مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمندي کریکټ د پرمختګ هیلو ته قبرونه کښل شوي.

خپلواک دریځ


کریکټ یعنې د نړۍ یوه تر ټولو مشهوره او د زیاتو مینه والو لرونکې لوبه، هغه چې له انګلستانه د نړۍ تر ګوټ ګوټه رسېدلې او لاهم د ډېر چټک پرمختګ حالت کې ده. دا لوبه افغانستان کې لا ډېره نوې خو اوس دومره پراخه او د خلکو تر زړونو تللې چې بل هیڅ سپورټ یې سیال نه دی. افغان کریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۱م کال د کریکټ نړیوالې شورا دریمه درجه یا افلېت غړیتوب ترلاسه کړی، ۱۲ کاله وروسته یې ددې شورا دوهمه درجه یا اسوشېټ درجې ته ځان ورساوه او یوازې څلور کاله وروسته یې په ۲۰۱۷م کال کې په خپل استعداد او خواریو ځان ددې شورا دایمي غړی کړی.
افغان لوبډله د شپاړلس کالو مهنت او خواریو وروسته راتلونکې سه شنبه د کریکټ په کور لندن او دلته د نړۍ په خورا تاریخي لوبغالي لارډز کې د کریکټ د نړۍ له لوبډلې یانې میلبورن کریکټ کلب سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي او دا د افغان کریکټ د پرمختګ تر ټولو ښه ثبوت او زېری دی.
ددې هیواد کورنی کریکټ په خورا جوش او خروښ کې دی، ځکه د کریکټ نړیواله شورا مجبوره شوه ترڅو دغه هیواد د دایمي غړي په توګه ومني.
هلمند یو داسي ولایت چې کریکټ پکې د افغانستان د کریکټ په څېر دی، ډېر لږ وخت کې پکې دا لوبه له تصوره پورته پرمخ ولاړه، څلور، پنځه کاله وړاندې دلته د کریکټ لوبډلې ډېرې محدودي او مینه وال یې اوسني حالت ته څو برابره کم وه خو اوس دې ولایت کې د لوبډلو شمېر تر سلګونو رسي او د مینه والو خو اندازه نه شي، ددې ترڅنګ دلته داسي سوداګر هم وهڅېدل ترڅو په ملي کچه لوبډلې جوړي کړي، لوبغاړي رانیسي او هغوی باندې خورا لوی لوی مصرفونه وکړي.
ددې لوی پرمختګ لامل د افغان ملي لوبډلې په لویه کچه ځلېدل او پر مختګ دی.
کابو یو کال وړاندې هلمند کې یو داسي پر کریکټ مئین سوداګر ښاغلي عبدالغفار بلوڅ ددې لوبې د پرمختګ ډګر ته راودانګل چې د کریکټ مینه وال، لوبغاړي او مسؤلین یې په خپل بې ساريو مصارفو ګوته په غاښ کړل، دې سوداګر د لومړي ځل لپاره دلته له یادې لوبې سره د خپلې لیونۍ مینې په خاطر یوه نه بلکې دوې ښکلې او خورا پیاوړې "الف او ب" لوبډلې جوړي کړې. هغه خپلې لوبډلې له هره اړخه داسي پوره جوړي کړې، چې تابه ویل الف لوبډله یې د کوم هیواد ملي لوبډله ده، نوموړي یوازې دا نه چې دوې لوبډلې جوړي کړې بلکې دلته د شته لوبډلو ترمنځ یې خورا ښکلي او په لوړه کچه سیالۍ په خپل مالي لګښت برابرې کړې.
بلوڅ یواځینی سوداګر و چې د لومړي ځل لپاره یې د خپلې لوبډلې لپاره یوه ځانګړې او شخصي اکاډمي جوړه کړه. ددې ترڅنګ یې نور سوداګر هم وهڅول ترڅو ددې لوبې پرمختګ او لا غوړېدا ته راودانګي، ددې با احساسه او پر کریکټ مئین ځوان مصارفو او لګښتونو ته که حساب وشي، نو تر یو میلیون افغانیو هم اوړي.
دا هرڅه یوازې د څو محدودو میاشتو لپاره خو ولي دومره لنډ او ګنډ دا هرڅه ختمیږي؟
ښاغلی عبدالغفار بلوڅ چې کریکټ او لوبغاړو ته یې قدر ورکړی، پر لوبغاړو باندې یې باور وکړی او دوی ته یې لوی سهولتونه برابر کړه خو دې لوبغاړو د نوموړي دومره لوی احساس، لګښتونو او دې برخه کې سترو خدمتونو ته ونه کتل او د څو پیسو په مقابل کې یې نوموړی پر تش میدان پرېښودی، هغه یې له دومره مایوسۍ سره مخ کړی چې نور دې برخه کې د کار او خدمت نوم پر خوله نه شي راوړای.
یو بل سوداګر سیارخان چې ددې ستر شخص غفارخان سره یې د رقابت او سیالۍ له مخې دې لوبه باندې لګښت وکړی او ځان ته یې ځانګړې لوبډله جوړه کړه او همدومره لګښتونه یې وکړل، نوموړی هم ددې حالت په لیدلو بلااخیره مجبوره شو، تر څو خپله لوبډله او دې لوبه باندې لګښت پرېږدي، یانې هلمندي کریکټ دوه هغه لوی سوداګر له لاسه ورکړل چې دا لوبه او لوبغاړي یې ډېرو لوړو پوړیو ته رسول، یوازې دوی نه بلکې په وار وار دلته سوداګرو او بنسټونو لوبډلې جوړي کړي خو یوازې د څو میاشتو لپاره، بیرته له منځه تللي او هر بنسټ او سوداګر پر خپله کړنه او دې کار پښېمان شوی، له دې لوی زیان څخه دا مالومیږي چې ددې ولایت د کریکټ د پرمختګ هیلې ښخیږي او نور به کوم سوداګر زړه ښه نه کړي چې دې لوبه باندې پانګونه وکړي.
دې برخه کې پړ څوک دي؟
هلمندي کریکټران چې دې سره یې خپل حیثیت او مقام ته خورا لوی زیان ورساوه او ترڅنګ یې دلته د کریکټ امریت چې دې برخه کې یې هیڅ پاملرنه ونه کړه، دوی ته په کار وه، ترڅو ددې سوداګرو پوره ملاتړ وکړي او لوبغاړي مجبوره کړي ترڅو جبراً د څو کلونو لپاره له خپلو لوبډلو سره پاته شي، دوی تراوسه لاهم داسي کوم اصول او قوانین نه دي ټاکلي چې له مخي یې دا ډول ستونزې له منځه ولاړي شي او کریکټ ته بنسټیز کار شوی وي، ترڅنګ یې ددوی تراوسه لاهم دې ته پام نشته چې دلته یې ددې لوبې پرمختګ ته څومره زیان اوښتی او څه کول په کار دي.
که ددې لویې ستونزې د پای ته رسولو لپاره کار ونه شي او ځانګړي قوانین او اصول ورته غوره نه شي نو لیري نه ده چې دې ډګر کې شته سوداګر به خپلي لوبډلې پرېږدي، بلکې نور سوداګر به هم زړه ښه نه کړي چې راتلونکي کې کومه لوبډله واخلي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery