مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کرک (Crack) ډولونه او ترې استفاده

خلیل منتظر


   

 نن سبا ډیر کرکونه خپله د پوستغالۍ په شکل راځی دغه کرکونه باید د پوستغالي د نصب يا انسټال ځای (File location) ته کاپي کړل سي.باید ووایم چي د دغه ډول کرک سره بعضی وخت ځني نور فایلونه د dat یا ini يا dll په نوم هم راځي. که وي نو باید هغه هم کاپي سي ياده دي وي د کرک دکاپی کولو په وخت باید نموړي پوستغالۍ بسته وي او د دغه ډول کرک څخه ډیر وخت په لوبو (Games) کي استفاده کیږي.

یو بل ډول کرک د KeyGen یا Keymaker په نامه وجود لري چي دنده یې د تیر سره توپير لري دغه ډول کرک د سریال شمارې په جوړولو کی کاریږي، دغه راڅخه یو کوډ غواړي(چي د پوستغالی سره دنوټ پيډ فایل په بڼه شتونو لري) او د انټر په وهولو سره راته یو بل نوي کوډ (Serial no) راکوي چي د پوستغالۍ په فعالولو کي راسره مرسته کوي

 بل ډول کرک د Patch يا Patcher په نوم یادیږي په دغه ډول کرک کي معمولاً د Choose يا Brows يا patch تڼی وجود لري چي په وهولو سره يې کرک په اتو مات ډول خپل فعالیت کوي دغه ډول کرک ته تر ټولو اسان کرک ویلای سو.
‎او ځنی نور کرکونه بیا د ساده فایل په شکل وی چي د فعالولو کوډ پکښي شتون لري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery