مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د اندونيزيا سفير د شاه غازې امان خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .

benawa afghanistan
راحیله جواد
 د اندونيزيا سفير د غازي امان الله خان په مزار د ګلو د ګيډۍ د کېښودولو پر مهال غازي امان الله خان د افغانانو ستر وياړ وباله او د مرحوم روح ته يې د دعا په موخه لاسونه لپه کړل

په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر عارف الرحمن،د مرغومې په ۲۲مه چې د ولایت سرپرست مرستیال عبدالله رقیبي،د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د شاه غازي امان الله خان مقبرۍ ته ولاړل او د هېواد د دې ستر غازي په مزار یې د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
د ننګرهار سرپرست مرستيال والي او مستوفي عبدالله رقيبي په هېواد کې د اندونيزيا سفير ته د شاه غازي امان الله خان د پاچاهۍ ، لاس ته راوړنو او ميړانې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .
نوموړي د اندونيزيا له سفير مننه وکړه ، چې ننګرهار ته يې سفر کړی او بيا يې د غازي امان خان مقبرې ته د دعا په موخه ورغی او د ارواښاد په قبر يې د ګلو ګيډۍ کېښوده .
رقيبي وويل شاه غازې امان الله خان د نورو لاس ته راوړنو ترڅنګ د افغانستان لپاره ازادي اخستې .
په هېواد کې د اندونيزيا سفير د غازي امان الله خان په مزار د ګلو د ګيډۍ د کېښودولو پر مهال غازي امان الله خان د افغانانو ستر وياړ وباله او د مرحوم روح ته يې د دعا په موخه لاسونه لپه کړل .
نوموړي دغازي امان الله خان له مقبرې څخه په ليدنه خوښي وښوده او د شاه غازي امان الله خان کړنې يې وستايلې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery