مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زورکراسۍ ده!

محمود نظری

د اوویا زورو کابلیو هر قاتل صیب ته چې ملي رهبر ونه وایم نو څه ووایم؟!
وطن پلورنکو محترموغلو هر یو ته چې ملي مشر ونه وایم نو څه ووایم؟!
دلته چپه سیاست دی هر پمن ، مردار او ناوړه ته سپيځلی او پاک وایي
زه چې د ناتو پرلپسې بمباردته دیموکراسۍ اکبر ونه وایم نو څه ووایم؟!
دباغیرته خلکو پر کور او کهول هر ورځ اور بل اوشرپ بمبارد دی
زه چې هرګران غله مفسید او خاین ته ملي اتل ونه وایم نو څه ووایم؟!
څوک چې وايي په ما وطن ډير ګران دی هغه یې له خاورو توبرې ډکوي
د بهر ملک د کندو ډکولو کارګر ته چې ملي نر ونه وایم نو څه ووایم؟!

***

همدا نیویارک او لندن اصلي زما وطن دی
همدا پاریس مادرید او بن اصلي زما میهن دی
امریکا سوې زموږ د طوطیانو شین چمن دی
دنمارک پراګ او کانادا زما ټول ځان او تن دی
د دنیا په وطنونو کې استرالیا زما ختن دی
***
هر چیري چي خوږه نغمه او ساز دی
هر چمن او پارک کې چې د بلبل آواز دی
هر خوا کې چې د مینانو سیلفي او انداز دی
چې مشر یې د خپل وطن په غم اندېښمن دی
هغه پاریس مادرید او بن اصلي زما میهن دی
***
هغه زما ملک دی چې هلته غریب او اړ نسته
هغه زما ملک دی چې هلته ناروغ او دربدر نسته
هغه زما ملک دی چې هلته سپین او خړ نسته
هلته چې د وطن د ابادي دښمن ولس ته خچن دی
هغه پاریس سویدن او بن اصلي زما میهن دی
***
هر ګوټ کې چې د رښتیا بشري قانون چلیږي
هلته چې هر ډول زوړ قانون باطل او څیرېږي
هلته چي هر ورځ قانون د ښه ژوندون پلي کیږي
قضا یې وطن پلورنکو ته لکه غنمو ته مچن دی
هغه پاریس سویدن او بن اصلي زما میهن دی
***

هم هغه وطن چې نورو ښه اباد او ودان کړ
هم هغه چي د خلکو حقوق یې ټوله یو سان کړ
هر غریب او خوار يې هلته کسبګر او خان کړ
هغه چې هر سړی یې د وطن اصلي څښتن دی
هغه ځای زما شین چمن او د ګلانو بڼ دی
***
موږ ښه نران یو بومي وطن خپله ورانوو
دهغه پخي اودرنې سمنټي ستني خپله نړوو
دهغه دفترونه، پلونه اوسرکونه خپله ماتوو
هر مشر مو خلکو ته نامتو په غرتن دی
نو ځکه پاریس مادرید او بن زما میهن دی
***
له دښمن سره دخپل وطن په وراني کې همکار یو
دخپل وطن په خرابي کې ښه مسلکي تجربه کار یو
موږ خپلو خلکو او وطن ته تر ټولو دښمنانو بدکار یو
د وطن ودانۍ ته مو هر وکیل خیرن خچن دی
هغه پاریس مادرید او بن اصلي زما میهن دی
***
دلته خو جوګه د ابايي وطن د جوړیدو نسو
دهغه خنډ د په عمده ډول د خرڅیدو نسو
بریالي په مخنیوي کي د سپين سترګو غلو نسو
هر ګاوندی دښمن زموږ د خلکو ډیر زبن دی
چې بل چا جوړکړی وي هغه اصلي زما میهن دی
***
که خدای کول دا ملکونه به هم خراب تراب کړو
خپل ښه رواجونه به په کښې ژر باب کړو
خپل اصلي ملي مشران به هغوی ته بې اب کړو
هر وزیر مو ډالر ټولو ته خورا ډیر پړسپن دی
همدا پاریس مادرید او بن اصلي زما میهن دی
***
ټوله دنیا به اخیر د افغان له نومه تنګ کړو
همدا پاریس مادرید له قانون سره به جنګ کړو
بل کار نه لرو د افغانانو تر منځ شننګ کړو
هر خاین د نورو په اشاره بومي وطن ته قارجن دی
همدا پاریس مادرید او بن اصلي زما میهن دی
***
ډیر چې راغلي دلته هم شرعي نظام غواړي
درغل دلته هم د نقاق نزله او زکام غواړي
راتښتیدلی غله دلته له مهاجرو احترام غواړي
هر یو په عمل کي لوټونکی د وطن د ګلبڼ دی
همدا پاریس مادرید او بن اصلي زما چمن دی
***
ډیر وا یي دلته غلا روا بولي وايي داهم دارالحرب دی
وايي موږ ددوی قانون نه منو که څه اریانا نه غرب دی
دلته هم جهاد روا دی ځکه ډیر ښه په هډو چرب دی
ډیر افغانان وایی موږ ایرانیان یو افغان مو دښن دی
همدا پاریس مادرید او بن اصلي زما د ګلو بڼ چمن دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery