مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-10   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دغم شريکی پيغام

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې دغم شريکی پيغام دادی دافغان ولس يوبل خواخوږ ی اودغښتلي قلم څښتن ،څېړونکی او لیکوال،د پښتو ادب وتلی ناول لیکونکی، پېژندل سوی ژورنالیست اوفرهنگی شخصيت استادسعدالدین شپون دورپېښي ناروغی له امله نن دامریکا په ویرجینیا ښارکې له دې نړۍ نه سترګې پټې اودابد ی ژوند په لور رانه جلاسو! انا لله وانا الیه راجعون مرحوم استادسعدالدین شپون دخپل ژوند زیاته برخه دډله ايزورسنيوسره دکاراوهمکاری ترڅنگ د ګران هيوادافغا نستان کښي ددې غمځپلي ولس دځوان نسل د سالمې روزنې اوپوهاوي،دپښتو ژبي پياوړتياته ډالی کړې اوله ځانه یې يوشمېر کتابونه افغان ولس ته ديوې لويي سرمایي په توگه پرېښودل . استادسعدالدین شپون دخپل توان اوامکاناتوله مخې په بهر اوافغانستان کي په بېشمېره علمی ،ادبي ،فرهنگی غونډواوکنفرانسونوکښي فعاله ونډه اخيستې ده . مرحوم استادسعدالدین شپون که څه هم سپينږ يری اوناروغ وو،خودهيوادلپاره په علمی اوفرهنگی چوپړ کښي تر ډيروځوانانو تکړه ، فعال اودعالی لوړ مورال خاوندوو .دهغه نږدې دوست کتاب ،قلم ،کاغذاوڅراغ وو . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دارواښاد دسعدالدین شپون ناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، دعلم اوفرهنگ دپرمختگ اوډله ايزو رسنيولارويانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه اوجبېره نه کېدونکې ضايع ده ، له ټولوسره پدې ستر اودردونکی غم کي ځانونه شريک بولو . زموږ له نظره مرحوم سعدالدین شپون صاحب د پښتو ژبې یوه داسې ژوندۍ پانګه وه چې تشي ډکول به یې متاسفانه ډيروخت ونیسي . د لوی خدای ( ج ) له دربار نه مرحوم استادسعدالدین شپون ته فردوس جنت اودکورنۍ پاتې کسانو ته دجمیل صبر غوښتنه کوو . روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جر گي په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery