مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د کریکیټ ټیم دپرمختګ لپاره درې مهم ټکي

شمس الدین شمس
د جمعې په سهار مې چې کله د فیس بوک صفحه خلاصه کړه، ډیری ملګرو د افغانستان د کرکیټ ټیم په هکله له کریکې ډکې لیکنې کړې وې، ځینو خو حتی د کریکیټ دلوبغاړو او کارکوونکوله عکسونو سره سپکې سپوری هم لیکلې وې، یو شمیر کسانو د کریکیټ بورډ د ځینو غړو او کیپتان د استعفا غوښتنه کوله، دا هر څه د ایرلینډ په وړاندې د تیرې ورځې د لوبې د بایللو په وړاندې شوي وو، د تیري ورځې لوبې د هیواد ډیری وګړي په غوصه کړې وو دوي اعتراض کاوه چې د لوبغاړو د ناسمې لوبې او کریکیټ چارواکو د ناسم پلان له امله افغانستان ایرلینډ ته لوبه و بایلله ، ځینو کسانو که څه هم د لوبې بایللو خفه کړې وو خو بیاهم د کریکیټ د ټیم له کړنو راضي وو، او لیکلي یی وو: په کریکیټ کې بایلل او ګټل له یو بل سره تړلې او معمولي خبر ده، له همدې امله ما هم و غوښتل چې پدې هکله له ملګرو سره خپل نظر شریک کړم.
له بده مرغه مونږ د ټولنیز کلتور په توګه د ناکامي یو اړخ ته زیات پام کوو، هغه دا چې موږ ناکامي په شرم، کمي، ټیټوالي او د نورو د پیغور وړ بولو،د مقابل ټیم وړتیا، تجربه او تخصص ته هیڅ اهمیت نه ورکوو. زما په نظر په اصل کې ناکامې د راتلونکی کامیابي په وړاندي د قفل شوو دروازو کیلې ده! که له هرې ماتې ورسته پایله په سړه سینه و منل شې او په ګروپې بڼه د متخصصو اشخاصو له لوري ورباندي څیړنه وشې او هڅه وشي لاندې پوښتنو ته ځواب پیدا کړو نو په هغه وخت کې له ناکامې څخه د راتلونکې کامیابي په وړاندې د بندو دروازو د پرانستلو د کیلي په توګه ګټه اخیستلای شوو، لاندې پوښتنو ته باید په غور ځواب و ویل شي:
ولې له ماتې یا شکست سره مخامخ شوو؟!
باید په دقیقه توګه هڅه وشي چې د ناکامې په ټولو علتونو د متخصصینو نظر ترلاسه، او د ماتې دقیق سببونه په ګوته شې، ټول علتونه باید لیست شی، د ضعف ټول هغه ټکي په ډیر واضح ډول بیان شي چې د ماتې لامل شوي، هڅکله هم باید مسولین، لوبغاړي او اړوند کسان فکر ونکړي،چې د ماتې علتونو واضح کول به د دوي د بدنامۍ او یا د دندې خنډ شي په صادقانه توګه دي ټولې هغه نمګړتیاوي بیان کړې چې د لوبې پر مهال ټیم له ځان څخه ښودلې دي.
د ماتې لاملونه باید شریک شی!
کله چې د ماتې دقیق لاملونه په ګوته شول، نو هڅه دې وشې چې ستونزې په مناسب ډول ډلبندي شي او معلومه دي شي چې ستونزي د کرکيټ ادارې په کومه څانګه پورې اړه لري یعنې لوبغاړوته دي خپلې ستونزې ور په ګوته شې او ښه دي و پوهول شي چې د ماتې لامل په دې لوبه کې دا ستونزه وه د بلګې په توګه نا سم فیلډینګ یا تیز ورو بالینګ او یا د سنګل منډو نه ترلاسه کول!... خو هیڅکله دې هم ستونزه یو شخص ته نه متوجه کوې تر څو هغه شخصی تعبیر او د شخصیت د تخریب فکر ورته وکړي، کومې ستونزي چې د رهبري او ادارې اړوند دي هغه دي له اړوند مسولینو سره شریکې شئ، دا هر څه د دې لپاره باید ترسره شې چې اړوند مسولین د خپلو نمګړتیاوو او په مجموع کې د ټیم د ضعف د ټیکو په هکله پوره پوهاوي تر لاسه کړي او حل لارې ته یې ذهنآ تیار شي.
کومي ستونزي چې د رهبري اړوند دي، باید د رهبري شوری یې په اساني سره مسولیت ومنې او د حل لپاره یې ژمنه وکړې. تر څو د لوبغاړو مرال ورسره لوړ شې. په دریم قدم کې باید د ستونزو حل لاري ولټول شي
 د ستونزو د مخنیوي لارې چارې؟!
کله چې د ماتې سبب او اصلې ستونزه معلومه شوه،او له اړوندو څانګو سره خپلي ستونزي شریکې شوې، د کریکیټ ادارې رهبري شوری باید د حل لپاره اقدام وکړي، ستونزې باید د حل په اساس په اوږد مهاله او لنډ مهاله ډلبندي شي او د منظم پلان له مخکې ورته د حل چوکاټ برابر شي، لوبغاړو او اړوند مسولینوته لازم وخت او منابع په اختیار کې ورکړل شې تر څو د ستونزو په هواري کې ور څخه کار واخلي، په اداره کې باید د شریک کار انګیزه رامینځ ته شي، له لوبغاړو او نورو کارکونکو سره هیڅکله هم تبعضي چلند ونشي، ادارې مسولینو د ستونزو د هواري د پلان له پلې کولو څخه هره ورځ ځان ډاډه کړي او لازم نظارت ور څخه وکړي، د کریکیټ بورډ چارواکې او نور مسولین هر کار باید د یو مشخص پلان له مخې تر سره کړي او ټولو لوبغاړو ته د پلان سره سم کار او لوبو کولو توصیه وکړي او دا کار د هغوي د شخصیت یو جز وګرځوي، دوی باید یو لړ انضباطی اصولو ایجاد او پلې کړې تر څو د کریکیټ د ادارې هر غړی د ورکړل شوي پلان سره سم خپله دنده په مخ یوسې.
زه فکر کوم پورته یاده شوې کړنلاره کولاي شي په راتلونکي کې د اقغانستان د کریکیټ ټیم د کامیابي په وړاندې د قفل شوو دروازو د کیلي کار ورکړي ،که د کریکیټ بورد چارواکې دا کړنلاره عملي کړي په ډیر کم وخت کې به انشاالله د افغانستان ټیم سترې بریاوي ترلاسه کړي او افغانستان به په پوره معنی د کریکیټ د متخصص ټیم څښتن شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery