکیږي
 هرکوږ چمبرخیال د سیده توب نارې وهي وایي دیوم دلاستي کار ماته پریږده
 دلته حساب او کتاب ته مست ظالېم او خاین په سمه غاړه کله ایږدي
 ان اصیل غله په غوسه قاضي ته وایي ولاړ سه داستا پرېکړه ما ته پریږده

 د سبا د کنایې مانا ده دا کار تر هغه چې زه یم نه یې تر سره کوم
 ان بین الملل وایي د زهر شندونکی افعي مارانو سوټي وهل سبا ته پریږده
 په دې سبا سبا ویلو هیڅ ډول مرداري نه ورکيږي له دې ښکلي چمنه
 دا ځان غوښتونکي هم مرداري کوي هم وایي د دې پټول سبا ته پریږده

 ګرانه مشره چي ښکار دې وکړ ژر یې حلالوه چې درڅخه مردار نسي
 دهغه دښمن دوست ژبه پرې کړه چې وایي حلالول یې سبا ته پریږده
 که تازه انساني مرداري ژر پټه نه سي بوی يي ټوله دکور فضا نیسي
 سبا ته چنجي کوي مچان پر بنګیږي حقوق بشر وايي مدد يي ما ته پریږده

 دا وطن چي نه ودانیږي ړانده لړمان یې لکه بیرغ نیښ پر سر ګرځوي
 کله به دا ویده ملت نارې کړي د لړمانو د نیښو ماتول ما ته پریږده

 دعقاب ،بازاو شاهین چرچر او نارې، شور او زوږ چا اوریدلی نه دی
 چغې کمزوره ژوو لکه غوا، کارغه،خر، سپي چرچرک او توتا ته پریږده
 دکډو باټکانو یوازې لاپي شاپی دی له باده ډک په هوا ګرځي لکه بوغۍ
 یو ستن غواړي ډارنه یا په فضا کې یې چاودل یخي یا تودې هوا ته پریږده

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery